A A A A A

Life: [Mental Illness]


اول يوحنا 4:18
په مينه کښے ويره نِشته، کامله مينه ويره لرے کوى ځکه چه ويره په سزا پورے تعلق لرى. اَؤ هر هغه څوک چه ويريږى، په هغۀ کښے مينه کامله شوے نۀ ده.

ګلتيان 5:22-23
[22] خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه، خوشحالى، سلامتى، زغم، مهربانى، نيکى، اِيماندارى،[23] عاجزى اَؤ پرهيزګارى ده. دَ داسے کارُونو يو شريعت هم مُخالف نه دے.

دوېم تيموتيوس 1:7
ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے، دَ ويرے دَ پاره نه، بلکه دَ قُدرت، دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

اول پطروس 5:7
اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

متى 11:28-30
[28] اَئے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مو درُوند دے، ما له راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم.[29] زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ، ولے چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښے غريب، اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى.[30] ولے چه زما جغ په وړلو کښے پوست دے اَؤ زما پنډ سپک دے.“

روميان 15:13
خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے، هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

اول يوحنا 4:8
خو څوک چه مينه نۀ لرى هغه خُدائے نۀ پيژنى، ځکه چه خُدائے مينه دے.

دوېم تِسالونيکيان 2:11
دغه وجه ده چه خُدائے به په هغوئ دَ ګُمراه کوُونکے تاثير وروليږى چه هغوئ به دَ نافرمانئ دَ نمائنده دروغ رښتيا وګڼى.

متى 4:24
دَ هغۀ آوازه په ټول شام کښے خوره شوه اَؤ دَ هر رنځ رنځوران چه په عذاب آخته وُو، يعنے هغوئ چه بد رُوحونه په کښے وُو، ميرګو نيولى اَؤ شل ئے ورله راوستل اَؤ هغۀ روغ کړل.

روميان 8:28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.

دوېم تيموتيوس 3:16-17
[16] هره صحيفه دَ خُدائے دَ رُوح دَ اِلهام په وسيله ده اَؤ دَ تعليم اِلزام، اِصلاح اَؤ صداقت دَ تربيت دَ پاره فائده مند هم.[17] دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے بنده کامل شى اَؤ دَ هر نيک کار دَ پاره بلکل تيار شى.

اول پطروس 5:10
اوس دَ هر قِسم فضل ورکوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان، قائم اَؤ مظبُوط کړى.

فيليپيان 1:6
اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے، هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى.

عبرانيان 12:1
نو بيا چه دَ ګواهانو دومره لويه وريځ زمُونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مُونږ هم هر يو پيټے اَؤ هغه ګُناه چه مُونږ په آسانئ سره نښلوى دَ ځان نه لرے کړو، اَؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږُو چه مُونږ ته وړاندے ده.

اِفِسيان 4:23
په کار دى چه ستاسو زړۀ اَؤ دماغ دِ بيخى نوے شى.

اول تيموتيوس 1:5
دَ حُکم مقصد دا دے چه په پاک زړۀ اَؤ نيک نيت اَؤ رښتينى ايمان سره مينه پيدا شى.

فيليپيان 4:8
نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ.

اِفِسيان 5:18
اَؤ په شرابو مستيږئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى، بلکه په پاک رُوح معمُور شئ.

Pashto Bible
No Data