A A A A A

Life: [Depression]


فيليپيان 4:8
نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ.

اول پطروس 5:6-7
[6] نو بيا دَ خُدائے دَ مظبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى.[7] اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

يوحنا 16:33
ما تاسو ته دا هر څۀ ځکه وئيلى دى چه په ما کښے به ستاسو سلامتيا وى. اَؤ په دُنيا کښے به په تاسو سختے وى خو زړۀ ور شئ ځکه چه زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم.“

روميان 8:38-39
[38] ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو، نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون، نۀ فرښتے، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ قُوتُونه،[39] نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه، نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښے داسے هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولے شى.

اول پطروس 4:12-13
[12] زما خوږو ملګرو! کُوم دَ مُصيبت اور چه ستاسو دَ آزميښت دَ پاره په تاسو کښے بل دے، نو دا مه ګڼئ اَؤ په هغه حيرانيږئ مه چه په مُونږ دا يوه عجيبه خبره راغلے ده.[13] بلکه دَ مسيح په مُصيبتُونو کښے چه هر څومره شريکيږئ، خوشحالئ کوئ، دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ دَ جلال دَ ظاهريدو په وخت هم ډير خوشحاله يئ.

دوېم کورنتيان 1:3-4
[3] زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه دَ رحمتُونو پلار اَؤ دَ هر قِسم تسلئ خُدائے دے.[4] هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغه تسلئ سره چه مُونږ له ئے خُدائے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى.

Pashto Bible
No Data