A A A A A

Life: [Temptation]


يعقوب 1:13-18
[13] هر کله چه څوک وآزمئيلے شى نو دا دِ ونۀ وائى چه ”په ما دا آزميښت دَ خُدائے دَ طرفه وو،“ ځکه چه نۀ خو خُدائے په بدئ آزمئيلے شى اَؤ نۀ خُدائے څوک آزمئى.[14] په حقيقت کښے هر سړے هغه وخت آزمائيلے شى کله چه دَ هغۀ خپل بد خواهش په دوکه ورکولو هغه ونښلوى.[15] نو بيا دَ هغۀ بد خواهش اُميدوار شى اَؤ ګُناه ترے نه پيدا شى، اَؤ چه ګُناه زياته شى نو مرګ پيدا کوى.[16] اَئے زما خواږو ورُوڼو! غُليږئ مه.[17] هر ښۀ بخشش اَؤ هر کامِل اِنعام دَ آسمان نه راځى اَؤ دَ خُدائے نه مُوندلے کيږى چه دَ نمر سپوږمئ اَؤ دَ ستورو پيدا کوُونکے دے. په هغۀ کښے نۀ خو څۀ تبديلى راځى اَؤ نۀ دَ ګردش له عمل روښانه کيږى اَؤ نۀ تيارۀ کيږى.[18] هغۀ په خپله مرضئ مُونږ دَ حق کلام په وسيله پيدا کړلُو چه دَ هغۀ په مخلُوقاتو کښے مُونږ يو قِسم وړُومبئ ميوه شو.

لوقا 22:40
کله چې هغه ځای ته ورسېد نو هغوی ته یې وویل: «دعا وکړئ چې په ازمایښت کې ونه لویږئ.»

يوحنا 8:6
هغوئ دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو. دا ئے خيال وو چه په دے شان به دَ هغۀ بر خلاف اِلزام ثابت کړى. عيسىٰ ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے په ګوته څۀ ليکل.

متى 6:13
اَؤ مُونږ په آزميښت کښے مه اچوه، خو مُونږ له دَ بدئ نه امان راکړه. ولے چه بادشاهئ اَؤ قدرت اَؤ لوئى تر هميشه پورے ستا دى. آمين.

لوقا 11:4
زمونږ ګناهونه وبخښه ځکه چې مونږ هم هغه خلک بخښو چې زمونږ سره بدي کوي او مونږ په ازمایښت کې مه اچوه.»

لوقا 4:13
کله چې شیطان ټولې وسوسې پای ته ورسولې نو هغه یې د یو څه وخت دپاره پرېښود.

اول کورنتيان 7:2
خو دَ حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى.

اول کورنتيان 10:13
اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى، اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى، بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ.

متى 4:7
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”صحيفے دا هم وائى چه :  ”تاسو په خپل مالک خدائے آزميښت مۀ کوئ.““

مرقوس 8:11
نو بيا فريسيان بهر راووتل اَؤ دَ عيسىٰ سره ئے مُناظره شروع کړه. دَ آزميښت په طور ئے دَ هغۀ نه څۀ آسمانى نخښه وغوښته.

متى 22:18
عيسىٰ دَ هغوئ په سازش پوهه وو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”اَئے مُنافقو! تاسو ما ولے راګيروئ؟

يعقوب 4:1-4
[1] په تاسو کښے جنګ جګړے له کُومه راغلے؟ آيا دَ هغه خواهشاتو نه نۀ دى کُوم چه ستاسو په اَندامُونو کښے فساد کوى؟[2] تاسو چه دَ کُوم څيز خواهش کوئ خو تاسو ته په لاس نۀ درځى، ځکه خُون کوئ اَؤ کينه لرئ خو هيڅ حاصلولے نۀ شئ. تاسو نښلئ، جنګيږئ، خو تاسو ته ځکه نۀ ملاويږى چه له خُدائے نه ئے نۀ غواړئ.[3] تاسو ئے غواړئ اَؤ مُومئ ئے نه، دا ځکه چه په بد نيت ئے غواړئ، چه په خپل عيش و عشرت ئے ولګوئ.[4] اَئے بے وفا خلقو! آيا تاسو ته معلُومه نۀ ده چه دَ دُنيا سره دوستى لرل دَ خُدائے سره دُښمنى کول دى؟ نو بيا چه څوک دَ دُنيا دوست جوړيدل غواړى، هغه خپل ځان دَ خُدائے دُښمن کوى.

اول پطروس 4:12
زما خوږو ملګرو! کُوم دَ مُصيبت اور چه ستاسو دَ آزميښت دَ پاره په تاسو کښے بل دے، نو دا مه ګڼئ اَؤ په هغه حيرانيږئ مه چه په مُونږ دا يوه عجيبه خبره راغلے ده.

دوېم پطروس 2:9
نو مالِک پوهيږى چه هغه څنګه دينداران دَ آزميښت نه بچ کوى اَؤ بدکاران دَ عدالت تر ورځے پورے په سزا کښے وساتى،

ګلتيان 4:14
اَؤ تاسو زما هغه جسمانى حالت کُوم چه ستاسو دَ آزمايش باعث وو، نۀ خو سپک وګڼلو، نۀ مو دَ هغۀ نه کرکه وکړه، اَؤ زَۀ مو دَ خُدائے فرښته وګڼلم لکه څنګه چه تاسو مسيح عيسىٰ ته په خپله هر کلے وئيلے وے.

اول تِسالونيکيان 3:5
دَ دے دَ پاره هر کله چه ما نور زيات برداشت ونۀ کړے شو نو ستاسو دَ ايمان دَ حال معلُومولو دَ پاره مے تيموتيوس درواستوو چه هسے نه چه شيطان تاسو آزمائيلے يئ اَؤ زمُونږ محنت بے فائدے شى.

اول تيموتيوس 5:8
که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.

اول تيموتيوس 6:9
خو څوک چه دولتمند کيدل غواړى نو هغه دغه شان په آزميښتُونو اَؤ دَ ډيرو نورو عبثو نقصانى خواهشُونو په دام کښے ګيريږى کُوم چه خلق دَ تباهئ اَؤ هلاکت په درياب کښے غرقوى.

Pashto Bible
No Data