A A A A A

خدایه: [برکت]


لوقا 6:38
نورو ته څه شی ورکړئ نو تاسو ته به هم درکړل شي. تاسو ته به په ډکې پیمانې، په زور ځایول شوې او تر خولې پورې ډکه ستاسو په لمنه کې واچول شي. ځکه په هره پېمانه چې تاسو یې نورو ته ورکوئ په هماغه پېمانه به تاسو ته درکول کیږي.»

متى 5:4
بختور دى هغوئ چه غمژن دى، هغوئ به تسلى ومُومى.

فيليپيان 4:19
زما خُدائے به ستاسو هر حاجت دَ خپل بے پايانه دولت په مُطابق دَ مسيح عيسىٰ په وسيله پُوره کړى.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

يعقوب 1:17
هر ښۀ بخشش اَؤ هر کامِل اِنعام دَ آسمان نه راځى اَؤ دَ خُدائے نه مُوندلے کيږى چه دَ نمر سپوږمئ اَؤ دَ ستورو پيدا کوُونکے دے. په هغۀ کښے نۀ خو څۀ تبديلى راځى اَؤ نۀ دَ ګردش له عمل روښانه کيږى اَؤ نۀ تيارۀ کيږى.

يوحنا 1:16
ځکه چه مُونږ ټولو دَ هغۀ دَ کُلهمى معمُورتيا نه په فضل باندے فضل ومُوندلو.

اول يوحنا 5:18
مُونږ په دے پوهه يُو چه هر څوک چه دَ خُدائے نه پيدا شوے دے په ګُناه کښے نۀ اوسيږى، ځکه چه دَ خُدائے زوئے دَ هغۀ حفاظت کوى اَؤ اِبليس هغۀ ته ورنزدے کيدے نۀ شى.

دوېم کورنتيان 9:8
اَؤ خُدائے تاسو له دَ حاجت نه زيات درکولے شى دَ پاره دَ دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اَؤ داسے دَ هر نيک کار دَ پاره دِ تاسو سره زيات وى

فيليپيان 4:7
نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

Pashto Bible
No Data