A A A A A

Good Character: [Confidence]


اول يوحنا 4:17
اَؤ په دے مينه په مُونږ کښے کامله شوے ده چه دَ عدالت په ورځ مُونږ باور ولرُو، اَؤ دا ځکه لکه چه هغه دے مُونږ هم په دے دُنيا کښے يُو.

اول يوحنا 5:14
مُونږ په دے زړه ورتيا سره خُدائے ته ودريدے شُو چه که مُونږ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق سوال ترے نه کوُو نو هغه زمُونږ آؤرى.

اِفِسيان 3:12
په عيسىٰ مسيح کښے اَؤ په هغۀ دَ ايمان لرلو په وسيله مُونږ ته زړه ورتيا ده چه مُونږ په پُوره تسلئ سره دَ خُدائے په مخکښے حاضريدے شُو.

عبرانيان 4:16
نو راځئ چه مُونږ دَ خدائے دَ فضل دَ تخت په وړاندے په زړه ورتيا يُون کوو چه په مُونږ رحم وشى اَؤ هغه فضل حاصل کړُو کُوم چه دَ حاجت په وخت زمُونږ مدد وکړى.

فيليپيان 1:6
اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے، هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى.

فيليپيان 4:13
مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم.

فيليپيان 3:3-5
[3] ځکه چه دَ خُدائے سُنت شوى خو مُونږ يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت عبادت کوُو اَؤ په عيسىٰ مسيح فخر کوو اَؤ په جسم توکل نۀ لرُو،[4] اګر چه زَۀ خو په جِسم توکل کولے شم. که څوک په خپل ځان دَ توکل کولو خيال لرى نو زَۀ دَ هغۀ نه هم زيات کولے شم.[5] په اتمه ورځ سُنت شوم، دَ اِسرائيل دَ قوم اَؤ دَ بنيامين دَ قبيلے نه يم، دَ عبرانيانو نه عبرانى، اَؤ دَ شريعت له رُويه فريسى يم،

دوېم کورنتيان 3:1-4
[1] آيا مُونږ بيا خپله نيکنامى ښکاره کول غواړُو؟ يا مُونږ ته دَ بعضو په شان دَ نيکنامئ خطُونه ستاسو په لور دَ راوړلو يا ستاسو نه دَ آخستو حاجت دے؟[2] زمُونږ خط چه زمُونږ په زړُونو کښے ليکلے شوے دے، هغه تاسو يئ اَؤ ټول خلق ئے پيژنى اَؤ لولى ئے.[3] ښکاره ده چه تاسو دَ مسيح هغه خط يئ کُوم چه مُونږ دَ خادمانو په طور ليکلے دے، په سياهى نه، بلکه دَ ژوندى خُدائے په رُوح سره، دَ ګټے په تختو نه بلکه په زړۀ باندے.[4] مُونږ دَ مسيح په معرفت په خُدائے داسے باور لرُو،

Pashto Bible
No Data