A A A A A

ګناهونه: [لتول]


اول کورنتيان 10:13-14
[13] اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.[14] نو خوږو ملګرو! په دے وجه دَ بُت پرستى نه تښتئ.

اول يوحنا 2:16
څۀ چه په دُنيا کښے دَ نفسانى خواهشاتو، يا دَ سترګو دَ شوق، اَؤ يا ژوند دَ کبر تاسو ته ښکارى، دا دَ پلار له لورى نۀ دى بلکه دَ دُنيا څيزُونه دى.

اول کورنتيان 15:33
ګمراه کيږئ مه، دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.

يعقوب 4:7
نو بيا دَ خُدائے تابع شئ، اَؤ دَ اِبليس مُقابله وکړئ نو هغه به درنه وتښتى.

اول کورنتيان 6:12
ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم.

اول پطروس 5:10
اوس دَ هر قِسم فضل ورکوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان، قائم اَؤ مظبُوط کړى.

روميان 5:3-5
[3] سربارى پرے دا مُونږ په خپلو موجُوده تکليفُونو هم فخر کوُو ځکه چه مُونږ ته دا معلُومه ده چه تکليفُونه په سړى کښے دَ زغم طاقت پيدا کوى.[4] اَؤ زغم دَ دے خبرے ثبوت راؤړى چه مُونږ په آزميښت کښے کامياب شوُو اَؤ هم دغه وجه ده چه مۇنږ ٱمید لرۇ[5] آؤ دا ٱمید تشه خوښ فهمی نه ده ځکه چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله چه مُونږ له راکړے شو، زمُونږ زړُونه دَ خُدائے دَ مينے نه ډک کړے شول.

اول کورنتيان 6:9-11
[9] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،[10] نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.[11] اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.

تيطوس 2:12
اَؤ مُونږ ته دا ښائى چه بے دينى اَؤ دُنياوى خواهشُونه پريږدُو اَؤ په موجُوده جهان کښے په پرهيزګارئ، صداقت اَؤ ديندارئ سره ژوند تير کړُو.

يعقوب 1:2-3
[2] اَئے زما ورُوڼو! هر کله چه تاسو په قِسما قِسم آزميښتُونو کښے راګير شوئ نو ډير په خوشحالئ ئے زغمئ.[3] ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه دا ستاسو دَ ايمان په آزميښت کښے صبر پيدا کوى.

عبرانيان 4:15-16
[15] ځکه چه زمُونږ داسے مشر کاهن نۀ دے چه زمُونږ په کمزورتياؤ کښے همدرد کيدے نۀ شى بلکه هغه په ټولو خبرو کښے زمُونږ په شان وآزمئيلے شو خو بيا هم بے ګُناه پاتے شو.[16] نو راځئ چه مُونږ دَ خدائے دَ فضل دَ تخت په وړاندے په زړه ورتيا يُون کوو چه په مُونږ رحم وشى اَؤ هغه فضل حاصل کړُو کُوم چه دَ حاجت په وخت زمُونږ مدد وکړى.

يوحنا 3:16-17
[16] خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.[17] خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

متى 6:13
اَؤ مُونږ په آزميښت کښے مه اچوه، خو مُونږ له دَ بدئ نه امان راکړه. ولے چه بادشاهئ اَؤ قدرت اَؤ لوئى تر هميشه پورے ستا دى. آمين.

متى 26:41
بيدار شئ! اَؤ دُعا وکړئ چه تاسو په لمسُون کښے پرے نۀ وزئ. رُوح خو تيار دے خو وجُود کمزورے دے.“

Pashto Bible
No Data