A A A A A

Sins: [Masturbation]


اول کورنتيان 9:27
بلکه زَۀ خپل ځان وهم ټکوم اَؤ هغه په قابُو کښے ساتم ځکه چه داسے ونۀ شى چه نورو ته زيرے واؤروم اَؤ په خپله رد کړے شم.

اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

اول يوحنا 2:16
څۀ چه په دُنيا کښے دَ نفسانى خواهشاتو، يا دَ سترګو دَ شوق، اَؤ يا ژوند دَ کبر تاسو ته ښکارى، دا دَ پلار له لورى نۀ دى بلکه دَ دُنيا څيزُونه دى.

اول پطروس 2:11
خوږو ملګرو! زَۀ تاسو ته خواست کوم چه تاسو خپل ځانُونه مُسافر اَؤ مُهاجر وګڼئ، دَ هغه جسمانى خواهشُونو نه ځان ساتئ چه دَ رُوح سره جنګ کوى.

اول کورنتيان 6:18
دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.

دوېم تيموتيوس 2:22
دَ ځوانئ دَ خواهشاتو نه تيښته کوه، اَؤ څوک چه په پاک زړۀ دَ مالِک نه دُعا غواړى، دَ هغوئ سره دَ صداقت، ايمان اَؤ مينے اَؤ دَ صُلحے طلب ګار اوسه.

ګلتيان 5:16
زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ.

روميان 8:6
په انِسانى فطرت کښے دَ اوسيدلو اَنجام مرګ دے اَؤ په رُوح کښے دَ اوسيدلو اَنجام ژوندُون اَؤ سلامتى ده.

روميان 13:14
بلکه په مالِک عيسىٰ مسيح ځان پټ کړئ اَؤ دَ وجُود دَ خواهشاتو دَ پاره تدبيرُونه مه کوئ.

يعقوب 1:13-14
[13] هر کله چه څوک وآزمئيلے شى نو دا دِ ونۀ وائى چه ”په ما دا آزميښت دَ خُدائے دَ طرفه وو،“ ځکه چه نۀ خو خُدائے په بدئ آزمئيلے شى اَؤ نۀ خُدائے څوک آزمئى.[14] په حقيقت کښے هر سړے هغه وخت آزمائيلے شى کله چه دَ هغۀ خپل بد خواهش په دوکه ورکولو هغه ونښلوى.

ګلتيان 5:19-21
[19] اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،[20] بُت پرستى، جادُوګرى، دُښمنى، جګړے، کينه، غُصه، بے اِتفاقى، جُدائى، بِدعتُونه،[21] بُغض، نشے، ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى.

اول کورنتيان 7:3-5
[3] خاوند دِ دَ خپلے ښځے حق پُوره کوى اَؤ دغه شان دِ ښځه دَ خپل خاوند.[4] ښځه دَ خپل بدن واکمنه نۀ ده بلکه خاوند دے. همدغه شان خاوند دَ خپل بدن واکمن نۀ دے بلکه ښځه ده.[5] تاسو دَ يو بل نه جُدا مه اوسيږئ خو دَ لږ وخت دَ پاره دَ يو بل په رضا دَ دے دَ پاره چه دَ دُعا فرصت ومُومئ، اَؤ بيا يو ځائے شئ، داسے نۀ وى چه دَ نفس دَ غلبے په وجه شيطان تاسو وغُلوى.

اول تِسالونيکيان 4:3-5
[3] نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ، يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ.[4] اَؤ په تاسو کښے دِ هر يو خپل وجُود په پاکوالى اَؤ عزت سره په قابُو کښے ساتل زده کړى،[5] نۀ دَ شهوت دَ جوشه دَ هغه قومُونو په شان چه خُدائے نۀ پيژنى.

متى 5:27-30
[27] تاسو ته معلُومه ده چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو چه ”زنا مه کوئ.“[28] خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه که يو سړے يوے ښځے ته په بده سترګه وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښے دَ هغے سره زِنا وکړه.[29] که چرے ستا ښئ سترګه دَ ګُناه سبب شى. نو وئے باسه اَؤ دَ ځانه ئے وغورزوه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے، نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى.[30] اَؤ که چرے ستا ښئ لاس دَ ګُناه سبب شى نو پرے ئے کړه اَؤ وئے غورزوه. ستا دَ پاره دا غوره ده چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے، نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى.

Pashto Bible
No Data