A A A A A

اسرارونه: [تقدیر]


يوحنا 16:33
ما تاسو ته دا هر څۀ ځکه وئيلى دى چه په ما کښے به ستاسو سلامتيا وى. اَؤ په دُنيا کښے به په تاسو سختے وى خو زړۀ ور شئ ځکه چه زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم.“

رويا 20:12
ما لوئے اَؤ واړۀ مړى دَ تخت دَ وړاندے ولاړ وليدل اَؤ کتابُونه پرانستلے شول. بيا يو بل کتاب پرانستلے شو، يعنے دَ ژوندُون کتاب. په دے کتابُونو کښے څۀ چه دَ مړو دَ عملُونو ليکلى وُو دَ هغے په مُطابق دَ هغوئ عدالت وشو.

روميان 12:2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

روميان 8:28-29
[28] اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.[29] ځکه چه خُدائے خپل خلق دَ هغه وخت راسے پيژندل چه دوئ لا نۀ وُو اَؤ بيا ئے حُکم وکړو چه دوئ دِ دَ هغۀ دَ زوى دَ صُورت په شان شى، دَ دے دَ پاره چه هغه په دے ټولو ورُوڼو کښے مشر ورور وګرزى.

اِفِسيان 2:8-9
[8] ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلے دے، دا ستاسو له طرفه نه نه، بلکه دَ خُدائے بخښنه ده.[9] اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده، دَ پاره دَ دے چه څوک فخر ونۀ کړى.

اول پطروس 2:8-9
[8] اَؤ ”دَ تيندک کاڼے اَؤ دَ ټکر خوړلو ګَټ شو“ ځکه چه هغوئ نافرمان دى اَؤ دَ کلام سره تيندک خورى، اَؤ هغوئ هم دَ دے دَ پاره مُقرر شوى وُو.[9] خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، دَ شاهى کاهنانو فرقه، مُقدس قوم، اَؤ دَ خُدائے خپل اُمت يئ، دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ لوئے کارُونه ښکاره کړئ چه تاسو ئے دَ تيارے نه خپلے عجيبه رڼا ته رابللى يئ.

اول کورنتيان 2:7-9
[7] بلکه مُونږ دَ خُدائے دَ هغه پټ حِکمت راز بيانوُو چه خُدائے دَ دُنيا جوړولو نه مخکښے دا فيصله کړے وه چه مُونږ دَ هغه حِکمت په وسيله جلال ومُومو،[8] اَؤ کُوم چه دَ دے زمانے په سردارانو کښے يو هم نۀ دے پيژندلے ځکه چه که هغوئ پيژندلے وے نو دَ جلال مالِک به ئے په سولئ کړے نۀ وو.[9] بلکه څرنګ چه ليکلى شوى دى هم هغسے وشول چه :  ”څۀ چه نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو آؤريدلى اَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښے راغلى دى، هغه څيزُونه خُدائے دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى، تيار کړى دى.“

Pashto Bible
No Data