A A A A A

د ریاضي نښې: [شمیره 5]


رويا 13:5-18
[5] ځنګلى ځناور ته دا اِختيار ورکړے شو چه غټے غټے اَؤ دَ کُفر خبرے وکړى، اَؤ تر دوه څلويښتو مياشتو پورے دَ حُکومت واک ورکړے شو.[6] هغۀ په خُدائے پورے دَ کُفر خبرے وکړلے اَؤ دَ خُدائے نُوم اَؤ دَ هغۀ دَ آستوګنے ځائے اَؤ آسمانى مخلُوق ته ئے کنځل شروع کړل.[7] هغۀ ته دا هم اِختيار ورکړے شو چه دَ پاکانو سره جنګ وکړى اَؤ پرے غالب شى، اَؤ په ټولو خيلُونو اَؤ خلقو، ژبو اَؤ قومُونو اِختيار ورکړے شو.[8] اَؤ په مزکه ټول اوسيدُونکى به هغۀ ته سجده وکړى بے له هغو نه دَ چا نومُونه چه هغه حلال شوى ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے له ازل نه ليکلى دى.[9] څوک چه آؤريدے شى هغه دِ واؤرى.[10] چا ته چه قيديدل وى هغه به قيد شى، چا ته چه په تُوره قتل کيدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دے کښے دَ پاکانو زغم اَؤ ايمان په کار دے.[11] بيا ما يو بل ځنګلى ځناور وليدو چه له مزکے نه راووتو، هغۀ دَ ګډُورى په شان دوه ښکرُونه لرل خو دَ اژدها په شان ئے خبرے کولے.[12] هغه دَ اولنى ځنګلى ځناور ټول اِختيار دَ هغۀ په مخ کښے چلوى اَؤ هغه به مزکه اَؤ دَ هغے اوسيدُونکى مجبُور کړى چه هغوئ اول ځنګلى ځناور ته سجده وکړى چه دَ چا دَ مرګى پرهر چه جوړ شوے وو.[13] اَؤ هغۀ لوئے مُعجزے کولے تر دے چه دَ خلقو په وړاندے دَ آسمان نه مزکے ته اور وروى.[14] اَؤ هغۀ له دا اِختيار ورکړے شو چه دَ هغه ځنګلى ځناور په وړاندے مُعجزے وکړى اَؤ دَ مزکے اوسيدُونکى وغلوى اَؤ هغوئ دے ته تيار کړى چه دَ هغه ځنګلى ځناور په شان يو بُت جوړ کړى چه دَ تُورے ګُذار ئے خوړلے وو خو بيا هم ژوندے وو.[15] اَؤ هغۀ له دا اِختيار هم ورکړے شو چه دَ اولنى ځنګلى ځناور په بُت کښے ساه واچوى چه خبرے هم وکړى اَؤ هغه ټول کسان چه ورته سجده نۀ کوى، مړۀ کړى.[16] اَؤ دا چه هغه په لويو وړو، شته منو اَؤ غريبانو، غُلامانو اَؤ آزادو په ښى لاس يا په تندى يوه نخښه ولګوى.[17] اَؤ هيچا ته تر هغے دَ څۀ آخستلو يا خرڅولو اِجازت نۀ وى تر څو چه دَ دے ځنګلى ځناور نخښه، نُوم يا دَ نُوم شمار پرے نۀ وى.[18] دغه دَ حکمت کُنجى ده اَؤ هر هغه څوک چه پوهه لرى هغه دِ دَ ځناور دَ نُوم شمار کړى، دا شمار دَ يو سړى دے اَؤ دَ هغۀ دَ شمار حساب شپږ سوه شپږ شپيتۀ دے.

متى 19:9
زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“

رويا 11:2-3
[2] خو دَ خُدائے دَ کور بهرنے غولے مه کچ کوه ځکه چه هغه غيرو قومُونو له ورکړے شوے دے اَؤ هغوئ به دا پاک ښار تر دوؤ څلويښتو مياشتو پورے پايمال کړى.[3] اَؤ زَۀ به خپل دوه ګواهان دَ ټاټ جامے آغوستے دَ پيشن ګوئى دَ پاره مقرر کړم اَؤ دوئ به تر دولس سوه شپيتۀ ورځو پورے نبوت کوى.“

متى 5:32
خو زَۀ درته دا وايم چه کُوم سړے چه دَ حرام کارئ نه بغير په بل څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغے باندے زِنا کوى، اَؤ هر څوک چه طلاقه شوے ښځه وادۀ کړى هغه هم زِنا کوى.

دوېم تيموتيوس 3:16
هره صحيفه دَ خُدائے دَ رُوح دَ اِلهام په وسيله ده اَؤ دَ تعليم اِلزام، اِصلاح اَؤ صداقت دَ تربيت دَ پاره فائده مند هم.

رويا 4:6-8
[6] اَؤ وړاندے ئے دَ شيشے سمندر چه دَ بلور په شان ښکاريدو. اَؤ دَ تخت نه چاپيره څلور حيونان وُو چه وړاندے وروستو ئے سترګے وے.[7] اول حيوان دَ زمرى په شان وو، دويم دَ غوائى په شان، دريم دَ بنى آدم څيره لرله اَؤ څلورم لکه دَ الوتُونکى عُقاب په شان وو.[8] دے څلورو حيوانانو چه هر يو شپږ وزرے لرلے اَؤ هر طرف ته ئے سترګے وے، شپه اَؤ ورځ بغير دَ دمے ئے دا ثنا وئيله :  ”قدُوس! قدُوس! قدُوس! رب القادر دَ ټولو، هغه چه وو، چه دے، اَؤ چه راتلُونکے دے.“

اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

Pashto Bible
No Data