A A A A A

ګناهونه: [سقط]


اول کورنتيان 1:27
خو خُدائے دَ دُنيا بے وقوفان غوره کړل دَ دے دَ پاره چه حکيمان شرمنده کړى، اَؤ خُدائے دَ دُنيا عاجزان غوره کړل چه زوره ور شرمنده کړى.

ګلتيان 1:15
خو خُدائے چه زَۀ دَ خپل پيدايښت نه دَ مور په ګيډه کښے غوره کړم اَؤ په خپل فضل ئے راوبللم، هر کله چه دَ هغۀ دا رضا شوه

اِفِسيان 1:7
مُونږ ته دَ مسيح دَ وينے په وسيله خلاصُون، يعنے دَ ګُناهونو مُعافى، دَ هغۀ دَ هغه فضل دَ دولت په مُطابق حاصله ده،

لوقا 2:6-7
[6] او کله چې هغوی په بیت لحم کې وو د هغې د ماشوم د زېږېدلو وخت راورسېد.[7] هغې خپل لومړنی ماشوم چې هلک ؤ وزېږاوه. هغه یې په اورني کې تاو کړ او په آخور کې یې کېښود، ځکه چې په مسافرخانه کې د هغوی دپاره ځای نه ؤ.

اِفِسيان 1:3-4
[3] زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه مُونږ ته دَ مسيح په وسيله په آسمانى ځايُونو کښے هر قِسم رُوحانى برکتُونه راکوى.[4] ځکه چه هغۀ مُونږ په خپلے مينے کښے دَ دُنيا دَ پيدايښت نه مخکښے په مسيح کښے غوره کړلُو چه مُونږ دَ هغۀ په نِزد پاک اَؤ بے عيبه شُو.

اول کورنتيان 6:19-20
[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،[20] ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

لوقا 1:41-44
[41] کله چې الیزابت د مریم سلام واورېد، نو په ګېډه کې یې ماشوم ټوپونه ووهل. الیزابت د روح القدس نه ډکه شوه[42] او په لوړ آواز سره یې وویل: «ته په ټولو ښځو کې یوه ډېره مبارکه ښځه یې او هغه ماشوم مبارک دی چې ستا نه به پیدا شي![43] زه څوک یم چې زما د بادار مور دې زما لیدلو ته راشي؟[44] کله چې ستا د سلام آواز زما تر غوږ شو، نو ماشوم له خوشحالۍ نه زما په ګېډه کې ټوپونه ووهل.

Pashto Bible
No Data