A A A A A

Life: [Job Loss]


اول پطروس 5:7
اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى.

دوېم کورنتيان 8:9
ځکه چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل نه خبر يئ چه سره دَ دے چه هغه غنى وو خو ستاسو دَ پاره غريب جوړ شو، دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ هغه غريب په سبب غنيان شئ.

دوېم تيموتيوس 2:15
خپل ځان دَ خُدائے په وړاندے مقبُول اَؤ دَ يو داسے کار کُن په شان دَ پيش کولو کوشِش وکړه چه دَ خپل کار نه نۀ شرميږى، اَؤ څوک چه دَ حق کلام تعليم په صحيح طور ورکوى.

يوحنا 16:33
ما تاسو ته دا هر څۀ ځکه وئيلى دى چه په ما کښے به ستاسو سلامتيا وى. اَؤ په دُنيا کښے به په تاسو سختے وى خو زړۀ ور شئ ځکه چه زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم.“

فيليپيان 4:19
زما خُدائے به ستاسو هر حاجت دَ خپل بے پايانه دولت په مُطابق دَ مسيح عيسىٰ په وسيله پُوره کړى.

روميان 8:28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

يعقوب 1:2-4
[2] اَئے زما ورُوڼو! هر کله چه تاسو په قِسما قِسم آزميښتُونو کښے راګير شوئ نو ډير په خوشحالئ ئے زغمئ.[3] ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه دا ستاسو دَ ايمان په آزميښت کښے صبر پيدا کوى.[4] اَؤ صبر خپل کار پُوره کوى دَ دے دَ پاره چه تاسو پُوره اَؤ کامِلان شئ اَؤ په تاسو کښے دِ دَ هيڅ خبرے کمے پاتے نۀ شى.

متى 6:28-33
[28] بيا دَ جامو انديښنے دَ څۀ دَ پاره؟ لږ فکر خو وکړئ چه سوسن څنګه په پټو کښے راټُوکيږي، هغوئ نۀ خو کار کوى اَؤ نۀ وريشى.[29] خو بيا هم زَۀ تاسو ته دا وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ دوئ په شان جامے نۀ وے اغوستلے.[30] که چرے خدائے هغه واښۀ چه نن شته اَؤ صبا په تنُور کښے سوزولے شى، هغو ته دا رنګ جامے اغوستولے شى، نو هغه به تاسو بے جامے ساتى څۀ؟ ستاسو عقيدے څومره کمزورے دى![31] نو دا انديښنے مه کوئ چه څۀ به وخورُو يا څۀ به وڅښُو يا څۀ به اغُوندُو،[32] په دے ټولو څيزونو پسے نور قومونه زغلى. ځکه چه ستاسو آسمانى پلار پوهيږي چه تاسو ته دَ هر څۀ حاجت دے.[33] تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى.

روميان 5:1-8
[1] نو اوس چه مُونږ دَ ايمان په وسيله صادِق کړے شوُو نو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے سره صُلح لرُو.[2] دَ چا په وسيله چه مُونږ دَ خُدائے په فضل کښے ځائے مُوندلے دے اَؤ چرته چه مُونږ اوس هم ولاړ يُو، اَؤ خُدائے دَ لوئى په اُميد فخر کوُو چه دا به زمُونږ هم وى![3] سربارى پرے دا مُونږ په خپلو موجُوده تکليفُونو هم فخر کوُو ځکه چه مُونږ ته دا معلُومه ده چه تکليفُونه په سړى کښے دَ زغم طاقت پيدا کوى.[4] اَؤ زغم دَ دے خبرے ثبوت راؤړى چه مُونږ په آزميښت کښے کامياب شوُو اَؤ هم دغه وجه ده چه مۇنږ ٱمید لرۇ[5] آؤ دا ٱمید تشه خوښ فهمی نه ده ځکه چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله چه مُونږ له راکړے شو، زمُونږ زړُونه دَ خُدائے دَ مينے نه ډک کړے شول.[6] ځکه چه په کُوم وخت چه مُونږ لا بے وسه وُو نو مسيح دَ بے دينو دَ پاره مړ شو.[7] دَ يو صادِق دَ پاره به په مُشکله څوک مړ شى. کيدے شى چه دَ يو ښۀ سړى دَ پاره څوک ځان مرګ ته حواله کړى.[8] خو خُدائے خپله مينه مُونږ ته داسے ښکاره کړه، کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ شو!

Pashto Bible
No Data