A A A A A

Life: [Dating]


دوېم کورنتيان 6:14-18
[14] څوک چه په مسيح ايمان نۀ لرى، دَ هغوئ سره په جغ کښے مه ځئ. دَ صداقت اَؤ ناصداقت په خپلو کښے څۀ تعلق؟ بيا دَ رڼا اَؤ تيارے دَ يو بل سره څۀ کار؟[15] آيا مسيح دَ شيطان سره اِتفاق کولے شى يا يو ايماندار دَ يو بے ايمان سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟[16] آيا دَ خُدائے کور دَ بُتانو سره څۀ جوړښت لرى؟ ولے چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے کور يُو لکه چه خُدائے په خپله فرمائى چه :  ”زَۀ به په هغوئ کښے اوسم اَؤ په هغوئ کښے به ګرزم، اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما خلق وى.“[17] دے دَ پاره مالِک وائى چه :  ”دَ هغوئ نه راوزئ اَؤ هغوئ پريږدئ اَؤ ناپاکو څيزُونو ته لاس مه وروړئ، نو زَۀ به تاسو قبُول کړم.[18] اَؤ زَۀ به ستاسو پلار يم اَؤ تاسو به زما زامن لُوڼه يئ، دا دَ مالِک قادر مُطلق وينا ده.“

اِفِسيان 5:19
اَؤ په خپلو کښے زبُور، سندرے اَؤ رُوحانى غزلے وايئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ مالِک سندرے اَؤ حمدُونه وايئ.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

يعقوب 4:4
اَئے بے وفا خلقو! آيا تاسو ته معلُومه نۀ ده چه دَ دُنيا سره دوستى لرل دَ خُدائے سره دُښمنى کول دى؟ نو بيا چه څوک دَ دُنيا دوست جوړيدل غواړى، هغه خپل ځان دَ خُدائے دُښمن کوى.

Pashto Bible
No Data