A A A A A

Life: [Hell]


رويا 21:8
خو دَ ويريدُونکو، بے ايمانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادُوګرانو، بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى، اَؤ دا دويم مرګ دے.“

متى 25:46
اَؤ هغوئ به تل عُمرى عذاب ته لاړ شى، خو صادِقان به دَ تل ژوندُون بيا مُومى.“

دوېم تِسالونيکيان 1:9
هغوئ به دَ مالِک دَ څيرے اَؤ دَ هغۀ دَ قُدرت دَ جلال نه لرے دَ تل عُمرى مرګ سزا بيا مومى.

متى 13:50
اَؤ ورانکارى به دَ اور شُغلو ته وغُورزوى، هغه ځائے چرته به چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.“

اعمال 2:27
ځکه چه تۀ به زما رُوح عالمِ ارواح ته پرے نۀ ږدے اَؤ نۀ به تۀ خپل وفادار خادم خاؤره کيدو ته پريږدے.

مرقوس 9:43
که ستا لاس تاله تيندک درکوى نو پرے ئے کړه ځکه چه تا له دا غوره ده چه په ژوندانۀ کښے دَ يو بونډى لاس سره داخل شے په ځائے دَ دے چه دواړه لاسه لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى چه نۀ مړ کيدونکے اور لرى.

يهوداه 1:7
دغه شان دَ صُدوم اَؤ عموره اَؤ دَ ګيرچاپيره ښارُونو مِثال واخلئ چه دَ هغوئ خلق هم دَ هغو فرښتو په شان غير فطرى فعل اَؤ په حرامکارئ کښے پريوتل، اَؤ هغوئ ته دَ تل په اور کښے سزا ورکړے کيږى، اَؤ دا زمُونږ دَ پاره عبرت دے.

متى 13:42
اَؤ دا به دَ اور شُغلو ته ورواچولے شى کُوم چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښُونو دَ چيچلو ځائے دے.

متى 25:41
بيا به هغه هغو ته ووائى، څوک چه به دَ هغۀ ګس لاس ته وى، اَئے لعنتيانو! زما دَ سترګو نه پنا شئ اَؤ هغه تل عُمرى اور ته لاړ شئ چه دَ شيطان اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ پاره تيار شوے دے!

رويا 19:20
اَؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اَؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے دَ هغۀ په وړاندے مُعجزے ښکاره کولے اَؤ هغه څوک ئے غُلول، په چا چه دَ ځناور نخښه وه اَؤ دَ هغۀ بُت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه دَ ګُوګړو شُغلے ترے ختلے.

متى 16:19
زَۀ به تا له دَ آسمان دَ بادشاهئ کُنجيانےدرکړم، هر څۀ چه تۀ په مزکه تړے هغه به په آسمان کښے وتړلے شى، اَؤ هر څۀ چه تۀ په مزکه پرانزے هغه به په آسمان کښے پرانستلے شى.“

دوېم پطروس 2:4
ځکه هر کله چه خُدائے ګُناه کوُونکى فرښتے پرے نۀ ښودے بلکه جهنم ته ئے واستولے، اَؤ په تورو غارُونو کښے ئے واچولے چه دَ عدالت دَ پاره په قيد کښے وى.

رويا 20:13-14
[13] سمندر خپل مړى چه په کښے وُو، ورکړل اَؤ مرګ اَؤ عالم ارواح په خپله قبضه کښے چه مړى وُو، ورکړل اَؤ دَ ټولو عدالت دَ هر چا دَ خپل عمل په مُطابق وشو.[14] بيا مرګ اَؤ عالم ارواح دَ اور تالاب ته وغورزولے شول، دَ اور تالاب دويم مرګ دے.

متى 10:28
دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو رُوح نۀ شى وژلے، بلکه دَ هغه چا نه ويريږئ څوک چه دَ رُوح اَؤ دَ بدن دواړو په دوزخ کښے دَ بربادولو توان لرى.

Pashto Bible
No Data