A A A A A

Life: [Health]


اول کورنتيان 6:19-20
[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،[20] ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

درېم يوحنا 1:2
زما خوږه ګايوسه! زَۀ دُعا غواړم چه روغ جوړ اَؤ په خير خيريت اوسے لکه څنګه چه زَۀ خبر يم چه تۀ په روحانى طور يئے.

اول کورنتيان 10:31
نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ، هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ.

اول تيموتيوس 4:8
ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى دَ ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده، ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته.

اِفِسيان 5:18
اَؤ په شرابو مستيږئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى، بلکه په پاک رُوح معمُور شئ.

اعمال 27:34
نو زَۀ تاسو ته خواست کوم چه څۀ لږ وخورئ، ستاسو دَ ژوند دارومدار په دے دے، اَؤ ياد لرئ چه ستاسو دَ سرُونو ويښتۀ قدر به هم نۀ ورکيږى.“

رويا 14:12
په دے کښے دَ پاکانو زغم دے، هغوئ چه دَ خُدائے حُکمُونه منى اَؤ دَ عيسىٰ وفادار پاتے کيږى.

Pashto Bible
No Data