A A A A A

Sins: [Fornication]


اول کورنتيان 5:1
ما ته خبر رارسيدلے دے چه په تاسو کښے حرام کارى کيږى، بلکه داسے حرام کارى چه په غيرو قومونو کښے هم نۀ کيږى. په تاسو کښے يو سړے دے چه دَ هغۀ دَ خپلے ميرنئ مور سره ناجائزه تعلقات دى.

اول کورنتيان 6:13
خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى.

اول کورنتيان 7:2
خو دَ حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى.

اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

اول يوحنا 1:9
که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دے، اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى.

کولوسيان 3:5
نو بيا هغه شوقُونه مړۀ کړئ کُوم چه مزکين دى، يعنے حرامکارى، ناپاکوالے، شهوت، بد خواهشات اَؤ حرص چه بُت پرستى ده،

اِفِسيان 5:3
اَؤ څنګه چه پاکانو له پکار دى په تاسو کښے دِ دَ حرامکارئ، يا دَ هيڅ قِسم ناپاکئ، يا لالچ ذکر قدرے هم نۀ وى،

عبرانيان 13:4
وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.

متى 5:32
خو زَۀ درته دا وايم چه کُوم سړے چه دَ حرام کارئ نه بغير په بل څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغے باندے زِنا کوى، اَؤ هر څوک چه طلاقه شوے ښځه وادۀ کړى هغه هم زِنا کوى.

متى 19:9
زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“

رويا 21:8
خو دَ ويريدُونکو، بے ايمانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادُوګرانو، بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى، اَؤ دا دويم مرګ دے.“

روميان 12:1-2
[1] دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى[2] خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

يوحنا 8:41-42
[41] تاسو خو دَ خپل پلار غوندے کار کوئ.“ هغوئ ووئيل، ”مُونږ حراميان نۀ يُو پيدا، يواځے خُدائے زمُونږ پلار دے.“[42] عيسىٰ ورته ووئيل چه ”که خُدائے ستاسو پلار وَئے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چه زَۀ دَ خُدائے نه راغلے يم اَؤ دلته يم. زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے بلکه زَۀ هغۀ را استولے يم.

اول تِسالونيکيان 4:3-4
[3] نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ، يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ.[4] اَؤ په تاسو کښے دِ هر يو خپل وجُود په پاکوالى اَؤ عزت سره په قابُو کښے ساتل زده کړى،

اول کورنتيان 6:9-20
[9] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،[10] نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.[11] اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.[12] ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم.[13] خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى.[14] خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى.[15] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ؟ چه ستاسو بدنُونه دَ مسيح اندامُونه دى؟ آيا دا مناسب دى چه زَۀ دَ مسيح اندامُونه دَ يوے کنجرئ سره ګډ کړم؟ نه، هيڅ کله نه![16] آيا تاسو نۀ يئ خبر چه هر هغه څوک چه کنجرئ ته لاړ شى نو هغه دَ هغے سره يو وجُود شى؟ ځکه چه صحيفے وائى چه :  ”نر اَؤ ښځه به دواړه يو وجُود شى.“[17] اَؤ څوک چه دَ مالِک سره يووالے لرى، هغه اَؤ مالِک به يو رُوح شى.[18] دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،[20] ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

ګلتيان 5:19-21
[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.

مرقوس 7:20-23
[20] هغۀ وړاندے ووئيل، ”څۀ چه دَ اِنسان نه روازى هم هغه سړے پليتوى.[21] ځکه چه دَ اِنسان دَ زړۀ نه بد خيالُونه راوزى، حرام کارئ،[22] غلاګانے، خُونُونه، زِناکارى، حرص، بدئ، ټګئ، بے شرمى، بد نظر، کُفر، مغرُورتيا اَؤ بے وقُوفى.[23] دا ټول بد کارُونه دَ ننه نه راوُزى اَؤ دا سړے پليتوى.“

Pashto Bible
No Data