A A A A A

Sins: [Gossip]


دوېم کورنتيان 12:20
ځکه چه زَۀ ويريږم، هسے نۀ وى چه زَۀ درشم اَؤ تاسو چه څنګه غواړم هغسے مو ونۀ مُومم اَؤ څنګه چه تاسو نۀ غواړم ما هغسے ومُومئ، زَۀ ويريږم چه په تاسو کښے جګړه، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، بده وينا، غيبتُوته، ډُوزے اَؤ فساد نۀ وى.

اِفِسيان 4:29
ستاسو دَ خُلے نه دِ هم يوه خرابه خبره ونۀ شى بلکه هغه ښه خبره چه دَ ضرورت په مُطابق دَ ترقئ دَ پاره غوره وى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے له مخے دَ هغے په آؤريدُونکو فضل کيږى.

يعقوب 1:26
څوک چه ځان دينداره ګڼى اَؤ بيا هم خپله ژبه په قابُو کښے نۀ ساتى، هغه خپل ځان ته دوکه ورکوى، نو دَ هغۀ ديندارى باطله ده.

يعقوب 4:11
اَئے ورُوڼو! په يو بل پسے خبرے مه کوئ. څوک چه په خپل ورور پسے خبرے کوى يا په خپل ورور اِلزام لګوى، هغه دَ شريعت بد وائى اَؤ په شريعت اِلزام لګوى، اَؤ که تۀ په شريعت اِلزام لګوے نو په شريعت عمل کوُونکے نه، بلکه په هغۀ قاضى شوے.

اول تيموتيوس 5:13-14
[13] اَؤ دَ دے نه علاوه هغوئ کور په کور ګرزى اَؤ بے کاره اوسيدل زده کوى، اَؤ صرف بے کاره نۀ پاتے کيږى بلکه غيبت اَؤ دَ نورو په کار کښے ګُوتے هم وهى اَؤ فضولے خبرے کوى.[14] نو زَۀ دا غواړم چه ځوانے کونډے دِ ميړۀ وکړى چه دَ هغوئ اَؤلاد وشى اَؤ دَ کور اِنتظام دِ کوى اَؤ دَ هيچا مخالف له دِ دَ بدے وينا کولو موقع ورنۀ کړى.

اول تيموتيوس 3:9-11
[9] اَؤ دَ ايمان راز دِ په پاک زړۀ کښے قائم ساتى.[10] اَؤ دوئ دِ هم اول و آزمائيلے شى، دَ هغے نه پس که چرے بے اِلزامه ثابت شو نو دَ خدمت کار دِ وکړى.[11] دغه شان دَ هغوئ ښځے دِ هم ادب ناکے وى، غيبت کووُنکے دِ نۀ وى بلکه بيدارے اَؤ په ټولو خبرو کښے دِ ايماندارے وى.

روميان 1:29-32
[29] اَؤ دغه شان دوئ دَ هر قِسم بے اِنصافئ، بدئ، لالچ اَؤ بدو خواهشاتو نه ډک شول اَؤ دوئ دَ حسد، قتل، جګړے، ټګئ اَؤ بُغض نه ډک دى. دوئ غيبت کوُونکى[30] اَؤ سازشيان دى، دَ خُدائے سپک ګڼُونکى، بد سره، مغرُور اَؤ لوئى مار دى. دوئ ورانئ جوړوى اَؤ دَ مور پلار عزت نۀ کوى،[31] بے ضميره اَؤ بے لوظه دى، نۀ ئے مينه شته اَؤ نۀ رحم کوى.[32] دَ خُدائے په دے اَمر هغوئ ښۀ خبر دى چه هغه څوک چه داسے عمل کوى، هغوئ دَ مرګ لايق دى خو بيا هم هغوئ داسے کوى. نۀ يواځے دا بلکه هغوئ په داسے کوُونکو شاباشے هم وائى.

تيطوس 2:2-5
[2] يعنے دا چه بُوډاګان دِ پرهيزګاره، په خوئ درانۀ اَؤ تقوىٰ دار وى، اَؤ دَ هغوئ ايمان اَؤ مينه اَؤ صبر دِ صحيح وى.[3] دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى، هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى،[4] دَ دے دَ پاره چه ځوانانو ښځو ته وښائى چه دَ خپلو خاوندانو اَؤ خپلو بچو سره دِ مينه ولرى،[5] اَؤ تقوىٰ دارے، پاک لمنے اَؤ دَ کور کار کوُونکے اَؤ مهربانى کوُونکے اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسى، دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے کلام بدنام نۀ شى.

روميان 1:28-32
[28] اَؤ لکه څنګه چه هغوئ دَ خُدائے پيژندل خوښ نۀ کړل نو هغۀ هم دوئ خپلو باطل خيالاتو ته پريښودل چه هم په دغسے ناکردو آخته وى.[29] اَؤ دغه شان دوئ دَ هر قِسم بے اِنصافئ، بدئ، لالچ اَؤ بدو خواهشاتو نه ډک شول اَؤ دوئ دَ حسد، قتل، جګړے، ټګئ اَؤ بُغض نه ډک دى. دوئ غيبت کوُونکى[30] اَؤ سازشيان دى، دَ خُدائے سپک ګڼُونکى، بد سره، مغرُور اَؤ لوئى مار دى. دوئ ورانئ جوړوى اَؤ دَ مور پلار عزت نۀ کوى،[31] بے ضميره اَؤ بے لوظه دى، نۀ ئے مينه شته اَؤ نۀ رحم کوى.[32] دَ خُدائے په دے اَمر هغوئ ښۀ خبر دى چه هغه څوک چه داسے عمل کوى، هغوئ دَ مرګ لايق دى خو بيا هم هغوئ داسے کوى. نۀ يواځے دا بلکه هغوئ په داسے کوُونکو شاباشے هم وائى.

Pashto Bible
No Data