A A A A A

Life: [Wealth]


اول تيموتيوس 6:17-19
[17] دَ دے موجُوده جهان دولتمندو ته حُکم ورکړه چه مغرُور کيږى دِ نۀ، اَؤ په نا اِعتبار دولت نه، بلکه په خُدائے دِ اُميد ولرى چه دَ مزو دَ پاره مُونږ له ټول څيزُونه ډير زيات راکوى،[18] اَؤ چه نيکى کوى اَؤ په ښو کارُونو کښے دولتمند شى، اَؤ سخاوت کولو ته تيار اَؤ مدد ته ملا تړلے اوسى.[19] اَؤ داسے به هغوئ ځان ته يوه داسے خزانه راټوله کړى چه په راتلوُنکى وخت کښے به دَ هغوئ دَ پاره يو مظبُوط بُنياد وى چه په هغے به هغوئ هغه ژوندُون تر لاسه کړى کُوم چه رښتينے ژوندُون دے.

لوقا 19:1-10
[1] عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده،[2] نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ.[3] هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولی هغه وویني.[4] نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده.[5] کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېد نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! ژر راکوز شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې میلمه شم.»[6] نو زکي په بیړه راکوز شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ.[7] کله چې خلکو دا ولیدل نو په ګوریدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې میلمه یې شي.»[8] خو زکي ودرېد او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.»[9] بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی.[10] ځکه چې د انسان زوی راغلی ترڅو ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»

مرقوس 4:19
خو دُنياوى غم اَؤ دَ دولت فريبى شان اَؤ قِسم قِسم بد خواهشات په مينځ کښے راشى اَؤ دَ کلام مرئ خپه کړى اَؤ هغه شنډ پاتے شى.

لوقا 18:18-30
[18] یو یهودي مشر د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ای نېک استاده! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟»[19] عیسی ورته وویل: «ولې ماته نېک وایې؟ پرته له خدایه بل هیڅوک نېک نه دی.[20] ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه او د خپل مور او پلار درناوی کوه.»[21] هغه سړي ځواب ورکړ: «ما له ځلميتوب څخه په دې ټولو حکمونو عمل کړی دی.»[22] کله چې عیسی دا واورېدل نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه نو ته به په آسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.»[23] کله چې هغه سړي دا خبره واورېدله نو ډېر غمجن شو، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.[24] کله چې عیسی ولیدل چې هغه غمجن شو نو ویې ویل: «د یو شتمن سړي دپاره د خدای په پادشاهۍ کې ننوتل څومره ګران کار دی.[25] د ستنې د سوري نه د اوښ تېرېدل آسانه دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پادشاهۍ ته ورننوځي.»[26] کومو خلکو چې دا واورېدل نو د هغه نه یې پوښتنه وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟»[27] عیسی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د انسانانو دپاره ناشوني دي، هغه د خدای دپاره ممکن دي.»[28] پطروس وویل: «وګوره، مونږ خپل هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شولو.»[29] عیسی هغوی ته وویل: «هو، زه تاسو ته رښتیا وایم هرڅوک چې د خدای د پادشاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، ورونه، مور او پلار او اولادونه پرېږدي،[30] نو هغه به په دې دنیا کې د هغې څو چنده بدل ترلاسه کړي او په آخرت کې به تلپاتې ژوندون ولري.»

رويا 3:17
تۀ وائے چه زَۀ څومره شته من يم اَؤ دولتمند شوے يم اَؤ دَ څۀ څيز حاجتمن نۀ يم. حقه خو دا ده چه تۀ په دے نۀ پوهيږے چه تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيب، خوار، ړُوند اَؤ بربنډ يئے.

لوقا 16:1-3
[1] عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «یو شتمن سړي یو ناظر درلود. دا سړی خبر شو چې ناظر د هغه شتمني بیځایه لګوي.[2] نو هغه یې راوغوښت او ورته ویې ویل: «دا څه دي چې ستا په هکله یې اورم؟ څه چې دې اخیستي او څه چې دې لګولي دي د هغو حساب راکړه، ځکه چې ته نور نه شې کولی زما ناظر واوسې.»[3] ناظر له ځان سره وویل: «زما بادار ما د خپل کار څخه شړي نو اوس به زه څه کوم؟ زه خو دومره تکړه نه یم چې لاړ شم او چېرته لښتي وکینم او په خیر غوښتلو هم شرمېږم.

