A A A A A

Life: [Focus]


دوېم کورنتيان 3:18
اَؤ هر کله چه زمُونږ دَ ټولو په بے نقابه مخونو کښے لکه دَ آئنے دَ مالِک جلال داسے څرګنديږى، نو دَ هغه مالِک په وسيله دَ هغه جلالى ذات څوک چه رُوح دے، مُونږ درجه په درجه دَ هغۀ په شان کيږو.

فيليپيان 4:8
نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ.

روميان 12:2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

اول پطروس 1:13
دَ دے دَ پاره دَ خپل عقل نه کار واخلئ اَؤ هوښيار شئ، اَؤ دَ هغه فضل کامل اُميد لرئ کُوم چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ظاهريدو په وخت په تاسو کيدُونکے دے.

روميان 12:10
اَؤ لکه دَ ورُوڼو دَ يو بل سره محبت کوئ اَؤ دَ عزت له رُويه يو بل ته ښۀ ګورئ.

کولوسيان 3:2
دَ آسمانى څيزُونو خيال ساتئ، نۀ چه دَ مزکے.

عبرانيان 3:1
نو اَئے پاکو ورُوڼو! تاسو چه په آسمانى بلنه کښے شريک يئ، په هغه رسُول اَؤ مشر کاهن عيسىٰ غور وکړئ دَ چا چه مُونږ اِقرار کوُو.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

عبرانيان 12:1-2
[1] نو بيا چه دَ ګواهانو دومره لويه وريځ زمُونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مُونږ هم هر يو پيټے اَؤ هغه ګُناه چه مُونږ په آسانئ سره نښلوى دَ ځان نه لرے کړو، اَؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږُو چه مُونږ ته وړاندے ده.[2] اَؤ دَ ايمان بانى اَؤ کاملوُونکى عيسىٰ ته وګُورو چه دَ هغے خوشحالئ په ځائے چه دَ هغۀ دَ نظر دَ وړاندے وه، دَ شرمندګئ پرواه ئے ونۀ کړه خو دَ سولئ تکليف ئے وزغملو اَؤ دَ خُدائے دَ تخت په ښى لاس کښيناستو.

اول پطروس 5:8
تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى.

روميان 12:16
پخپلو کښے په يو زړۀ اوسئ، لوئے لوئے خيالُونه مه زغلوئ اَؤ دَ خوارانو خيال ساتئ اَؤ خپل ځان هوښيار مه بولئ.

دوېم کورنتيان 10:4-5
[4] ځکه چه زمُونږ دَ جنګ وسلے اِنسانى نۀ دى بلکه دَ خُدائے په قُدرت دَ بدو قلاګانو دَ نړولو جوګه دى.[5] ځکه خو مُونږ دَ دليلُونو اَؤ هر هغه رُکاوټ څيز چه دَ خُدائے دَ پيژندګلئ خلاف ئے سر اُوچت کړے دے، نړوُو اَؤ هر يو خيال قيدوُو اَؤ دَ مسيح فرمابرداره کوُو.

فيليپيان 3:12-14
[12] زَۀ دا نۀ وايم چا ما وُموندل يا کامل شوم، بلکه دَ هغه څيز دَ رانيولو دَ پاره په منډه يم دَ کُوم دَ پاره چه زَۀ مسيح عيسىٰ نيولے يم.[13] زما ورُوڼو! زما دا خيال نۀ دے چه نيولے مے دے، بلکه صرف دا کوم چه کُوم څيزُونه وروستو پاتے شول هغه هيروم، اَؤ دَ وړاندے څيزُونو دَ پاره په مخه[14] دَ مقصد په طرف په منډه يم چه هغه اِنعام حاصل کړم چه دَ کُوم دَ پاره چه مُونږ خُدائے دَ عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللى يُو.

Pashto Bible
No Data