A A A A A

Life: [Struggle]


يوحنا 14:6
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ لار يم، زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلے نه بغير پلار ته نۀ شى راتلے.

يعقوب 1:12
بختور دے هغه سړے چه آزميښت زغمى، هر کله چه هغه وآزمائيلے شو نو دَ ژوندُون هغه تاج به حاصلوى چه مالِک دَ خپلو مئينو سره وعده کړے وه.

يوحنا 6:54
څوک چه زما جُسه وخورى اَؤ زما وينه وڅښى هغه دَ تل ژوندُون خاوند دے اَؤ هغه به زَۀ په آخرى ورځ پورته کړم.

يوحنا 11:25-26
[25] عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندے وى[26] اَؤ که څوک چه ژوندے دے اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى. آيا ستاسو په دے ايمان دے څۀ؟“

يوحنا 6:51
زَۀ دَ ژوندُون ډوډئ يم چه دَ آسمان نه راکُوزه شوے ده. اَؤ څوک چه دا ډوډئ وخورى هغه به تل ژوندے وى. کُومه ډوډئ چه زَۀ ورکوم هغه زما جُسه ده اَؤ زَۀ ئے دَ دُنيا دَ ژوندون دَ پاره ورکوم.“

رويا 21:27
خو هيڅ ناپاک څيز به ورننوتے نۀ شى اَؤ نۀ پليت اَؤ نۀ دروغژن، خو صرف هغه دَ چا نُومُونه چه دَ ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.

Pashto Bible
No Data