A A A A A

Life: [Family]


يوحنا 15:12-13
[12] دا زما حُکم دے، دَ يو بل سره مينه کوئ لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده.[13] دَ دے نه زياته نوره مينه نِشته چه يو سړے دِ دَ خپل دوست دَ پاره خپل ځان ورکړى.

اول تيموتيوس 5:8
که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.

اِفِسيان 6:4
اَؤ اَئے پلارانو! تاسو خپلو بچو له غصه مه ورولئ بلکه دَ مالِک په طريقه هغوئ ته تربيت اَؤ نصيحت کوئ اَؤ پرورش ئے کوئ.

متى 12:48-50
[48] عيسىٰ هغه خبره کوُونکى سړى ته مخ راواړَوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما مور څوک دَۀ اَؤ زما ورُوڼه څوک دى؟“[49] اَؤ بيا ئے خپلو مُريدانو ته مخ ورواړَوو اَؤ اِشاره ئے ورته وکړه، ”دا زما مور اَؤ زما ورُوڼه دى.[50] هر هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په وينا عمل کوى، هغه زما ورور دے، زما خور ده اَؤ زما مور ده.“

متى 19:18-19
[18] هغه سړى تپوس وکړو چه ”کُوم حُکمُونه؟“ عيسىٰ ورته ووئيل، ”قتل مه کوه، زِنا مه کوه، غلا مه کوه، دَ دروغو ګواهى مه کوه،[19] دَ مور پلار عزت کوه اَؤ دَ خپل ګاونډى سره دَ ځان په شان مينه کوه.“

کولوسيان 3:13
دَ يو بل زغم کوئ. که په تاسو کښے څوک دَ بل چا خلاف څۀ شکايت لرى نو تاسو ئے هغه شان معاف کوئ لکه چه تاسو مالِک معاف کړئ.

ګلتيان 6:10
نو بيا چه څومره موقع په لاس درځى، دَ ټولو سره نيکى کوئ، خاص دَ ايماندارانو سره.

اول کورنتيان 15:33-34
[33] ګمراه کيږئ مه، دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.[34] اَؤ دَ رښتُونى اَؤ غوره ژوندُون دَ پاره په هوش کښے راشئ اَؤ ګُناه پريږدئ زَۀ تاسو ته دا دَ شرم راوستلو دَ پاره وايم، ځنے داسے دى چه دَ خُدائے نه بے خبره دى.

اول کورنتيان 15:33
ګمراه کيږئ مه، دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى.

لوقا 11:13
نو تاسو چې دومره بد خلک یئ، په دې پوهېږئ چې خپلو اولادونو ته څنګه ښه شیان ورکړئ، نو ستاسو آسماني پلار به څومره زیات روح القدس هغو خلکو ته ورکړي چې ورڅخه یې وغواړي.»

Pashto Bible
No Data