A A A A A

Life: [Marriage]


عبرانيان 13:4
وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى، ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے به په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى.

اول کورنتيان 13:4-7
[4] مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،[5] نۀ بے ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى، نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى.[6] مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى.[7] داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى، په هر څۀ يقين کوى، دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى.

يوحنا 14:27
زَۀ تاسو ته سلامتيا پريږدم، زما خپله سلامتيا، هغه چه دُنيا ئے نۀ شى ورکولے. مه ګبراويږئ اَؤ مه ويريږئ.

اول پطروس 3:7
اَئے خاوندانو! دغه شان تاسو هم دَ خپلو ښځو سره په عقلمندئ ګُزاره کوئ اَؤ ښځے نازک لوښى وګڼئ، عزت ئے کوئ اَؤ داسے ګڼئ چه مُونږ دواړه دَ ژوند دَ نعمت وارثان يُو، دَ پاره دَ دے چه ستاسو دُعاګانے ايسارے نۀ شى.

دوېم کورنتيان 6:14
څوک چه په مسيح ايمان نۀ لرى، دَ هغوئ سره په جغ کښے مه ځئ. دَ صداقت اَؤ ناصداقت په خپلو کښے څۀ تعلق؟ بيا دَ رڼا اَؤ تيارے دَ يو بل سره څۀ کار؟

Pashto Bible
No Data