مرقوس 12:43-44
[43] هغۀ خپل مُريدان ځان ته راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دے خوارے کُنډے دَ هر چا نه زيات ورکړل.[44] ځکه چه هغه نورو چه څۀ ورکړل دَ هغو سره دَ ضرورت نه زيات وُو، خو هغے چه څۀ ورسره نۀ وُو خپل دَ ګذارے هر څۀ ئے ورکړل.“

لوقا 19:1-27
[1] عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده،[2] نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ.[3] هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولی هغه وویني.[4] نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده.[5] کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېد نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! ژر راکوز شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې میلمه شم.»[6] نو زکي په بیړه راکوز شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ.[7] کله چې خلکو دا ولیدل نو په ګوریدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې میلمه یې شي.»[8] خو زکي ودرېد او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.»[9] بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی.[10] ځکه چې د انسان زوی راغلی ترڅو ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»[11] هغوی د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ چې هغه ورته یو بل مثال هم راوړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نږدې ؤ او هغوی ګمان کاوه چې د خدای پادشاهي به همدا اوس راښکاره شي.[12] عیسی وویل: «د یوې لویې کورنۍ یو سړی یو لیرې هېواد ته په سفر لاړ چې د پادشاهۍ مقام ترلاسه کړي او بېرته خپل وطن ته راشي.[13] مخکې له دې چې لاړ شي خپل لس نوکران یې راوغوښتل او هر یو ته یې یوه یوه د سرو زرو سیکه ورکړه او ورته ویې ویل: «زما تر بېرته راتللو پورې ورباندې کاروبار وکړئ.»[14] خو وطنوالو یې چې هغه یې نه خوښیده، په هغه پسې خپل استازي ولېږل چې ورته ووایي: «مونږ نه غواړو چې دا سړی زمونږ پادشاه شي.»[15] څه موده وروسته هغه د پادشاه په توګه بېرته راستون شو، بیا یې هغه نوکران راوغوښتل چې سیکې یې ورته ورکړې وې، ترڅو معلومه کړي چې په دوی کې هر یو په هغو سیکو باندې څومره ګټه کړې ده.[16] لومړنی راغی او ویې ویل: «باداره! ستا په یوې سیکې ما لس نورې سیکې ګټلې دي.»[17] هغه وویل: «شاباس، ته ښه نوکر یې. څرنګه چې تا په لږ شي کې خپل ځان اعتباري ثابت کړ، نو ته به په لسو ښارونو باندې حکومت کوې.»[18] دوهم نوکر راغی او ویې ویل: «باداره! ستا د سرو زرو یوې سیکې نورې پنځه سیکې ګټه کړې ده.»[19] هغه ته یې وویل: «ته په پنځو ښارونو باندې حکومت کوه.»[20] بیا بل نوکر راغی او ویې ویل: «باداره! دا ده ستا د سرو زرو سیکه، هغه مې په دستمال کې تاوه کړې وه او ساتلې مې ده.[21] زه ستا څخه وېرېدم ځکه چې ته یو سخت سړی یې، هغه څه تر لاسه کوې چې تا نه دي ګټلې او هغه څه ریبې چې کرلي دې نه دي.»[22] بادار یې ځواب ورکړ: «ای بېکاره نوکره! زه تا په خپلو خبرو ملامتوم. ته په دې پوهېدلې چې زه یو سخت سړی یم او هغه څه ترلاسه کوم چې زما نه دي او هغه څه ریبم چې کرلي مې نه دي،[23] نو زما د سرو زرو سیکه دې ولې د صرافانو سره نه ده ایښې چې د بېرته راستنېدو په وخت کې مې د سود سره اخیستې وای؟»[24] بیا یې په هغه ځای کې ولاړو کسانو ته وویل: «له هغه څخه د سرو زرو سیکه واخلئ او هغه نوکر ته یې ورکړئ چې لس سیکې ورسره دي.»[25] خو هغوی ورته وویل: «باداره! د هغه سره خو لا د مخکې نه لس سیکې شته.»[26] بادار یې وویل: «زه تاسو ته وایم چې د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو د چا سره چې څه نه وي نو څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي.[27] اوس زما هغه دښمنان چې نه یې غوښتل زه یې پادشاه شم، دلته راولئ او زما په مخکې یې ووژنئ.»»

لوقا 18:22-23
[22] کله چې عیسی دا واورېدل نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه نو ته به په آسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.»[23] کله چې هغه سړي دا خبره واورېدله نو ډېر غمجن شو، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.

