A A A A A

Life: [Music]


اِفِسيان 5:19
اَؤ په خپلو کښے زبُور، سندرے اَؤ رُوحانى غزلے وايئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ مالِک سندرے اَؤ حمدُونه وايئ.

عبرانيان 2:12
دَ دے دَ پاره هغه فرمائى چه :  ”زَۀ به ستا نُوم خپلو ورُوڼو ته بيان کړم، په جماعت کښے به ستا حمد ثنا ووايم.“

کولوسيان 3:16
دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ.

رويا 14:3-4
[3] هغوئ هلته دَ تخت اَؤ دَ څلورو حيوانانو اَؤ مشرانو په وړاندے يو نوے حمد وئيلو اَؤ دا حمد بے له هغه يو لک څلور څلويښت زرو کسانو نه چه په بيعه آخستے شوى وُو، بل هيچا زده کولے نۀ شو.[4] دا هغوئ دى چه دَ ښځو سره ئے خپل ځان ککړ کړے نۀ دے اَؤ خپل ځانُونه ئے پاک ساتلى وُو اَؤ دوئ په ګډُورى پسے ځى هر چرته چه هغه ځى. دوئ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډُورى دَ پاره له بنى آدمو نه اولنے ميوے په طور آخستے شوى دى.

Pashto Bible
No Data