A A A A A

ژوند: [ښکلا]


اول پطروس 3:3-4
[3] اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل،[4] بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے.

دوېم کورنتيان 4:16
دَ دے دَ پاره مُونږ هِمت نۀ بائيلو اَؤ سره دَ دے چه زمُونږ بدن ورو ورو ختميږي خو بيا هم زمُونږ رُوح ورځ تر ورځ نوے کيږى.

اِفِسيان 2:10
ځکه چه مُونږ هم خُدائے جوړ کړى يُو اَؤ مُونږ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ښۀ کارُونو دَ پاره پيدا شوى يُو کُوم چه خُدائے دَ اول نه مُونږ دَ پاره تيار کړى وُو.

فيليپيان 4:8
نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ.

روميان 8:6
په انِسانى فطرت کښے دَ اوسيدلو اَنجام مرګ دے اَؤ په رُوح کښے دَ اوسيدلو اَنجام ژوندُون اَؤ سلامتى ده.

متى 6:28-29
[28] بيا دَ جامو انديښنے دَ څۀ دَ پاره؟ لږ فکر خو وکړئ چه سوسن څنګه په پټو کښے راټُوکيږي، هغوئ نۀ خو کار کوى اَؤ نۀ وريشى.[29] خو بيا هم زَۀ تاسو ته دا وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ دوئ په شان جامے نۀ وے اغوستلے.

اول تيموتيوس 2:9-10
[9] هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى، نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره،[10] بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى.

ګلتيان 3:26-27
[26] ځکه چه تاسو ټول دَ هغه ايمان په وسيله کُوم چه په مسيح عيسىٰ دے، دَ خُدائے زامن يئ.[27] اَؤ تاسو ټول هر څومره چه دَ مسيح په يووالى کښے بپتسمه شوى يئ، لکه دَ لباس مسيح مو آغوستے دے.

يعقوب 1:23
ځکه چه هغه څوک چه دَ کلام آؤريدُونکى دى اَؤ عمل پرے نۀ کوى، هغه دَ هغه سړى په شان دے څوک چه خپل شکل په آئينه کښے وګورى.

متى 23:28
دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادِقان ښکارئ، ولے دَ ننه دَ مُنافقت اَؤ بے شرعے کارُونو نه ډک يئ.

Pashto Bible
No Data