مرقوس 12:41-44
[41] يو ځلے عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور خزانے ته مخامخ ناست وو اَؤ دا ننداره ئے کوله چه خلق په خزانه کښے پيسے څنګه اچوى. ډيرو مالدارو خلقو ډيرے زياتے پيسے واچولے.[42] په دے کښے يوه خواره کُنډه راغله اَؤ دوه دَمَړى ئے په کښے ورواچول چه دواړه دَ نيمے پيسے برابر وُو.[43] هغۀ خپل مُريدان ځان ته راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دے خوارے کُنډے دَ هر چا نه زيات ورکړل.[44] ځکه چه هغه نورو چه څۀ ورکړل دَ هغو سره دَ ضرورت نه زيات وُو، خو هغے چه څۀ ورسره نۀ وُو خپل دَ ګذارے هر څۀ ئے ورکړل.“

متى 25:14-30
[14] مِثال ئے دَ هغه سړى دے څوک چه په سفر تلو اَؤ نوکران ئے راوبلل اَؤ خپل مال ئے ورته وسپارو.[15] يو له ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے، دويم ته ئے دوه اَؤ دريم ته يوه، هر يو ته دَ خپل قابليت په مُطابق، بيا هغه دَ ملک نه روان شو.[16] چا ته چه پينځۀ تيلئ ورکړے شوے وے هغه سمدستى لاړو اَؤ سوداګرى ئے پرے شروع کړه اَؤ پينځۀ تيلئ ئے په کښے نورے وګټلے.[17] خو کُوم سړى ته چه دوه تيلئ ورکړے شوے وے هغۀ دوه نورے وګټلے.[18] اَؤ کوم سړى ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه هغه لاړو، په مزکه کښے ئے ډوغل وکنستو اَؤ دَ مالک هغه پيسے ئے په کښے ښخے کړلے.[19] ډيره مُوده پس دَ هغوئ مالک واپس راغے اَؤ دَ هغوئ نه ئے حساب وغوښتو.[20] کُوم سړى ته چه ئے دَ سرو زرو پينځۀ تيلئ ورکړے وے، هغه راغے اَؤ پينځۀ نورے ئے ورسره کيښودے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ګوره مالکه! تا ما ته پينځۀ تيلئ راکړے وے، ما ورسره پينځۀ نورے زياتے کړے.[21] مالک ووئيل، شاباش زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اِعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ اِختيارمند کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه.[22] بيا دَ دوؤ تيلو هغه سړے راغے اَؤ وے وئيل، مالکه! تا ما ته دوه تيلئ سپارلے وے، ګوره، ما ورسره دوه نورے زياتے کړے.[23] مالک ورته ووئيل، شاباش! زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ مُختار کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه.[24] بيا هغه سړے راغے چا ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه اَؤ وئے وئيل، مالکه! ما ته پته وه چه تۀ يو سخت سړے ئے، تۀ ئے هلته ريبے چرته چه دِ کرونده نۀ وى کړے، تۀ ئے هلته راټولوے چرته چه دِ خوارۀ کړى نۀ وى.[25] نو زَۀ ويريدلم، ځکه لاړم اَؤ ستا سرۀ زر مے په مزکه کښے ښخ کړل. څۀ چه ستا وُو هغه دا دى.[26] مالک ورته ووئيل، اَئے سُسته نوکره! تاته معلُومه وه چه زَۀ ئے هلته ريبم چرته چه کرونده نۀ کوم اَؤ هلته ئے راټولوم چرته چه خورول نۀ کوم څۀ؟[27] نو بيا تاته پکار وُو چه زما پيسے دِ صرافانو ته ورکړے وے، نو په واپسئ به ما هغه مال دَ سُود سره حاصل کړے وو.[28] هغۀ ووے چه دَ دَۀ نه دَ زرو هغه تيلئ واخلئ اَؤ دَ لسو تيلو والا ته ئے ورکړئ.[29] ځکه چه دَ چا سره چه څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغے چه څۀ ترے سيوا هم شى، اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغه به هغه لږ څۀ هم بائيلى چه ورسره دى.[30] دا بے فائدے نوکر تيارے ته وغورزوئ، چرته چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښونو چيچل دى.

متى 13:22
په غنو کښے دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام واؤرى خو دُنيادارى اَؤ دَ دولت مينه په دَۀ غالبه شى اَؤ کلام بے فائدے لاړ شى.

متى 6:33
تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى.

متى 6:24
يو غُلام هم دَ دوؤ مالکانو خدمت نۀ شى کولے. يا خو به هغه دَ يو نه کرکه کوى اَؤ دَ بل سره مينه، اَؤ يا به هغه دَ يو وفادار وى اَؤ دَ بل به هيڅ خيال نۀ ساتى. تاسو دَ خدائے اَؤ دَ دولت دواړو يو ځائے خدمت نه شئ کولے.

