A A A A A

ګناهونه: [اپوزسی]


دوېم تِسالونيکيان 2:3
په هيڅ شان سره دَ چا په فريب کښے مه راځئ، ځکه چه هغه ورځ به نۀ راځى تر څو چه خلق اول دَ خُدائے نه ګرزيدلے نۀ وى اَؤ دَ نافرمانئ نمائنده ظاهر نۀ شى، يعنے څوک چه دَ هلاکيدو دَ پاره مُقرر شوے وو.

اول تيموتيوس 4:1
رُوحُ القُدس صفا وائى چه په آخرو زمانُو کښے به ځنى خلق دَ بے لارے کوُونکو رُوحونو اَؤ شيطانى تعليم ته پام وکړى اَؤ دَ ايمان نه به وګرزى.

عبرانيان 3:12
نو ورُوڼو! خبردار شئ، په تاسو کښے دِ دَ چا داسے بد اَؤ بے ايمانه زړۀ نۀ وى چه دَ ژوندى خُدائے نه وګرزى.

لوقا 8:13
کوم تخم چې په تیږو کې لویږي دا هغه خلک دي چې په خوشحالۍ سره کلام اوري او مني یې. خو کلام په هغوی کې ریښې نه وي نیولې. هغوی د یو څه مودې دپاره ایمان راوړي خو د ازمایښت په وخت کې یې له لاسه ورکوي.

عبرانيان 6:4-6
[4] ځکه چه دَ کُومو خلقو زړُونه يو ځل روښانه شول اَؤ هغوئ دَ آسمانى بخښنے خوند وڅښلو اَؤ په رُوحُ القُدس کښے شريک شول[5] اَؤ دَ خُدائے دَ غوره کلام اَؤ دَ راتلُونکى جهان دَ قوتُونو مزه ئے واخسته،[6] که چرے هغوئ مُرتد شى نو هغوئ دَ توبے دَ پاره بيا نوے کول ناممکنه ده، ځکه چه هغوئ دَ خُدائے زوئے له خپله طرفه په دويم ځل په سولئ کوى اَؤ ښکاره ئے شرموى.

دوېم پطروس 2:20-22
[20] اَؤ چه هر کله هغوئ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ پيژندګلو په وسيله دَ دُنيا دَ سخاتوب نه خلاص شول اَؤ بيا په کښے ګير شول اَؤ دَ هغوئ نه مغلُوب شول، نو دَ هغوئ ورُوستے حال دَ وړُومبى نه هم ډير بد شو.[21] ځکه چه هغوئ دَ صداقت لار وپيژندله خو هغوئ دَ هغه پاک حُکم نه راوګرزيدل چه هغوئ له ورکړے شوے وو، نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دا ښۀ وه چه چرے هغه ئے پيژندلے نۀ وے.[22] اَؤ په هغوئ دا متل رښتينے کيږى چه ”سپے دَ خپل قى په طرف راګرزى“ اَؤ ”لمبولے شوے خنزير په خټو کښے رغړى.“

عبرانيان 10:26-29
[26] که مُونږ دَ حق دَ پيژندګلو نه پس له قصده ګُناهُونه کوُو نو دَ ګُناهُونو دَ پاره څۀ بله قُربانى نِشته.[27] خو دَ عدالت يو ويروُونکے اِنتظار اَؤ غضبناک اور پاتے دے کُوم به چه دَ خُدائے مُخالفان وسيزى.[28] کله چه مُوسىٰ شريعت نۀ منُونکى دَ دوؤ يا دريو سړو په ګواهئ بے له څۀ رحم نه مړۀ کولے شى،[29] نو خيال وکړئ چه هغه څوک به دَ څومره زياتے سزا لائق وګرزى چه دَ خُدائے زوے ئے رد کړلو، اَؤ دَ وعدے وينه چه هغه پرے پاک شوے وو هغه ئے ناپاکه وګڼله، اَؤ دَ فضل رُوح ئے بے عزته کړو.

دوېم تيموتيوس 4:3-4
[3] ځکه چه داسے وخت به راځى چه خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکه دَ خپلے خوښے په مُطابق به داسے اُستاذان جوړ کړى چه هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چه آؤريدل ئے غواړى.[4] اَؤ هغوئ به حق ته غوږ نۀ کيږدى اَؤ قِصو ته به پام کوى.

