A A A A A

Mysteries: [Dreams]


اعمال 2:17
”خُدائے فرمائى چه په آخرى ورځو کښے به داسے کيږى چه زَۀ به خپل رُوح په هر يو کس نازلوم اَؤ ستاسو زامن اَؤ لُوڼه به نبوت کوى، ستاسو ځوانان به رويا په سترګو وينى اَؤ بُډاګان به خوبُونه

متى 2:13
کله چه هغوئ رُخصت شول نو يُوسف ته دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”پاڅه! ماشُوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ مصر ته هجرت وکړه، اَؤ تر هغے هلته ايسار شه چه زۀ درته ووايم ځکه هيروديس دَ دے ماشُوم په تلاش کښے دے چه ختم ئے کړي.“

متى 2:19
کله چه هيروديس مړ شو نو ګورئ، دَ خدائے فرښته په مصر کښے يُوسف ته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه

متى 1:20-23
[20] هغۀ دا نيت کړے وو چه په دے کښے دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے ورته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے دَ داؤد زويه يُوسفه! دَ مريم سره دَ وادۀ کولو نه مه ويريږه ځکه چه دَ هغے اُميدوارى دَ رُوحُ القدس په قُدرت ده.[21] دَ هغے به زوئے وشى اَؤ تۀ پرے عيسىٰ نُوم کيږده، ولے چه هغه به خپل اُمت دَ ګُناهونو نه خلاصوى.“[22] دا هر څۀ ځکه وشول چه خدائے دَ نبى په معرفت څۀ وئيلى وُو هغه پُوره شى.[23] ”ګورئ، يوه پيغله به اُميدواره شى اَؤ زوئے به ئے وشى اَؤ دَ هغۀ نُوم به عمانوايل کيږ دى“ چه معنىٰ ده، خدائے زمونږ مل دے.

Pashto Bible
No Data