A A A A A

Sins: [Divorce]


متى 19:9
زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“

متى 5:32
خو زَۀ درته دا وايم چه کُوم سړے چه دَ حرام کارئ نه بغير په بل څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغے باندے زِنا کوى، اَؤ هر څوک چه طلاقه شوے ښځه وادۀ کړى هغه هم زِنا کوى.

لوقا 16:18
هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او بله ښځه وکړي نو هغه زنا کوي او هرڅوک چې د طلاقې شوې ښځې سره واده وکړي هغه هم زنا کوي.»

اول کورنتيان 7:10-11
[10] خو چه دَ چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زَۀ نه، بلکه مالِک حُکم ورکوى چه ښځه دِ خپل خاوند پرے نۀ ږدى.[11] اَؤ که ئے پريږدى نو يا خو دِ وادۀ ونۀ کړى يا دِ دَ خپل خاوند سره بيا يو ځائے شى، اَؤ خاوند دِ هم خپله ښځه طلاقه نۀ کړى.

متى 5:31-32
[31] هغوئ ته وئيلى شوى وُو، کُوم سړے چه خپله ښځه طلاقه کړى نو خامخا دِ هغے ته طلاق نامه ورکړى.[32] خو زَۀ درته دا وايم چه کُوم سړے چه دَ حرام کارئ نه بغير په بل څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغے باندے زِنا کوى، اَؤ هر څوک چه طلاقه شوے ښځه وادۀ کړى هغه هم زِنا کوى.

متى 19:3-9
[3] څۀ فريسيان راغلل اَؤ په دے ئے دَ هغۀ آزميښت وکړو چه ”آيا دَ يو سړى دَ پاره دا روا دى چه په هره وجه چه وى خپلے ښځے ته طلاق ورکړى؟“[4] هغۀ په جواب کښے ورته ووئيل چه ”آيا تاسو دا نۀ دى لوستى چه خالق په اول سر کښے ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل؟“[5] اَؤ وئے وئيل چه ”په دے وجه به سړے خپل مور پلار نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى، اَؤ دا دواړه به يو وجُود شى.“[6] نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائے دوئ يو ځائے کړى دى نو بنى آدم دِ ئے کله هم نۀ جُدا کوى.“[7] هغوئ دا اِعتراض وکړو چه ”بيا مُوسىٰ حکم ولے کړے دے چه په طلاق نامه دِ سړے خپله ښځه پريښودے شى؟“[8] هغۀ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته دَ خپلے ښځے دَ پريښودو اِجازت ستاسو دَ زړُونو دَ سختوالى په وجه درکړو، خو دَ شروع نه خبره داسے نۀ وه.[9] زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“

مرقوس 10:2-12
[2] نو فريسيان ورغلل اَؤ ترے دَ آزميښت په طور ئے دا تپوس وکړو، ”آيا يو سړى له دا روا دى چه خپله ښځه طلاقه کړى؟“[3] هغۀ په جواب کښے تپوس وکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وو؟“[4] هغوئ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ سړى ته دا اِجازت ورکړے دے چه طلاق نامه دِ وليکى اَؤ ښځه دِ پريږدى.“[5] عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دا حُکم هغۀ ستاسو دَ زړۀ دَ سختوالى په وجه وليکو.[6] خو دَ دُنيا دَ پيدائښت نه خُدائے دوئ ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل.“[7] ”په دے وجه به سړے خپل مور پلار پريږدى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى.[8] اَؤ دواړه به يو وجُود شى“ اَؤ پس له هغے به دوئ يو وجُود وى اَؤ بيلتون به په کښے نۀ وى.[9] هر څۀ چه خُدائے يو کړى وى بنى آدم دِ ئے نۀ جُدا کوى.“[10] اَؤ بيا چه دوى کورته ننوتل نو مُريدانو ترے په دے حقله تپوس وکړو.[11] هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”هر څوک چه خپله ښځه طلاقه کړى اَؤ بله وادۀ کړى نو هغه دَ اولنئ ښځے خلاف زِنا کوى.[12] اَؤ دغه شان که يوه ښځه خاوند طلاق کړى اَؤ بل ميړۀ وکړى نو هغه زِنا کوى.“

