A A A A A

Good Character: [Courage / Brave]


اول کورنتيان 15:58
نو اَئے زما خوږو ورُوڼو! ټينګ اَؤ قائم اوسئ اَؤ هميشه دَ مالِک په کار کښے بوخت اوسئ ځکه چه تاسو خبر يئ چه په مالِک کښے ستاسو خوارى بے فائدے نۀ ده.

اِفِسيان 6:10
لنډه دا چه تاسو دَ مالِک په يووالى اَؤ دَ هغۀ په زورور طاقت کښے خپل توان پيدا کړئ.

يوحنا 14:27
زَۀ تاسو ته سلامتيا پريږدم، زما خپله سلامتيا، هغه چه دُنيا ئے نۀ شى ورکولے. مه ګبراويږئ اَؤ مه ويريږئ.

دوېم تيموتيوس 1:7
ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے، دَ ويرے دَ پاره نه، بلکه دَ قُدرت، دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره.

اول کورنتيان 16:13
بيدار اوسئ، ايمان قائم لرئ، زړۀ ور شئ، مضبوط اوسئ.

مرقوس 5:36
خو عيسىٰ چه دا خبره واؤريده نو دَ عبادت خانے مشر ته ئے ووئيل، ”ويريږه مه، خو يقين کوه.“

فيليپيان 1:28
اَؤ په هيڅ خبره کښے هم دَ مُخالفانو نه ويريدُونکى نۀ يئ، نو له دے نه به دا صفا ښکارى چه هغوئ به هلاک شى خو دا ستاسو دَ پاره خلاصُون اَؤ دا دَ خُدائے له طرفه ده.

Pashto Bible
No Data