A A A A A

اسرارونه: [بهرنيان]


کولوسيان 1:16
ځکه چه دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه پيدا کړے شول چه په آسمان کښے وى يا په مزکه، ليدُونکى وى يا ناليدُونکى، تختُونه وى يا رياستُونه يا حُکومتُونه يا اِختيارات، هر څۀ دَ مسيح په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره پيدا شو.

اِفِسيان 2:19
نو اوس بيا تاسو پردى اَؤ مُسافران پاتے نۀ شوئ بلکه دَ پاکانو دَ وطن اَؤ دَ خُدائے دَ کورنئ شوئ.

اِفِسيان 6:12
ځکه چه زمُونږ جنګ دَ اِنسان خلاف نۀ دے بلکه دَ فساد دَ هغه روحانى لښکرو چه په آسمانى ځايُونو کښے دى، دَ حکُومت دَ خاوندانو، دَ اِختيار لرُونکو اَؤ دَ دے دُنيا دَ تيارے دَ حاکمانو سره دے.

عبرانيان 11:13
دا ټول دَ ايمان په حالت کښے مړۀ شول اَؤ هغه دَ لوظ په مُطابق څيزُونه ئے لا نۀ وُو مُوندلى، خو دَ لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اَؤ اِقرار ئے وکړو چه مُونږ په مزکه بے وطنه اَؤ مُسافر يُو.

عبرانيان 13:2
دَ ميلمستيا کولو نه غافله کيږئ مۀ، ځکه چه دَ دے په وجه ځنو خلقو دَ فرښتو ميلمستيا هم کړے ده خو پوهه شوى نۀ دى.

اول پطروس २:११
خوږو ملګرو! زَۀ تاسو ته خواست کوم چه تاسو خپل ځانُونه مُسافر اَؤ مُهاجر وګڼئ، دَ هغه جسمانى خواهشُونو نه ځان ساتئ چه دَ رُوح سره جنګ کوى.

اعمال 19:35
خو دَ ښار سيکتر ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چه ”اَئے دَ اِفِسوس خلقو! هر چا ته معلُومه ده چه زمُونږ دَ اِفِسوس ښار دَ لوے ارتِميسے مندر اَؤ دَ هغے پاک کاڼے چه له آسمان نه راپريوتو، منجوره دے.

رويا १२:१२
نو اَئے آسمانُونو! اَؤ دَ هغه اوسيدُونکو خلقو! ښادى کوئ، خو اَئے مزکے اَؤ سمندره! اَفسوس چه اِبليس ډير په غُصه تاسو ته ښکته راغے ځکه چه هغه خبر دے چه وخت ئے لنډ دے.“

رويا १३:१
بيا ما له سمندر نه يو ځنګلى ځناور په راوتو وليدو. دَ هغۀ لس ښکرُونه اَؤ اُووۀ سرُونه وُو، اَؤ دَ هغۀ په ښکرُونو لس تاجُونه وُو اَؤ په هر سر ئے دَ کُفر يو نُوم وو.

رويا 9:7-11
[7] دا ملخان جنګ ته دَ تيار کړو اَسونو په شان ليدلے شول اَؤ په سرُونو ئے دَ سرو زرو په شان تاجُونه وُو اَؤ دَ هغوئ مخُونه دَ اِنسان په شان وُو.[8] اَؤ ويښتۀ ئے دَ ښځو په شان اَؤ دَ هغوئ غاښُونه دَ مزرو دَ غاښُونو په شان وُو.[9] اَؤ دَ اوسپنے په شان زغرے ئے اغوستے وے اَؤ دَ هغوئ دَ وزرو آواز دَ آسُونو اَؤ بګيانو په شان وو کُومے چه دَ جنګ ميدان ته ځى.[10] دَ هغوئ لکئ دَ لړمانو په شان وے چه په کښے لَشے وے اَؤ دَ هغوئ په لکو کښے دَ بنى آدمو دَ عذابولو تر پنځو مياشتو طاقت وو.[11] اَؤ دَ دوئ بادشاه دَ عالمِ ارواح فرښته وه چه په عبرانئ کښے دَ هغے نُوم ابدون، اَؤ په يُونانئ ژبه کښے اپوليون دے، يعنے تباه کوُونکے.

Pashto Bible
No Data