اول کورنتيان 7:10-16
[10] خو چه دَ چا وادۀ شوے وى هغوئ ته، زَۀ نه، بلکه مالِک حُکم ورکوى چه ښځه دِ خپل خاوند پرے نۀ ږدى.[11] اَؤ که ئے پريږدى نو يا خو دِ وادۀ ونۀ کړى يا دِ دَ خپل خاوند سره بيا يو ځائے شى، اَؤ خاوند دِ هم خپله ښځه طلاقه نۀ کړى.[12] نورو ته هم زَۀ وايم، نه چه مالِک، چه که دَ چا ورور ښځه ايمانداره نۀ وى اَؤ دَ هغۀ سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ هغه طلاقه نۀ کړى.[13] اَؤ دَ کُومے ښځے چه خاوند ايماندار نۀ وى اَؤ دَ هغے سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ خاوند طلاق نۀ کړى[14] ځکه چه کُوم خاوند چه ايماندار نۀ وى، هغه دَ ښځے په وجه پاک ګڼلے شى اَؤ کُومه ښځه چه ايمانداره نۀ وى، هغه دَ ايماندار خاوند په وجه پاکه ګڼلے شى، ګنى ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.[15] خو څوک چه بے ايمانه وى که هغه دَ خپل خاوند يا خپلے ښځے نه ځى نو پريږدئ چه لاړ شى. په داسے حالت کښے څوک ورور يا خور پابند نۀ دے، اَؤ خُدائے مُونږ دَ سلامتئ دَ پاره رابللى يُو.[16] ولے چه اَئے ښځے! تۀ څۀ خبره يئے، کيدے شى چه تۀ خپل خاوند بچ کړے. اَؤ اَئے سړيه! تۀ څۀ خبر ئے، کيدے شى چه تۀ خپله ښځه بچ کړے.

متى 19:3-12
[3] څۀ فريسيان راغلل اَؤ په دے ئے دَ هغۀ آزميښت وکړو چه ”آيا دَ يو سړى دَ پاره دا روا دى چه په هره وجه چه وى خپلے ښځے ته طلاق ورکړى؟“[4] هغۀ په جواب کښے ورته ووئيل چه ”آيا تاسو دا نۀ دى لوستى چه خالق په اول سر کښے ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل؟“[5] اَؤ وئے وئيل چه ”په دے وجه به سړے خپل مور پلار نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى، اَؤ دا دواړه به يو وجُود شى.“[6] نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائے دوئ يو ځائے کړى دى نو بنى آدم دِ ئے کله هم نۀ جُدا کوى.“[7] هغوئ دا اِعتراض وکړو چه ”بيا مُوسىٰ حکم ولے کړے دے چه په طلاق نامه دِ سړے خپله ښځه پريښودے شى؟“[8] هغۀ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته دَ خپلے ښځے دَ پريښودو اِجازت ستاسو دَ زړُونو دَ سختوالى په وجه درکړو، خو دَ شروع نه خبره داسے نۀ وه.[9] زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“[10] مُريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”که دَ سړى دَ خپلے ښځے سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چه څوک دے هډو وادۀ نۀ کوى.“[11] دَ دے په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”دا خبره داسے ده چه هر سړے ئے نۀ شى منلے خو يواځے هغه خلق چه خُدائے دَ زغملو طاقت ورکړے وى.[12] ځنے داسے خلق دى چه دَ مور دَ ګيډے نه يا خو خواجه پيدا دى اَؤ يا بنى آدمو خواجه کړى دى، خو ځنے داسے دى چه هغوئ خپل ځانُو نه دَ آسمان دَ بادشاهئ دَ پاره خواجه کوى. څوک ئے چه قبلولے شى هغه دِ قبول کړى“.

