A A A A A

د ریاضي نښې: [شمیره 8]


رويا 13:18
دغه دَ حکمت کُنجى ده اَؤ هر هغه څوک چه پوهه لرى هغه دِ دَ ځناور دَ نُوم شمار کړى، دا شمار دَ يو سړى دے اَؤ دَ هغۀ دَ شمار حساب شپږ سوه شپږ شپيتۀ دے.

اول کورنتيان 6:9-11
[9] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،[10] نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان.[11] اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ، بلکه پاک شوئ، صادِق هم شوئ.

رويا 11:2-3
[2] خو دَ خُدائے دَ کور بهرنے غولے مه کچ کوه ځکه چه هغه غيرو قومُونو له ورکړے شوے دے اَؤ هغوئ به دا پاک ښار تر دوؤ څلويښتو مياشتو پورے پايمال کړى.[3] اَؤ زَۀ به خپل دوه ګواهان دَ ټاټ جامے آغوستے دَ پيشن ګوئى دَ پاره مقرر کړم اَؤ دوئ به تر دولس سوه شپيتۀ ورځو پورے نبوت کوى.“

اعمال 8:11-24
[11] هغوئ دَ هغۀ خبرے ځکه آؤريدلے چه تر ډيرے مُودے ئے دَ خپل جادُو په زور حيران کړى وُو.[12] خو چه هغوئ دَ فيليپوس په هغه زيرى ايمان راؤړو چه دَ خُدائے په بادشاهئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح دَ نُوم په باب کښے ئے آؤرولو نو هغه سړو اَؤ ښځو بپتسمه واخستله.[13] تر دے چه شمعُون په خپله ايمان راوړو اَؤ بپتسمه ئے واخستله اَؤ دَ دے نه پس فيليپوس سره پاتے شو اَؤ هغه دَ دے زورَورو نخښو اَؤ عجيبه کارُونو په وجه حيران پاتے شو.[14] بيا په بيتُ المُقدس کښے رسُولانو واؤريدل چه سامريانو دَ خُدائے کلام قبُول کړو نو هغوئ پطروس اَؤ يوحنا ورواستول.[15] هغوئ هلته لاړل اَؤ دَ عيسىٰ منُونکو دَ پاره ئے دُعا وکړله چه په دوئ دِ رُوحُ القُدس نازل شى.[16] ځکه چه تر دے وخته په هيچا رُوحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ بس دَ مالِک عيسىٰ په نُوم بپتسمه اخستے وه.[17] نو پطروس اَؤ يوحنا په هغوئ لاسُونه کيښودل اَؤ هغوئ له رُوحُ القُدس نه معمُور شول.[18] کله چه شمعُون وليدل چه دَ رسُولانو دَ لاس په کيښودو رُوحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پيسے وړاندے کړے،[19] اَؤ وئے وئيل چه ”ما ته هم دغه طاقت راکړئ چه زَۀ په چا لاس کيږدم نو چه هغه په رُوحُ القُدس معمُور شى.“[20] نو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پيسے دِ تا سره غرقے شى ځکه چه ستا دا خيال وو چه دَ خُدائے بخښنه په بيعه خرڅيږى![21] په دے خبره کښے ستا نۀ برخه شته نۀ حِصه ځکه چه تۀ خُدائے ته بد نيته يئے.[22] دَ دے بدئ نه توبه وکړه اَؤ دَ خُدائے نه دُعا وغواړه چه دَ داسے خيال کولو درته معافى وکړى.[23] زَۀ وينم چه تۀ ډير لالچى يئے اَؤ دَ ګُناه غُلام شوے يئے.“[24] نو شمعُون جواب ورکړو چه ”تاسو دَ مالک نه زما په حق کښے دُعا وغواړئ چه دا څۀ چه تا ووئيل، دا په ما رانۀ شى.“

اول کورنتيان 6:9
آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،

يوحنا 1:8
هغه په خپله خو نُور نۀ وو ليکن دَ نُور دَ شهادت دَ پاره راغے.

رويا 4:6-8
[6] اَؤ وړاندے ئے دَ شيشے سمندر چه دَ بلور په شان ښکاريدو. اَؤ دَ تخت نه چاپيره څلور حيونان وُو چه وړاندے وروستو ئے سترګے وے.[7] اول حيوان دَ زمرى په شان وو، دويم دَ غوائى په شان، دريم دَ بنى آدم څيره لرله اَؤ څلورم لکه دَ الوتُونکى عُقاب په شان وو.[8] دے څلورو حيوانانو چه هر يو شپږ وزرے لرلے اَؤ هر طرف ته ئے سترګے وے، شپه اَؤ ورځ بغير دَ دمے ئے دا ثنا وئيله :  ”قدُوس! قدُوس! قدُوس! رب القادر دَ ټولو، هغه چه وو، چه دے، اَؤ چه راتلُونکے دے.“

رويا 13:5
ځنګلى ځناور ته دا اِختيار ورکړے شو چه غټے غټے اَؤ دَ کُفر خبرے وکړى، اَؤ تر دوه څلويښتو مياشتو پورے دَ حُکومت واک ورکړے شو.

Pashto Bible
No Data