A A A A A

ژوند: [زړېدل]


اول تيموتيوس 5:8
که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے.

دوېم کورنتيان 4:16
دَ دے دَ پاره مُونږ هِمت نۀ بائيلو اَؤ سره دَ دے چه زمُونږ بدن ورو ورو ختميږي خو بيا هم زمُونږ رُوح ورځ تر ورځ نوے کيږى.

فيليمون 1:9
خو ما ته دا زياته غوره ښکارى چه زَۀ بوډا پولوس بلکه په دے وخت کښے دَ مسيح عيسىٰ له خاطره چه په قيد کښے يم،

تيطوس 2:3
دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى، هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى،

اول تيموتيوس 5:1-2
[1] مشر سړے ملامت کوه مه بلکه دَ خپل پلار په شان نصيحت ورته کوه اَؤ ځوانان ورُوڼه ګڼه.[2] اَؤ زړے ښځے ميندے ګڼه اَؤ ځوانے ښځے په پوره پاکئ سره خويندے ګڼه.

فيليپيان 3:20-21
[20] خو مُونږ دَ آسمان اوسيدُونکى يُو اَؤ دَ آسمان نه مُونږ دَ خلاصوُونکى مالِک عيسىٰ مسيح په ډير اِنتظار کښے يُو، چه راشى.[21] هغه به دَ خپل هغه قوت په وسيله په کُوم چه هغه ټول څيزُونه خپل تابع کولے شى، زمُونږ دَ بدن فانى شکل به بدل کړى اَؤ دَ خپل جلال دَ صُورت په شان به ئے جوړ کړى.

Pashto Bible
No Data