A A A A A

Life: [Happiness]


روميان 5:2
دَ چا په وسيله چه مُونږ دَ خُدائے په فضل کښے ځائے مُوندلے دے اَؤ چرته چه مُونږ اوس هم ولاړ يُو، اَؤ خُدائے دَ لوئى په اُميد فخر کوُو چه دا به زمُونږ هم وى!

دوېم کورنتيان 12:10-11
[10] دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے، په بے عزتئ کښے، په حاجت کښے، په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم، ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.[11] زَۀ بے وقوف خو جوړ شوم ځکه چه زَۀ تاسو مجبُور کړم خو تاسو ته زما ستائينه کول په کار وه په وجه دَ دے چه زَۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم دَ هغه غټو رسُولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.

متى 5:8
بختور دى هغوئ چه زړونه ئے پاک دى، هغوئ به دَ خدائے ديدن وکړى.

اول يوحنا 3:18
زما بچو! مينه دِ تش په خبرو يا په ژبه نۀ وى بلکه هغه په رښتيا اَؤ په عملى طور په کار ده.

اول پطروس 4:13
بلکه دَ مسيح په مُصيبتُونو کښے چه هر څومره شريکيږئ، خوشحالئ کوئ، دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ دَ جلال دَ ظاهريدو په وخت هم ډير خوشحاله يئ.

Pashto Bible
No Data