A A A A A

Sins: [Hate]


اول يوحنا 1:6
که چرے مُونږ په خُلے دا ووايُو چه هغۀ سره شراکت لرُو خو په تيارو کښے ګرزُو نو بيا مُونږ دروغژن يُو اَؤ په حق عمل نۀ کوُو.

اول يوحنا 2:9-17
[9] که څوک ووائى چه ”زَۀ په نُور کښے يم،“ اَؤ هغه دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه هم هغه شان په تيارۀ کښے دے.[10] هر څوک چه دَ خپل ورور سره مينه لرى، هغه په نُور کښے ژوند تيروى اَؤ هغه هيچرے دَ تيندک سبب نۀ جوړيږى.[11] خو هر څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى، هغه په تيارۀ کښے ګرزى بلکه په تيارو کښے ژوند تيروى اَؤ هغه نۀ پوهيږى چه چرته روان دے ځکه چه تيارو دَ هغۀ سترګے ړندے کړے دى.[12] زما بچو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه ستاسو ګُناهُونه دَ مسيح په نُوم معاف کړى شوى دى.[13] اَئے پلارانو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه تاسو هغه پيژندلے دے چه له ازل نه دے. آے ځوانانو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه تاسو په شرير، يعنے شيطان، غالب راغلى يئ. اَئے بچو! ما تاسو ته ځکه ليکلى دى چه تاسو پلار پيژندلے دے.[14] اَئے پلارانو! ما تاسو ته ځکه ليکلى دى چه تاسو هغه پيژندلے دے چه هغه له ازل نه دے. اَئے ځوانانو! تاسو ته مے ځکه ليکلى دى چه تاسو مظبُوط يئ اَؤ دَ خُدائے کلام په تاسو کښے پاتے کيږى اَؤ تاسو په شرير غالب شوى يئ.[15] دَ دُنيا اَؤ دَ هغے دَ څيزُونو سره مينه مه لرئ، ځکه چه څوک چه دَ دُنيا سره مينه لرى، په هغۀ کښے دَ خُدائے پلار مينه نِشته.[16] څۀ چه په دُنيا کښے دَ نفسانى خواهشاتو، يا دَ سترګو دَ شوق، اَؤ يا ژوند دَ کبر تاسو ته ښکارى، دا دَ پلار له لورى نۀ دى بلکه دَ دُنيا څيزُونه دى.[17] اَؤ دُنيا اَؤ دَ هغے شوق فنا کيدُونکى دى، خو څوک چه دَ خُدائے په مرضئ عمل کوى هغه به تل تر تله پاتے کيږى.

اِفِسيان 4:31
دَ هر قِسم تريخوالى، قهر، غضب، شور زوږ، بد خواهش اَؤ بد خويُونه دِ له تاسو نه لرے وى

روميان 12:9
مينه دِ بے ريا وى. دَ بدئ نه نفرت کوئ اَؤ دَ نيکئ سره ځان ونغاړئ.

لوقا 6:27-28
[27] خو زه تاسو ته چې زما خبرې اورئ وایم چې د خپلو دښمنانو سره مینه کوئ، څوک چې ستاسو څخه کرکه کوي د هغوی سره ښه کوئ.[28] د هغو خلکو دپاره چې په تاسو لعنت وایي برکت وغواړئ او د هغو خلکو دپاره چې تاسو سره بد چلند کوي دعا وکړئ.

متى 5:23-24
[23] که چرے تاسو دَ قُربانئ ځائے ته څۀ شے راؤړئ اَؤ درته راياد شى چه ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، نو خپله قُربانى په هغه ځائے پريږده،[24] لاړ شه، اول خپل ورور پخلا کړه اَؤ بيا راشه اَؤ خپل نذر وړاندے کړه.

اول يوحنا 3:14-15
[14] مُونږ پوهيږُو چه له مرګ نه په ژوندُون کښے شوى يُو په دے ځکه چه مُونږ له خپلو ورُوڼو سره مينه لرُو، اَؤ څوک چه مينه نۀ لرى هغه لا تر اوسه دَ مرګ په حالت کښے دے.[15] ځکه چه هر هغه څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى، خُونى دے، اَؤ تاسو په خپله خبر يئ چه يو خُونى هم په خپل ځان کښے دَ تل ژوندُون نۀ لرى.

اول يوحنا 4:19-20
[19] مُونږ ځکه مينه کوُو چه اول خُدائے مُونږ سره مينه وکړله.[20] خو که څوک دا ووائى چه زَۀ دَ خُدائے سره مينه لرم اَؤ دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، ځکه چه کُوم ورور ئے ليدلے دے، دَ هغۀ سره مينه نۀ لرى نو دا نۀ شى کيدے چه خُدائے چه دَۀ ليدلے نۀ دے، دَ هغۀ سره مينه ولرى.

Pashto Bible
No Data