A A A A A

Sins: [Lust]


متى 5:28
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه که يو سړے يوے ښځے ته په بده سترګه وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښے دَ هغے سره زِنا وکړه.

اول کورنتيان 6:13
خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى.

دوېم تيموتيوس 2:22
دَ ځوانئ دَ خواهشاتو نه تيښته کوه، اَؤ څوک چه په پاک زړۀ دَ مالِک نه دُعا غواړى، دَ هغوئ سره دَ صداقت، ايمان اَؤ مينے اَؤ دَ صُلحے طلب ګار اوسه.

اول يوحنا 2:16
څۀ چه په دُنيا کښے دَ نفسانى خواهشاتو، يا دَ سترګو دَ شوق، اَؤ يا ژوند دَ کبر تاسو ته ښکارى، دا دَ پلار له لورى نۀ دى بلکه دَ دُنيا څيزُونه دى.

ګلتيان 5:16
زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ.

روميان 8:6
په انِسانى فطرت کښے دَ اوسيدلو اَنجام مرګ دے اَؤ په رُوح کښے دَ اوسيدلو اَنجام ژوندُون اَؤ سلامتى ده.

يعقوب 1:14-15
[14] په حقيقت کښے هر سړے هغه وخت آزمائيلے شى کله چه دَ هغۀ خپل بد خواهش په دوکه ورکولو هغه ونښلوى.[15] نو بيا دَ هغۀ بد خواهش اُميدوار شى اَؤ ګُناه ترے نه پيدا شى، اَؤ چه ګُناه زياته شى نو مرګ پيدا کوى.

Pashto Bible
No Data