A A A A A

ژوند: [خپلول]


دوېم کورنتيان 6:18
اَؤ زَۀ به ستاسو پلار يم اَؤ تاسو به زما زامن لُوڼه يئ، دا دَ مالِک قادر مُطلق وينا ده.“

يعقوب 1:27
زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په نِزد خالصه اَؤ بے عيبه ديندارى دا ده چه دَ يتيمانو اَؤ دَ کونډو دَ مُصيبت په وخت دَ هغوئ پالنه وکړئ اَؤ خپل ځان دَ دُنيا نه بے داغه ساتئ.

متى 25:40
اَؤ بادشاه به جواب ورکړى، زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو زما په وروڼو کښے دَ عاجز نه عاجز يو تن سره هم چه څۀ کړى دى نو زما دَ پاره مو کړى دى.

يوحنا 1:12-13
[12] خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئے دا حق ورکړو چه دَ خُدائے اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى،[13] چه نۀ له وينے نه اَؤ نۀ له جسمانى شوق اَؤ نۀ دَ اِنسانى پلار په اِرادے بلکه له خُدائے نه پيدا شو.

ګلتيان 4:4-5
[4] خو هر کله چه نيټه پُوره شوه نو خُدائے خپل زوئے راوليږلو چه دَ ښځے نه وزيږيدو اَؤ دَ شريعت دَ لاندے پيدا شو،[5] دَ دے دَ پاره چه څوک چه دَ شريعت دَ لاندے وُو، په بيعه واخلى اَؤ آزاد ئے کړى، چه مُونږ دَ خُدائے زامن شُو.

روميان 8:14-17
[14] ځکه چه هر څوک چه دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت چليږى، هغه دَ خُدائے بچى دى.[15] اَؤ کوم رُوح چه تاسو مُوندے دے، هغه دَ غُلامئ هغه رُوح نۀ دے چه تاسو بيا ويره وى، خو هغه رُوح دے کُوم چه مُونږ بچى جوړوى اَؤ مُونږ دَ دے قابل کوى چه مُونږ ووايو، ”آبا!“ يعنے، ”اَئے پلاره!“[16] په دے وئيلو سره دَ خُدائے رُوح زمُونږ دَ رُوح سره هم دا وائى دَ دے ګواهئ دَ پاره چه مُونږ دَ خُدائے بچى يُو،[17] اَؤ چه بچى يُو نو وارثان هم يُو. مُونږ دَ خُدائے وارثان اَؤ دَ مسيح په ميراث کښے شريک يُو، که داسے وى چه مُونږ دَ هغۀ دَ تکليفُونو په زغملو کښے شامل يُو نو دَ هغۀ په جلال کښے به هم شامل شُو.

Pashto Bible
No Data