A A A A A

Life: [Sex]


دوېم کورنتيان 12:21
ويريږم چه زَۀ درشم نو زما خُدائے ما ستاسو په وړاندے عاجز نه کړى اَؤ زَۀ په ډيرو خلقو چه ګُناهُونه ئے کړى دى، اَفسوس ونۀ کړم ځکه چه هغوئ دَ هغے ناپاکئ، حرامکارئ اَؤ شهوت پرستئ نه چه ئے کړى دى، توبه نۀ ده کړے.

اِفِسيان 5:3
اَؤ څنګه چه پاکانو له پکار دى په تاسو کښے دِ دَ حرامکارئ، يا دَ هيڅ قِسم ناپاکئ، يا لالچ ذکر قدرے هم نۀ وى،

اِفِسيان 5:33
بهر حال په تاسو کښے دِ هم هر يو دَ خپلے ښځے سره دَ خپل ځان په شان مينه کوى، اَؤ ښځه دِ هم دَ دے خيال ساتى چه دَ خاوند عزت کوى.

ګلتيان 5:19
اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى، يعنے حرامکارى، ناپاکى، شهوت،

عبرانيان 13:4
وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.

اول کورنتيان 6:9
آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ، نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان، نۀ زِناکاران، نۀ عياش، نۀ بچه بازان،

اول کورنتيان 6:18
دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.

اول يوحنا 1:9
که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دے، اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى.

متى 5:28
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه که يو سړے يوے ښځے ته په بده سترګه وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښے دَ هغے سره زِنا وکړه.

مرقوس 7:22-23
[22] غلاګانے، خُونُونه، زِناکارى، حرص، بدئ، ټګئ، بے شرمى، بد نظر، کُفر، مغرُورتيا اَؤ بے وقُوفى.[23] دا ټول بد کارُونه دَ ننه نه راوُزى اَؤ دا سړے پليتوى.“

اول تِسالونيکيان 4:3-5
[3] نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ، يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ.[4] اَؤ په تاسو کښے دِ هر يو خپل وجُود په پاکوالى اَؤ عزت سره په قابُو کښے ساتل زده کړى،[5] نۀ دَ شهوت دَ جوشه دَ هغه قومُونو په شان چه خُدائے نۀ پيژنى.

مرقوس 10:6-9
[6] خو دَ دُنيا دَ پيدائښت نه خُدائے دوئ ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل.“[7] ”په دے وجه به سړے خپل مور پلار پريږدى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى.[8] اَؤ دواړه به يو وجُود شى“ اَؤ پس له هغے به دوئ يو وجُود وى اَؤ بيلتون به په کښے نۀ وى.[9] هر څۀ چه خُدائے يو کړى وى بنى آدم دِ ئے نۀ جُدا کوى.“

اول کورنتيان 13:4-8
[4] مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،[5] نۀ بے ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى، نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى.[6] مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى.[7] داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى، په هر څۀ يقين کوى، دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى.[8] دَ مينے زوال نِشته. که نبيان وى نو دَ هغوئ کار به ختم شى، که ژبے وى نو ختمے به شى، که علم وى نو فنا به شى،

اول کورنتيان 6:13-20
[13] خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره، خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے، اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى.[14] خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى.[15] آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ؟ چه ستاسو بدنُونه دَ مسيح اندامُونه دى؟ آيا دا مناسب دى چه زَۀ دَ مسيح اندامُونه دَ يوے کنجرئ سره ګډ کړم؟ نه، هيڅ کله نه![16] آيا تاسو نۀ يئ خبر چه هر هغه څوک چه کنجرئ ته لاړ شى نو هغه دَ هغے سره يو وجُود شى؟ ځکه چه صحيفے وائى چه :  ”نر اَؤ ښځه به دواړه يو وجُود شى.“[17] اَؤ څوک چه دَ مالِک سره يووالے لرى، هغه اَؤ مالِک به يو رُوح شى.[18] دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے.[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،[20] ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

Pashto Bible
No Data