مرقوس 10:12
اَؤ دغه شان که يوه ښځه خاوند طلاق کړى اَؤ بل ميړۀ وکړى نو هغه زِنا کوى.“

اول کورنتيان 7:39
تر څو چه دَ يوے ښځے خاوند ژوندے دے هغه دَ هغۀ پابنده ده، خو هر کله چه دَ هغے خاوند مړ شى نو دَ چا سره ئے چه زړۀ غواړى وادۀ کولے شى خو تش دَ ايماندار سره.

روميان 7:2-5
[2] دَ هغے نه پس دَ مِثال په طور يوه وادۀ شوے ښځه تر هغے دَ خپل خاوند پابنده ده تر څو چه هغه ژوندے وى، خو که دَ هغے خاوند مړ شى نو بيا هغه دَ وادۀ دَ شرعى پابندو نه خلاصه شى.[3] نو په دے وجه که هغه دَ خپل خاوند په ژوندانۀ دَ بل سړى سره لاړه شى نو هغه زِنا کوى، خو که چرے دَ هغے خاوند مړ شى نو هغه دَ شريعت په مُطابق آزاده ده، نو هغه که چرے بيا دَ بل سړى سره وادۀ وکړى نو زِنا کاره نۀ وى.[4] نو زما ورُوڼو! تاسو هم دَ شريعت نه په خپل مرګ آزاد شوى يئ ځکه تاسو دَ عيسىٰ دَ وجُود سره تړلى يئ اؤ اوس دَ هغۀ خپل شوى يئ چه هغه دَ مړو نه بيا ژوندے شوے دے، دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ خُدائے ښۀ خدمت وکړُو.[5] څۀ وخت چه مُونږ دَ خپل اِنسانى فطرت په مُطابق ژوند تيرولو نو زمُونږ دَ ګُناهُونو خواهشات دَ شريعت په وجه رابيداريدل چه نتيجه ئے مرګ ده.

عبرانيان 13:4
وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.

متى 19:4-6
[4] هغۀ په جواب کښے ورته ووئيل چه ”آيا تاسو دا نۀ دى لوستى چه خالق په اول سر کښے ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل؟“[5] اَؤ وئے وئيل چه ”په دے وجه به سړے خپل مور پلار نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى، اَؤ دا دواړه به يو وجُود شى.“[6] نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائے دوئ يو ځائے کړى دى نو بنى آدم دِ ئے کله هم نۀ جُدا کوى.“

متى 18:15-17
[15] خو که هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه تنه نور دَ ځان سره ملګرى کړئ دَ دے دَ پاره چه ”ټول رښتيا دَ دوؤ يا دريو ګواهانو په وړاندے ثابت کړے شى.“[16] که هغه دَ هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندے کړئ اَؤ که چرے هغه دَ جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا دَ هغۀ سره داسے سلُوک وکړئ لکه چه دَ يو کافر، بے لارے يا محصُولچى سره کولے شى.[17] ”زَۀ تاسو ته وايم، هر څۀ چه په مزکه تاسو منع کړل هغه به په آسمان کښے هم منع وى اَؤ څۀ چه تاسو په مزکه روا کړل هغه به په آسمان کښے هم روا وى.

اِفِسيان 5:22-23
[22] اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک.[23] لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے.

اول تيموتيوس 5:8
که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.