اول کورنتيان 16:2
دَ هفتے په وړُومبئ ورځ په تاسو کښے دِ هر څوک دَ خپلے ګټے په مُطابق دَ خپل ځان سره څۀ جمع کړى، دَ دے دَ پاره چه زما په راتلو دَ چندے کولو حاجت نۀ پيښيږى.

اول پطروس 5:2
چه دَ خُدائے دَ هغه رمے شپُونتوب کوئ چه خُدائے تاسو ته درکړے ده. په زور سره ئے مه څرَوئ بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق په خوشحالئ سره، اَؤ دَ ناجائزے ګټے دَ پاره نه، بلکه دَ زړۀ په شوق.

لوقا 16:19-31
[19] عیسی وویل: «یو شتمن سړی ؤ چې هره ورځ به یې تر ټولو قیمتي کالي اغوستل او په عیش او عشرت کې یې ژوند تېراوه.[20] د هغه د دروازې په مخکې به یو سوالګر چې ایلعازر نومیده او بدن یې له ټپونو څخه ډک ؤ پروت ؤ[21] او په دې تمه به ؤ چې د هغه شتمن سړي د دسترخوان څخه په پاتې شویو ټوټو باندې ځان موړ کړي. حتی سپي به راتلل او د هغه ټپونه به یې څټل.[22] داسې وشول چې هغه غریب سړی مړ شو او فرښتو هغه د ابراهیم څنګ ته یووړ. بیا هغه شتمن سړی هم مړ شو او خاورو ته وسپارل شو.[23] هغه د مړو دنیا ته لاړ او هلته ډېر په عذاب ؤ. هغه چې پورته وکتل د لیرې نه یې ابراهیم ولید چې ایلعازر یې په خوا کې ؤ.[24] بیا هغه چیغې کړې او ویې ویل: «ای زما نیکه ابراهیمه! په ما رحم وکړه او ایلعازر راولیږه چې خپله ګوته په اوبو کې لمده کړي او زما ژبه پرې یخه کړي ځکه چې زه په دې اور کې ډېر په عذاب یم.»[25] خو ابراهیم وویل: «زویه! درپه یاد کړه، تا په خپل ژوند کې ټول ښه شیان ترلاسه کړل او ټول بد شیان د ایلعازر په نصیب کې وو. خو اوس هغه دلته آرام دی او ته په عذاب کې یې.[26] برسیره پردې، زمونږ او ستاسو په منځ کې یوه لویه کنده شته، چې له هغې څخه نه څوک درپورې وتلی شي او نه څوک ترې راپورې وتلی شي.»[27] هغه شتمن سړي وویل: «ای زما پلاره ابراهیمه! زه تاته زارۍ کوم چې ایلعازر زما د پلار کور ته ولېږه،[28] ځکه چې زه پنځه ورونه لرم. پرېږده چې هغه لاړ شي او هغوی خبر کړي هسې نه چې هغوی هم دې د عذاب ځای ته را شي.»[29] ابراهیم وویل: «د هغوی سره د موسی او نورو پیغمبرانو لیکنې شته، نو باید د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.»[30] شتمن سړي ځواب ورکړ: «نه، ای زما نیکه ابراهیمه! خو که له مړو څخه څوک هغوی ته ورشي نو هغوی به توبه وباسي.»[31] خو ابراهیم ورته وویل: «که چېرې هغوی د موسی او نورو پیغمبرانو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو که د مړو څخه هم څوک راپاڅیږي، هغوی به قانع نه کړي.»»

اول تيموتيوس 6:10
ځکه چه دَ زرو دوستى دَ هر قِسم بدئ يو بيخ دے، چه دَ هغے په خواهش ځنى دَ ايمان نه ګُمراه شول اَؤ خپل زړُونه ئے په قِسم قِسم غمُونو غلبيل کړل.

لوقا 6:20
بیا عیسی خپلو شاګردانو ته مخ راواړاوه او ویې ویل: «بختور یئ تاسو چې اوس غریبان یئ، ځکه چې د خدای پادشاهي ستاسو ده.

متى 6:19-21
[19] په مزکه ځان ته خزانے مه جمع کوئ چرته چه هغه بزے وهى اَؤ زنګ کيږي اَؤ غلۀ ورپسے کنډر کوى اَؤ پټوى ئے.[20] خپل ځان ته خزانے په آسمان کښے جمع کوئ چرته چه نۀ بزے شته اَؤ نۀ زنګ چه دا خرابے کړى، اَؤ نۀ غلۀ ورپسے کنډر وکړى اَؤ په غلا ئے يوسى.[21] ځکه چه چرته ستا خزانه وى هلته به دِ زړۀ وى.

Pashto Bible
No Data