A A A A A

Sins: [Procrastination]


اول کورنتيان 14:40
خو ټولے خبرے په شائستګئ اَؤ ترتيب سره کوئ.

ګلتيان 6:9
نو بيا دِ مُونږ په ښۀ کار کولو کښے کله هم حوصله ونه بائيلو، ځکه چه که بے زړۀ نۀ شُو نو په عين وخت به ئے وريبُو.

عبرانيان 12:11
اَؤ خبره خو دا ده چه هر قِسم تنبيه دَ خوشحالئ نه، بلکه دَ غم باعث معلُوميږى، خو چه څوک دَ هغے په زغملو پاخۀ شوى وى نو هغوئ ته وروستو په قلاره دَ صداقت ميوه بخښى.

عبرانيان 10:12
خو مسيح دَ هميشه دَ پاره دَ ګُناهُونو دَ لرے کولو دَ پاره په يوے قُربانئ پيش کولو دَ خُدائے ښى لاس ته کښيناستو.

يعقوب 4:17
نو بيا که څوک په ښو کولو پوهيږى اَؤ نۀ ئے کوى، دَ هغۀ دَ پاره دا ګُناه ده.

يوحنا 9:4
تر څو چه لا ورځ ده نو مُونږ ته په کار دى چه دَ هغه چا په کار آخته يُو چه زَۀ ئے راليږلے يم، شپه راروانه ده چه هيڅوک په کښے کار نۀ شى کولے.

لوقا 12:35
«خپلې ملاګانې وتړئ، د کار دپاره تیار اوسئ او څراغونه مو بل وساتئ.

لوقا 12:40
نو تاسو هم باید تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به په داسې وخت کې راشي چې تاسو به یې د راتلو انتظار هم نه لرئ.»

متى 6:33
تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

روميان 7:20-21
[20] اَؤ که څۀ چه زَۀ کول نۀ غواړم هغه کوم، نو ښکاره خبره ده چه کوُونکے ئے زَۀ نۀ يم بلکه هغه ګُناه ده چه په ما کښے ده.[21] نو بيا ما دا اُصول هغه وخت معلُوم کړو چه هر کله چه زَۀ نيکى کول غواړم نو صرف بدى کولے شم.

اِفِسيان 5:15-17
[15] اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه، بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ.[16] اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده.[17] نو ځکه کم عقل کيږئ مه بلکه په دے ځان پوهه کړئ چه دَ مالِک مرضى څۀ ده.

لوقا 9:59-62
[59] عیسی یو بل سړي ته وویل: «ما پسې راځه.» خو هغه سړی وویل: «ښاغلیه! اجازه راکړه چې لومړی لاړ شم او خپل پلار خاورو ته وسپارم.»[60] عیسی هغه ته وویل: «پرېږده چې مړي خپل مړي ښخ کړي. ته لاړ شه او د خدای د پادشاهۍ اعلان وکړه.»[61] یو بل سړي وویل: «ای ښاغلیه! زه به تا پسې ځم، خو لومړی اجازه راکړه چې لاړ شم او د خپلې کورنۍ سره خدای پاماني وکړم.»[62] عیسی هغه ته وویل: «څوک چې د قلبې کولو په وخت کې شاته ګوري، هغه د خدای د پادشاهۍ وړ نه دی.»

Pashto Bible
No Data