اول کورنتيان 7:17-24
[17] خو څنګه چه مالِک هر يو ته توان ورکړے دے اَؤ څنګه چه خُدائے هر يو رابللے دے، هغه دِ هغه شان ګُزران کوى، اَؤ زَۀ ئے په ټولو جماعُتونو کښے په دغه شان مُقرروم.[18] که څوک سُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان دَ ناسُنت شوى په شان نۀ ښکاره کوى، اَؤ که څوک ناسُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان نۀ سُنت کوى.[19] ځکه چه سُنت شوے اَؤ نا سُنته داوړه هيڅ څيز نۀ دى بلکه دَ خدائے په حُکمونو عمل کول هر څۀ دى.[20] هر څوک چه په کُوم حالت کښے بللے شوے وى، په هغۀ کښے دِ پاتے شى.[21] که تۀ په غُلامئ کښے رابللے شوے وے نو پرواه مه کوه، خو که تۀ آزاديدے شے نو هغه اِختيار کړه.[22] ځکه چه څوک چه دَ غُلامئ په حالت کښے دَ مالِک رابللے شوے دے، هغه دَ مالِک آزاد کړے شوے دے. که څوک آزاد دَ مالِک رابللے شوے دے، هغه دَ مسيح غُلام دے.[23] تاسو په بيعه آخستے شوى يئ، دَ اِنسان غُلامان مه جوړيږئ.[24] اَئے ورُوڼو! څوک چه په کُوم حالت کښے رابللے شوے وى، هغه دِ په هغه حالت کښے دَ خُدائے سره پاتے شى.

متى 23:23
اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس چه تاسو ويلنى دَ کاږو اَؤ دَ زيرے عشُر ورکوئ خو دَ شريعت معتبرے خبرے، اِنصاف، رحم اَؤ ايمان مو پريښى دى په کار دا وه چه دا مو هم کولے اَؤ هغه مو هم پريښودلے.

روميان 7:1-3
[1] زما ورُوڼو! تاسو نۀ پوهيږئ څۀ؟ زَۀ تاسو ته ځکه وايم چه څۀ نه څۀ په شريعت پوهيږئ چه سړے دَ شريعت تر هغے پابند دے تر څو چه هغه ژوندے وى.[2] دَ هغے نه پس دَ مِثال په طور يوه وادۀ شوے ښځه تر هغے دَ خپل خاوند پابنده ده تر څو چه هغه ژوندے وى، خو که دَ هغے خاوند مړ شى نو بيا هغه دَ وادۀ دَ شرعى پابندو نه خلاصه شى.[3] نو په دے وجه که هغه دَ خپل خاوند په ژوندانۀ دَ بل سړى سره لاړه شى نو هغه زِنا کوى، خو که چرے دَ هغے خاوند مړ شى نو هغه دَ شريعت په مُطابق آزاده ده، نو هغه که چرے بيا دَ بل سړى سره وادۀ وکړى نو زِنا کاره نۀ وى.

لوقا 6:30
که څوک درڅخه کوم شی وغواړي نو ورته وریې کړه او که چېرې څوک ستا څخه کوم شی چې هغه ستا وي واخلي نو بېرته یې ورڅخه مه غواړه.

متى 19:6-12
[6] نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائے دوئ يو ځائے کړى دى نو بنى آدم دِ ئے کله هم نۀ جُدا کوى.“[7] هغوئ دا اِعتراض وکړو چه ”بيا مُوسىٰ حکم ولے کړے دے چه په طلاق نامه دِ سړے خپله ښځه پريښودے شى؟“[8] هغۀ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته دَ خپلے ښځے دَ پريښودو اِجازت ستاسو دَ زړُونو دَ سختوالى په وجه درکړو، خو دَ شروع نه خبره داسے نۀ وه.[9] زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“[10] مُريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”که دَ سړى دَ خپلے ښځے سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چه څوک دے هډو وادۀ نۀ کوى.“[11] دَ دے په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”دا خبره داسے ده چه هر سړے ئے نۀ شى منلے خو يواځے هغه خلق چه خُدائے دَ زغملو طاقت ورکړے وى.[12] ځنے داسے خلق دى چه دَ مور دَ ګيډے نه يا خو خواجه پيدا دى اَؤ يا بنى آدمو خواجه کړى دى، خو ځنے داسے دى چه هغوئ خپل ځانُو نه دَ آسمان دَ بادشاهئ دَ پاره خواجه کوى. څوک ئے چه قبلولے شى هغه دِ قبول کړى“.

