A A A A A

Life: [Disappointment]


روميان 8:28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

لوقا 6:16
او یهودا د یعقوب زوی او یهودا اسخریوتي چې وروسته خاین شو.

کولوسيان 3:23-25
[23] تاسو هر څۀ چه کوئ دَ زړۀ په مينه ئے کوئ لکه چه دا تاسو دَ مالِک دَ پاره کوئ، نۀ چه دَ بنى آدمو دَ پاره.[24] ځکه چه تاسو خبر يئ چه دَ مالِک له طرفه به دَ دے په بدل کښے تاسو ميراث مُومئ. تاسو دَ مالِک خدمت کوئ.[25] ځکه چه څوک چه بد کوى هغه به دَ خپلے بدئ بدله مُومى، هلته به دَ هيچا هيڅوک طرفدار نۀ وى.

عبرانيان 11:6
اَؤ بغير دَ ايمان نه دَ خُدائے خوشحالول نامُمکن دى، ځکه چه خُدائے ته راتلُونکى ته په دے ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجُود دے اَؤ څوک ئے چه لټوى، هغوئ ته اَجر ورکوى.

عبرانيان 13:5
دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ، ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه :  ”زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه، اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“

Pashto Bible
No Data