A A A A A

Good Character: [Contentment]


متى 6:25-33
[25] ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خپل ژوند دَ پاره دَ خوراک څښاک سودا پريږدئ اَؤ دَ ځان پټولو دَ پاره دَ جامو غم مه کوئ. آيا ژوند دَ خوراک څښاک نه اَؤ وجود دَ جامو نه افضل نۀ دے؟[26] دَ هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کرى اَؤ نۀ ريبى اَؤ نۀ ئے خمبُو کښے جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. تاسو دَ مارغانو نه ډير غوره يئ![27] په تاسو کښے داسے څوک شته چه هغه په انديښنو خپل ژوند يو ساعت قدرے زيات کړى؟[28] بيا دَ جامو انديښنے دَ څۀ دَ پاره؟ لږ فکر خو وکړئ چه سوسن څنګه په پټو کښے راټُوکيږي، هغوئ نۀ خو کار کوى اَؤ نۀ وريشى.[29] خو بيا هم زَۀ تاسو ته دا وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ دوئ په شان جامے نۀ وے اغوستلے.[30] که چرے خدائے هغه واښۀ چه نن شته اَؤ صبا په تنُور کښے سوزولے شى، هغو ته دا رنګ جامے اغوستولے شى، نو هغه به تاسو بے جامے ساتى څۀ؟ ستاسو عقيدے څومره کمزورے دى![31] نو دا انديښنے مه کوئ چه څۀ به وخورُو يا څۀ به وڅښُو يا څۀ به اغُوندُو،[32] په دے ټولو څيزونو پسے نور قومونه زغلى. ځکه چه ستاسو آسمانى پلار پوهيږي چه تاسو ته دَ هر څۀ حاجت دے.[33] تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى.

دوېم کورنتيان 11:23-25
[23] آيا هغوئ دَ مسيح خادمان دى؟ زما دا وينا دَ ليونتوب په شان ښکارى، خو زَۀ دَ هغوئ نه زيات يم، په محنت کښے زيات، په قيد کښے زيات، په کروړو خوړلو کښے دَ حد نه زيات. څو څو واره دَ مرګ په خطرو کښے پاتے شوے يم،[24] ما دَ يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلويښت کروړے وخوړلے،[25] درے ځله په بينتونو ووهلے شوم، يو ځلے سنګسار کړے شوم، درے ځلے دجهاز دَ ماتيدو په بلا کښے ونښتم اَؤ يوه شپه اَؤ ورځ مے په سمندر کښے تير کړل.

فيليپيان 4:12-13
[12] زَۀ په غريبئ هم پوهيږم اَؤ دَ مال په زياتوالى هم پوهيږم. که زَۀ وږے يم اَؤ که موړ، که زَۀ غريب يم اَؤ که مالدار، په ټولو حالُونو کښے دَ قناعت راز مے زده کړے دے.[13] مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

عبرانيان 13:5
دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ، ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه :  ”زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه، اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“

اول تيموتيوس 6:6-7
[6] هو ديندارى دَ قناعت سره ډيره دَ ګټے ذريعه ده.[7] ځکه چه نه خو مُونږ دُنيا ته څۀ راؤړل اَؤ نۀ دَ هغے نه څۀ وړلے شُو.

لوقا 12:15
بیا یې خلکو ته وویل: «پام کوئ او خپل ځانونه د هر ډول حرص څخه وساتئ، ځکه چې د انسان رښتینی ژوند په دې نه جوړیږي چې هغه دې ډېره شتمني ولري.»

دوېم کورنتيان 12:10
دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے، په بے عزتئ کښے، په حاجت کښے، په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم، ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.

اول تيموتيوس 6:10-11
[10] ځکه چه دَ زرو دوستى دَ هر قِسم بدئ يو بيخ دے، چه دَ هغے په خواهش ځنى دَ ايمان نه ګُمراه شول اَؤ خپل زړُونه ئے په قِسم قِسم غمُونو غلبيل کړل.[11] اَئے خُدائى بنده! تۀ دَ دے خبرو نه وتښته اَؤ دَ صداقت، ديندارئ، ايمان، مينے، صبر اَؤ په نرم طبيعت پسے کوشِش کوه.

Pashto Bible
No Data