يوحنا 15:6
هغه څوک چه په ما کښے نۀ اوسى هغه به لکه وچه شوے څانګه ګُذار کړے شى، اَؤ وُچے څانګے به يو ځائے راټولے کړى شى اَؤ په اور کښے به واچولے شى اَؤ وبه سوزولى شى.

اول تيموتيوس 4:1-2
[1] رُوحُ القُدس صفا وائى چه په آخرو زمانُو کښے به ځنى خلق دَ بے لارے کوُونکو رُوحونو اَؤ شيطانى تعليم ته پام وکړى اَؤ دَ ايمان نه به وګرزى.[2] دا به دَ هغه دروغژنو خلقو دَ رياکارئ په سبب وى، دَ چا زړۀ چه لکه په ګرمه اوسپنه داغلے شوے دے.

دوېم پطروس 2:1
خو په اِسرائيلو کښے دَ دروغو نبيان هم وُو، هم دغه شان به په تاسو کښے دَ دروغو اُستاذان هم وى. هغوئ به په پټه هلاکُوونکى بدعتُونه راوباسى اَؤ دَ هغه مالِک نه به اِنکار وکړى چه دَ هغوئ فديه ئے ورکړے ده، اَؤ په خپلو ځانُونو به زر هلاکت راولى.

متى 24:10-12
[10] په دغه وخت کښے به ډير تيندک وخورى اَؤ دَ يو بل په سر به مُخبرى کوى اَؤ دَ يو بل سره به کينه کوى.[11] دروغژن نبيان به راپورته شى اَؤ ډير خلق به بے لارے کړى.[12] اَؤ چه بے شرعے کارُونه زيات شى نو دَ خلقو به دَ يو بل سره مينه ورکه شى.

دوېم پطروس 3:17
زما ملګرو! هر کله چه تاسو دَ اول نه خبر يئ، ځکه بيدار اوسئ چه دَ بے دينو دَ ګُمراهئ طرف ته ورنۀ شئ، اَؤ خپله مظبُوطى پرے نۀ ږدئ.

يوحنا 6:66
دَ هغه وخت نه پس دَ عيسىٰ ډير مُريدان دَ هغۀ نه په شا شول اَؤ دَ هغے نه پس دَ هغۀ سره نۀ ګرزيدل.

دوېم پطروس 2:17
دَ دروغو اُستاذان لکه وچ کُوهيان دى اَؤ داسے وريځے چه سيلئ ئے وړى راؤړى، دَ هغوئ دَ پاره بے حده تيارۀ ده.

اول تيموتيوس 4:1-3
[1] رُوحُ القُدس صفا وائى چه په آخرو زمانُو کښے به ځنى خلق دَ بے لارے کوُونکو رُوحونو اَؤ شيطانى تعليم ته پام وکړى اَؤ دَ ايمان نه به وګرزى.[2] دا به دَ هغه دروغژنو خلقو دَ رياکارئ په سبب وى، دَ چا زړۀ چه لکه په ګرمه اوسپنه داغلے شوے دے.[3] هغوئ به خلق دَ وادۀ کولو نه منع کوى، اَؤ هغوئ ته به دَ خاصو خوراکُونو نه دَ پرهيز کولو حُکم ورکوى چه خُدائے دَ دے دَ پاره پيدا کړى دى چه ايمان راوړوُنکى اَؤ حق پيژندُونکى دِ په شکر ګذارئ سره وخورى.

اول کورنتيان 10:12
نو بيا چه څوک ځان مظبُوط ګڼى هغه دِ پوهه شى چه پرے نۀ وزى.

متى 24:9-10
[9] تاسو به بيا دَ تنګسيا اَؤ دَ مرګ دَ پاره حواله شئ اَؤ ټول قومُونه به زما دَ نُوم په وجه تاسو سره کينه ساتى.[10] په دغه وخت کښے به ډير تيندک وخورى اَؤ دَ يو بل په سر به مُخبرى کوى اَؤ دَ يو بل سره به کينه کوى.

متى 26:14-16
[14] په دولسو مُريدانو کښے يو چه نُوم ئے يهوداه اسکريوتى وو، مشرانو کاهنانو ته لاړو.[15] اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که زَۀ په عيسىٰ مُخبرى وکړم نو تاسو به ما ته څۀ راکړئ؟“ نو هغوئ ورته ديرش دَ سپينو زرو سکے ورکړلے.[16] دَ هغه وخت نه پس هغه دَ مُخبرئ دَ موقعے په تلاش کښے وو.

