A A A A A

ګناهونه: [لعنت ویل]


کولوسيان 3:8
خو اوس تاسو هم دغه هر څۀ، يعنے غُصه، قهر، بدخواهى، چُغلى اَؤ پُوچے خبرے پريږدئ.

کولوسيان 4:6
ستاسو کلام دِ هميشه داسے دَ فضل نه ډک اَؤ خوندناک وى چه تاسو هر چا له مُناسب جواب ورکولے شئ.

اِفِسيان 4:29
ستاسو دَ خُلے نه دِ هم يوه خرابه خبره ونۀ شى بلکه هغه ښه خبره چه دَ ضرورت په مُطابق دَ ترقئ دَ پاره غوره وى، دَ دے دَ پاره چه دَ هغے له مخے دَ هغے په آؤريدُونکو فضل کيږى.

اِفِسيان 5:4
اَؤ نۀ بے شرمى، نۀ کم عقلے خبرے اَؤ نۀ وشتے ملنډے، ځکه چه دا بے ځايه خبرے دى دَ دِے په ځائے دَ خدائے شکر کوئ.

يعقوب 1:26
څوک چه ځان دينداره ګڼى اَؤ بيا هم خپله ژبه په قابُو کښے نۀ ساتى، هغه خپل ځان ته دوکه ورکوى، نو دَ هغۀ ديندارى باطله ده.

يعقوب 3:10
دَ يکى يوے خُلے نه مُبارکى خبرے اَؤ ښيرے راوزى. اَئے زما ورُوڼو! داسے نۀ دى په کار.

يعقوب 3:5-12
[5] هم دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اَندام دے اَؤ ډيرے غټے خبرے کوى. ګورئ! په يو ورکوټى بڅرى سره په څومره لوئے ځنګل کښے اور ولګى.[6] اَؤ ژبه هم يو اور دے، دا زمُونږ په اَندامُونو کښے دَ شرارت يوه دُنيا ده، اَؤ په ټول وجُود کښے بدى پيدا کوى اَؤ زمُونږ په ټول ژوندُون کښے اور لګوى، اَؤ په خپله دَ دوزخ دَ اور نه بليږى.[7] ځکه چه هر قِسم ځنګلى ځناور، مارغان، چينجى مينجى اَؤ دريابى ځناور خو دَ اِنسان په قابُو کښے راتلے شى اَؤ راغلى هم دى،[8] خو هيڅوک ژبه په قابُو کښے نۀ شى راوستلے. هغه يوه بلا ده چه چرے ايساريږى نه، دَ مړ کوُونکى زهر نه ډکه ده.[9] هم په دے مُونږ دَ مالِک اَؤ پلار ثنا کوُو، اَؤ هم په دے بنى آدمو ته چه دَ خُدائے په صُورت پيدا شوى دى، ښيرے کوُو.[10] دَ يکى يوے خُلے نه مُبارکى خبرے اَؤ ښيرے راوزى. اَئے زما ورُوڼو! داسے نۀ دى په کار.[11] آيا دَ چينے دَ يکى يوے خُلے نه خوږے اَؤ تروے اوبۀ وزى څۀ؟[12] اَئے زما ورُوڼو! آيا دَ اِينځير په ونه کښے ښُون، اَؤ په انګُور کښے اِينځير پيدا کيدے شى څۀ؟ هم دغه شان دَ مالګينے چينے نه خوږے اوبۀ نۀ شى راوتلے.

لوقا 6:28
د هغو خلکو دپاره چې په تاسو لعنت وایي برکت وغواړئ او د هغو خلکو دپاره چې تاسو سره بد چلند کوي دعا وکړئ.

متى 5:22
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه خپل ورور ته قهر وکړى، هغۀ ته به هم ضرور په عدالت کښے سزا ورکړے شى. اَؤ که هغه خپل ورور ته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، اَؤ که چرے ورته ليونے ووائى نو هغه به خامخا دَ هغے بدله کښے دَ دوزخ دَ اور سزا مُومى.

اول پطروس 3:10
ځکه چه ”هر څوک چه دَ ژوندانه خوشحاله کيدل اَؤ ښے ورځے ليدل غواړى، هغه دِ ژبه دَ بدئ نه اَؤ شُونډے دَ فريب دَ خبرو کولو نه وساتى،

متى 15:11
سړے په دے نه پليتيږي چه څۀ شے دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى، بلکه په دے چه څۀ دَ خُلے نه وزى.“

روميان 12:14
چه تاسو تنګوى دَ هغوئ خير غواړئ، برکت ئے غواړئ، بد ورته مه وايئ.

متى 15:10-11
[10] هغۀ خلقو ته غږ وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زما خبره واورئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ.[11] سړے په دے نه پليتيږي چه څۀ شے دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى، بلکه په دے چه څۀ دَ خُلے نه وزى.“

يعقوب 3:8-10
[8] خو هيڅوک ژبه په قابُو کښے نۀ شى راوستلے. هغه يوه بلا ده چه چرے ايساريږى نه، دَ مړ کوُونکى زهر نه ډکه ده.[9] هم په دے مُونږ دَ مالِک اَؤ پلار ثنا کوُو، اَؤ هم په دے بنى آدمو ته چه دَ خُدائے په صُورت پيدا شوى دى، ښيرے کوُو.[10] دَ يکى يوے خُلے نه مُبارکى خبرے اَؤ ښيرے راوزى. اَئے زما ورُوڼو! داسے نۀ دى په کار.

متى 15:18-20
[18] خو څۀ چه دَ خُلے نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى.[19] ځکه چه وران خيالُونه، قتل، زِنا، حرامکارى، غلا، دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى.[20] اَؤ دا هغه څيزُونه دى چه بنى آدم پليتوى، خو په ناوينځلو لاسُونو خوراک کول بنى آدم نۀ پليتيږي.“

Pashto Bible
No Data