اِفِسيان 5:31
”هم دغه وجه ده چه سړے به دَ پلار اَؤ دَ مور نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به اوسيږى، اَؤ هغه دواړه به يو بدن شى.“

اعمال 2:38
پطروس ووئيل، ”توبه ګار شئ اَؤ په تاسو کښے هر يو دِ دَ خپلو ګُناهُونو دَ مُعافئ دَ پاره دَ عيسىٰ مسيح په نُوم بپتسمه واخلى اَؤ تاسو ته به رُوحُ القُدس وبخښلے شى.

روميان 4:15
چرته چه شريعت وى هلته سزا هم وى، خو چرته چه شريعت نِشته نو هلته دَ شريعت ماتول هم نِشته.

اول کورنتيان 7:14-15
[14] ځکه چه کُوم خاوند چه ايماندار نۀ وى، هغه دَ ښځے په وجه پاک ګڼلے شى اَؤ کُومه ښځه چه ايمانداره نۀ وى، هغه دَ ايماندار خاوند په وجه پاکه ګڼلے شى، ګنى ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى.[15] خو څوک چه بے ايمانه وى که هغه دَ خپل خاوند يا خپلے ښځے نه ځى نو پريږدئ چه لاړ شى. په داسے حالت کښے څوک ورور يا خور پابند نۀ دے، اَؤ خُدائے مُونږ دَ سلامتئ دَ پاره رابللى يُو.

متى 19:1
څۀ وخت چه عيسىٰ دا خبرے خلاصے کړے نو دَ ګليل نه روان شو اَؤ دَ اُردن پورے غاړه دَ يهوديه علاقے ته راغے.

اول کورنتيان 7:8-9
[8] نو زَۀ هغه چا ته چا چه وادۀ نۀ وى کړے اَؤ کونډو ته دا وايم چه دَ هغوئ دَ پاره زما په شان پاتے کيدل غوره دى.[9] خو که هغوئ صبر نۀ شى کولے نو وادۀ دِ وکړى ځکه چه وادۀ کول دَ مستئ نه غوره دى.

روميان 7:2
دَ هغے نه پس دَ مِثال په طور يوه وادۀ شوے ښځه تر هغے دَ خپل خاوند پابنده ده تر څو چه هغه ژوندے وى، خو که دَ هغے خاوند مړ شى نو بيا هغه دَ وادۀ دَ شرعى پابندو نه خلاصه شى.

متى 9:13
لاړ شئ اَؤ دَ دے خبرے په معنىٰ ځان پوهه کړئ :  ”ما ته دَ رحم حاجت دے، نۀ چه دَ قربانئ.“ زَۀ دَ دے دَ پاره نۀ يم راغلے چه صادقان وبلم بلکه ګُناه ګاران.“

روميان 7:3
نو په دے وجه که هغه دَ خپل خاوند په ژوندانۀ دَ بل سړى سره لاړه شى نو هغه زِنا کوى، خو که چرے دَ هغے خاوند مړ شى نو هغه دَ شريعت په مُطابق آزاده ده، نو هغه که چرے بيا دَ بل سړى سره وادۀ وکړى نو زِنا کاره نۀ وى.

اول کورنتيان 7:27-28
[27] که ستا ښځه وى نو هغے له دَ طلاق ورکولو کوشِش مه کوه اَؤ که ښځه دِ نۀ وى نو دَ وادۀ کولو خيال پريږده.[28] خو که تۀ وادۀ هم وکړے نو څۀ ګُناه نِشته، اَؤ که پيغله وادۀ شى نو هم ګُناه نِشته، خو داسے خلق به جسمانى تکليف بيا مُومى اَؤ زَۀ تاسو بچ کول غواړم.

Pashto Bible
No Data