اول تيموتيوس 1:19-20
[19] اَؤ په ايمان اَؤ په هغه ښۀ ضمير قائم پاتے شے چه ځنے خلقو چه دَ خپل ضمير وانۀ وريدل، دَ هغوئ نه ايمان لاړو.[20] په هغوئ کښے هُميناوس اَؤ اسکندر دى چه ما دَ شيطان په حواله کړل چه خُدائے ته کُفر وئيل نه منع کيدل زده کړى.

اول يوحنا 2:19
هغوئ له مُونږ نه ووتل، خو په حقيقت کښے ئے زمُونږ سره تعلق نۀ وو. که دوئ زمُونږ وئے نو مُونږ سره به پاتے شوى وُو، دوئ دَ دے دَ پاره بهر ووتل چه دا ښکاره شى چه دوئ ټول له مُونږ نه نۀ دى.

عبرانيان 10:25-31
[25] اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے، بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو، اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ.[26] که مُونږ دَ حق دَ پيژندګلو نه پس له قصده ګُناهُونه کوُو نو دَ ګُناهُونو دَ پاره څۀ بله قُربانى نِشته.[27] خو دَ عدالت يو ويروُونکے اِنتظار اَؤ غضبناک اور پاتے دے کُوم به چه دَ خُدائے مُخالفان وسيزى.[28] کله چه مُوسىٰ شريعت نۀ منُونکى دَ دوؤ يا دريو سړو په ګواهئ بے له څۀ رحم نه مړۀ کولے شى،[29] نو خيال وکړئ چه هغه څوک به دَ څومره زياتے سزا لائق وګرزى چه دَ خُدائے زوے ئے رد کړلو، اَؤ دَ وعدے وينه چه هغه پرے پاک شوے وو هغه ئے ناپاکه وګڼله، اَؤ دَ فضل رُوح ئے بے عزته کړو.[30] ځکه چه مُونږ هغه پيژنُو چا چه فرمائيلى دى چه :  ”بدل اخستل زما کار دے، بدل به زَۀ آخلم“ اَؤ بيا دا چه ”مالِک به دَ خپل اُمت عدالت کوى.“[31] دَ ژوندى خُدائے په لاسُونو کښے ورتلل هيبتناکه خبره ده!

متى 13:20-21
[20] په کاڼيزه مزکه دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے چه هر کله چه يوه خبره واؤرى نو سمدستى ئے په خوشحالئ قبوله کړى.[21] خو هر کله چه جرړے ئے نۀ وى نو دَ ودريدو توان نۀ لرى، اَؤ هر کله چه تکليف راشى يا دَ کلام په وجه هغه راګير شى نو مُنکر شى.

اول کورنتيان 9:27
بلکه زَۀ خپل ځان وهم ټکوم اَؤ هغه په قابُو کښے ساتم ځکه چه داسے ونۀ شى چه نورو ته زيرے واؤروم اَؤ په خپله رد کړے شم.

عبرانيان 6:4-8
[4] ځکه چه دَ کُومو خلقو زړُونه يو ځل روښانه شول اَؤ هغوئ دَ آسمانى بخښنے خوند وڅښلو اَؤ په رُوحُ القُدس کښے شريک شول[5] اَؤ دَ خُدائے دَ غوره کلام اَؤ دَ راتلُونکى جهان دَ قوتُونو مزه ئے واخسته،[6] که چرے هغوئ مُرتد شى نو هغوئ دَ توبے دَ پاره بيا نوے کول ناممکنه ده، ځکه چه هغوئ دَ خُدائے زوئے له خپله طرفه په دويم ځل په سولئ کوى اَؤ ښکاره ئے شرموى.[7] ځکه چه کُومه مزکه دَ هغه باران اوبۀ وڅښى کُوم چه په هغے بيا بيا کيږى اَؤ دَ دهقان دَ پاره فائده من فصل پيدا کوى دَ چا له طرفه چه دَ هغے کرونده هم کيږى، هغه مزکه دَ خُدائے له طرفه برکت مُومى.[8] اَؤ که هغه مزکه اَزغى اَؤ جاړے زرغونوى نو بے فائدے ده اَؤ لعنت ته نزدے ده اَؤ انجام ئے سوزول دى.

