A A A A A

Life: [Fasting]


اول کورنتيان 7:5
تاسو دَ يو بل نه جُدا مه اوسيږئ خو دَ لږ وخت دَ پاره دَ يو بل په رضا دَ دے دَ پاره چه دَ دُعا فرصت ومُومئ، اَؤ بيا يو ځائے شئ، داسے نۀ وى چه دَ نفس دَ غلبے په وجه شيطان تاسو وغُلوى.

اعمال १३:२
هر کله چه هغوئ دَ مالِک عبادت کولو اَؤ روژه ئے نيوله نو رُوحُ القُدس ورته ووئيل، ”برنبا اَؤ ساؤل زما دَ پاره هغه کار له جُدا کړئ چه دَ څۀ دَ پاره چه ما هغوئ را بللى دى.“

اعمال १४:२३
هغوئ په هر جماعت کښے مشران ورته مُقرر کړل، نو په روژه اَؤ دُعا ئے هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چه ئے ايمان راوړے وو.

لوقا २:३७
اوس هغه څلوراتیا کلنه او کونډه وه. هغه هیڅکله د خدای د کور څخه نه وتله، بلکې شپه او ورځ به یې په روژه نیولو او دعا کولو سره د خدای عبادت کاوه.

لوقا 18:12
زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.»

اعمال १३:३-४
[३] اَؤ بيا ئے روژه ونيوله اَؤ دُعا ئے وکړله اَؤ هغوئ ورباندے لاسُونه کيښول اَؤ رُخصت ئے کړل.[४] اَؤ دغه دوه کسان چه رُوحُ القُدس په کار استولى وُو، ښکته سلوکيه ته لاړل اَؤ له هلته نه دَ اوبو په جهاز کښے قبرص ته لاړل.

لوقا 4:2-4
[2] او په هغه ځای کې څلوېښت ورځې د شیطان تر ازمایښت لاندې ؤ. په هغو ورځو کې هغه هیڅ ونه خوړل او په پای کی ډېر وږی شو.[3] شیطان هغه ته وویل: «که ته د خدای زوی یې نو دې تیږې ته ووایه چې په ډوډۍ بدله شي.»[4] خو عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې انسان یوازې په ډوډۍ باندې ژوندی نه دی.»

متى 6:16-18
[16] اَؤ دا هم چه هر کله چه تاسو روژه نيسئ نو دَ رياکارانو په شان ځانُونه خفه مه ښکاره کوئ. هغوئ خپل مخُونه ځکه ورانوى چه خلق ووائى چه ګنى دَ دوئ روژه ده. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره مُوندلے دے.[17] خو هر کله چه روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ اَؤ مخ وينځئ،[18] دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه ګنى ستا روژه ده، خو تش ستا آسمانى پلار څوک چه په پړده کښے دے اَؤ ستا پلار چه په رازُونو آګاه دے، هغه به تا ته ستا اَجر درکړى.

لوقا १८:१-१२
[१] عیسی خپلو شاګردانو ته دا مثال راوړ چې هغوی ته وروښایي چې تل باید دعا وکړي او هیڅکله ناامیده نه شئ.[२] هغه وویل: «په یو ښار کې یو قاضي ؤ چې نه له خدایه وېرېده او نه یې د خلکو پروا لرله.[३] په همدې ښار کې یوه کونډه وه چې هر وخت به هغه ته راتله او د خپل حق په خاطر به یې ورته زارۍ کولې او ویل به یې چې زما او زما د دښمن ترمنځ په شخړه کې زما سره انصاف وکړه.[४] قاضي ډېره موده نه غوښتل چې کوم کار وکړي، خو آخر هغه د خپل ځان سره وویل: «که څه هم زه نه له خدایه وېرېږم او نه د خلکو پروا لرم،[५] خو دا چې دې کونډې ما ته سرخوږی پیدا کړی دی، نو زه به د هغې سره انصاف وکړم. که نه نو هغه به هر وخت راځي او ما به تنګوي.»»[६] بیا عیسی وویل: «تاسو واورېدل چې دې بې انصافه قاضي څه وویل.[७] آیا خدای به د خپلو غوره شويو خلکو سره چې شپه او ورځ ورته د مرستې په خاطر فریادونه کوي، انصاف ونه کړي؟ آیا د هغوی سره به په مرسته کولو کې ځنډ وکړي؟[८] زه درته وایم چې هغه به ژر د هغوی سره انصاف وکړي. خو کله چې د انسان زوی راشي نو آیا هغه به د ځمکې په مخ داسې څوک پیدا کړي چې ایمان ولري؟»[९] همدارنګه عیسی د هغو خلکو دپاره چې په خپل ځان ډاډمن وو چې نېک خلک دي او نور یې سپک ګڼل، دا مثال راوړ:[१०] «یو وخت دوه تنه چې یو یې فریسي او بل یې مالیه ټولوونکی ؤ د دعا دپاره د خدای کور ته لاړل.[११] فریسي ودرېد او د خپل ځان سره یې داسې دعا وکړه: «ای خدایه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بې ایمانه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په شان یم.[१२] زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.»

Pashto Bible
No Data