A A A A A

د ریاضي نښې: [شمیره 3]


اول تيموتيوس 2:5
ځکه چه يو خُدائے دے اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ اِنسان په مينځ کښے مينځګړے هم يو، يعنے مسيح عيسىٰ چه اِنسان دے،

دوېم تيموتيوس 3:16
هره صحيفه دَ خُدائے دَ رُوح دَ اِلهام په وسيله ده اَؤ دَ تعليم اِلزام، اِصلاح اَؤ صداقت دَ تربيت دَ پاره فائده مند هم.

اعمال 17:28
ولے چه زمُونږ دَ ژوندُون حرکت اَؤ شته والے په هغۀ کښے دے. لکه چه ستاسو خپلو ځنو شاعرانو وئيلى دى، مُونږ هم دَ هغۀ دَ نسل نه يُو.

کولوسيان 2:9
ځکه هر څۀ چه خُدائے دے، هم هغه شان مسيح په خپل اِنسانى حالت کښے په کامل طور هم هغه دے.

عبرانيان 4:12
ځکه چه دَ خُدائے کلام ژوندے اَؤ اثرناک اَؤ دَ هرے يوے دوه مخے تُورے نه زيات تيرۀ دے، چه دَ اِنسان دَ ځان اَؤ رُوح نه تيريږى اَؤ اَندام اَندام اَؤ مغز مغز جُدا کوى اَؤ دَ زړۀ په خيالُونو اَؤ اِرادو تحقيق کوى.

يوحنا 4:24
خُدائے رُوح دے اَؤ هر څوک چه دَ هغۀ عبادت کوى هغه دِ هم په رُوح اَؤ په رښتيا سره دَ هغۀ عبادت وکړى.“

متى 12:40
ځکه چه يُونس دَ ماهى په خيټه کښے درے ورځے اَؤ درے شپے تيرے کړے وے اَؤ دغه شان به اِبن آدم درے ورځے اَؤ درے شپے په مزکه کښے دَ ننه تيرے کړى.

رويا 1:4
دَ يوحنا له طرفه دَ ايشيا صوبے دَ اُوو جماعتُونو په نوم :  په تاسو دِ فضل اَؤ سلامتى وى، دَ خُدائے له طرفه چه شته، چه وو اَؤ چه راتلُونکے دے، اَؤ له هغه اُوو رُوحونو له طرفه چه دَ هغۀ دَ تخت دَ وړاندے دى،

تيطوس 1:12
لکه چه په دوئ کښے يو پيغمبر دا وئيلى دى چه ”کريتيان هميشه دروغژن، وحشيان، ګيډه ور اَؤ لټان دى.“

اول کورنتيان 15:33
ګمراه کيږئ مه، دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.

اول يوحنا 5:7-9
[7] اَؤ درے ګواهان دى،[8] يعنے رُوحُ القُدس، اوبۀ اَؤ وينه، اَؤ دا درے واړه په يو اِتفاق دى.[9] مُونږ دَ اِنسان ګواهى قبلوُو خو بے شکه دَ خُدائے ګواهى ډيره غوره ده اَؤ کُومه ګواهى چه هغۀ دَ خپل زوى په حقله ورکړه.

يوحنا 3:16-18
[16] خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.[17] خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.[18] څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے.

Pashto Bible
No Data