A A A A A

Life: [Verses For Women]


اول تيموتيوس 3:11
دغه شان دَ هغوئ ښځے دِ هم ادب ناکے وى، غيبت کووُنکے دِ نۀ وى بلکه بيدارے اَؤ په ټولو خبرو کښے دِ ايماندارے وى.

اول کورنتيان 11:12
ځکه لکه څنګه چه ښځه دَ سړى نه ده هم هغه شان سړے هم دَ ښځے په وسيله دے، خو ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ طرفه دى.

اول کورنتيان 15:10
خو هر څۀ چه يم هغه دَ خُدائے په فضل يم، بلکه هغه فضل چه په ما وشو هغه بے فائدے ونۀ شو ځکه چه ما دَ هغوئ ټولو نه زياته خوارى وکړله. دا ما ونۀ کړله بلکه دَ خُدائے په هغه فضل وشوله چه په ما دے.

لوقا 1:45
ته څومره بختوره یې چې په دې باندې دې باور وکړ چې څښتن درته څه ویلي وو هغه به پوره شي.»

اول پطروس 3:1-2
[1] اَئے ښځو! هم دغه شان تاسو هم دَ خپلو خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ، ځکه چه که په هغو کښے ځنے دَ خُدائے کلام نۀ منى چه بيا هم ستاسو پاک چال چلن ته وګورى اَؤ خُدائے ته راواؤړى،[2] يعنے چه ستاسو پاکيزه ګئ اَؤ اِحترام ته وګورى نو دَ څۀ وئيلو نه بغير دَ خپلو خپلو ښځو دَ چال چلن په وجه.

اِفِسيان 5:22-23
[22] اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک.[23] لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے.

تيطوس 2:3-5
[3] دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى، هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى،[4] دَ دے دَ پاره چه ځوانانو ښځو ته وښائى چه دَ خپلو خاوندانو اَؤ خپلو بچو سره دِ مينه ولرى،[5] اَؤ تقوىٰ دارے، پاک لمنے اَؤ دَ کور کار کوُونکے اَؤ مهربانى کوُونکے اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسى، دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے کلام بدنام نۀ شى.

اول تيموتيوس 2:9-15
[9] هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى، نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره،[10] بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى.[11] ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى.[12] اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى، بلکه خاموشه دِ پاتے شى.[13] ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا.[14] اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه.[15] خو دَ اَؤلاد په زيږيدو به خلاصُون بيا مُومى، په شرط دَ دے چه هغه په ايمان، مينه اَؤ پاګيزګئ کښے سره دَ پرهيزګارئ پاتے شى.

Pashto Bible
No Data