اعمال 21:21
اوس هغوئ ستا په باب کښے خبر شوى دى چه تۀ هغه ټولو يهُوديانو ته چه په غيرو قومُونو کښے اوسى، دا تعليم ورکوے چه دَ مُوسىٰ نه راواؤړئ، يعنے هغو ته وائے چه خپل بچى مه سُنتوئ اَؤ زمُونږ په لار راځئ.

ګلتيان 5:4
تاسو کُوم چه دَ شريعت په وسيله صادِق کيدل غواړئ، دَ مسيح نه جُدا شوئ اَؤ دَ فضل نه پاتے شوئ.

اول کورنتيان 6:9
آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،

عبرانيان 10:26
که مُونږ دَ حق دَ پيژندګلو نه پس له قصده ګُناهُونه کوُو نو دَ ګُناهُونو دَ پاره څۀ بله قُربانى نِشته.

متى 13:41
دغه شان په آخره کښے به اِبن آدم خپلے فرښتے وليږى اَؤ دَ هغۀ دَ بادشاهئ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چه سړے پرے تيندک خورى اَؤ هغه ټول خلق چه بد عمله وى.

دوېم تيموتيوس 4:3
ځکه چه داسے وخت به راځى چه خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى، بلکه دَ خپلے خوښے په مُطابق به داسے اُستاذان جوړ کړى چه هغوئ ته به هغه څۀ وښائى چه آؤريدل ئے غواړى.

دوېم تِسالونيکيان 2:3-4
[3] په هيڅ شان سره دَ چا په فريب کښے مه راځئ، ځکه چه هغه ورځ به نۀ راځى تر څو چه خلق اول دَ خُدائے نه ګرزيدلے نۀ وى اَؤ دَ نافرمانئ نمائنده ظاهر نۀ شى، يعنے څوک چه دَ هلاکيدو دَ پاره مُقرر شوے وو.[4] هغه به دَ هر چا چه هغه خُدائے بللے شى يا دَ هغه عبادت کولے شى، هغه نمائنده به ئے مُخالفت کوى اَؤ خپل ځان به دَ هغه نه لوئے جوړوى، تر دے چه هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست به وائى چه ”زَۀ خُدائے يم.“

يوحنا 1:14
نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.

اول تيموتيوس 4:10
مُونږ محنت اَؤ خوارى ځکه کوُو چه زمُونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائے دے چه دَ ټولو خلقو اَؤ خاص دَ ايمان راؤړُونکو خلاصوُونکے دے.

اول پطروس 3:17
ځکه چه که دَ خُدائے دغه مرضى وى چه تاسو دِ دَ نيکئ کولو په سبب مُصيبت وزغمئ، نو دا دَ بدئ کولو په سبب دَ مُصيبت زغمُولو نه غوره دى.

اول تِسالونيکيان 2:3
ځکه چه زمونږ نصيحت نۀ په ګمراهئ دے، نۀ په ناپاکئ اَؤ نۀ په فريب،

اول تيموتيوس 4:2
دا به دَ هغه دروغژنو خلقو دَ رياکارئ په سبب وى، دَ چا زړۀ چه لکه په ګرمه اوسپنه داغلے شوے دے.

مرقوس 10:11
هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”هر څوک چه خپله ښځه طلاقه کړى اَؤ بله وادۀ کړى نو هغه دَ اولنئ ښځے خلاف زِنا کوى.

لوقا 22:3-6
[3] بیا شیطان د یهودا اسخریوتي په زړه کې چې د هغو دولسو رسولانو څخه ؤ ننوت.[4] یهودا لاړ او د مشرانو کاهنانو او د خدای د کور د ساتونکو د آمرانو سره یې په دې هکله خبرې وکړې چې څنکه عیسی هغوی ته وسپاري.[5] هغوی ډېر خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه.[6] نو یهودا ورسره ومنله او د یو ښه فرصت په لټه کې شو چې کله د عیسی شاوخوا ته خلک نه وي هغوی ته یې وسپاري.

متى 12:31-32
[31] نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه يوه ګُناه اَؤ يو کُفر داسے نِشته چه دَ بنى آدمو بخښلے نۀ شى، خو هغه کُفر چه دَ رُوحُ القُدس برخلاف لګولے شوے وى، به معاف نۀ شى.[32] هر څوک چه دَ اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به معاف کړے شى، خو هر هغه څوک چه دَ رُوح القُدس بر خلاف خبرے کوى هغه به ورته معاف نۀ شى، نۀ په دے جهان کښے اَؤ نۀ په بل کښے.

Pashto Bible
No Data