A A A A A

Good Character: [Commitment]


اول يوحنا 4:20
خو که څوک دا ووائى چه زَۀ دَ خُدائے سره مينه لرم اَؤ دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، ځکه چه کُوم ورور ئے ليدلے دے، دَ هغۀ سره مينه نۀ لرى نو دا نۀ شى کيدے چه خُدائے چه دَۀ ليدلے نۀ دے، دَ هغۀ سره مينه ولرى.

دوېم تيموتيوس 1:12
اؤ په دِے وجه زَۀ دا تکليفُونه هم زغمم اَؤ شرميږم نه، ځکه چه په چا چه ما ايمان راوړے دے هغه پيژنم، اَؤ زما يقين دے چه څۀ چه هغۀ ما ته سپارلى دى تر هغے ورځے پورے هغه دَ هغۀ حفاظت کولے شى.

دوېم تيموتيوس 2:15
خپل ځان دَ خُدائے په وړاندے مقبُول اَؤ دَ يو داسے کار کُن په شان دَ پيش کولو کوشِش وکړه چه دَ خپل کار نه نۀ شرميږى، اَؤ څوک چه دَ حق کلام تعليم په صحيح طور ورکوى.

دوېم تيموتيوس 4:7
هغه جنګ چه ما ته په دے دُنيا کښے کول وُو، ما په ښه شان وکړو، خپله منډه مے پُوره کړے ده اَؤ هغه ايمان چه ما ته سپارلے شوے وو، هغه مے محفوظ ساتلے دے.

اعمال 2:42
هغوئ به دَ رسُولانو تعليم آؤريدلو ته، دَ شريک ژوندُون، په يو ځائے دَ ډوډئ ماتولو اَؤ دَ دُعا دَ پاره راغونډيدل.

کولوسيان 1:29
اَؤ دَ دے دَ پاره زَۀ دَ مسيح دَ هغه قُوت په مُطابق دَ زړۀ سره خوارى کوم چه په ما کښے په زور اثر کوى.

ګلتيان 1:4
چا چه زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره خپل ځان قُربان کړو چه مُونږ دَ دے موجُوده بدے زمانے نه بچ کړى، لکه چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار رضا ده.

ګلتيان 6:9
نو بيا دِ مُونږ په ښۀ کار کولو کښے کله هم حوصله ونه بائيلو، ځکه چه که بے زړۀ نۀ شُو نو په عين وخت به ئے وريبُو.

يوحنا 8:12
عيسىٰ يو ځل بيا خلقو ته مُخاطب شو اَؤ وئے وئيل، ”زَۀ دَ دُنيا نُور يم. څوک چه ما پسے راځى هغه به په تيارۀ کښے نۀ ګرزى بلکه په هغه نُور کښے چه ژوندُون روښانه کوى.“

يوحنا 9:62
نورو به وئيل چه ”يو پيريانو نيولے سړے هم داسے خبرے کولے شى څۀ؟ آيا يو پيرے هم دَ ړُوند سترګے روغولے شى څۀ؟“

متى 4:19
عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ماپسے راځئ اَؤ زَۀ به تاسو دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“

فيليپيان 3:13
زما ورُوڼو! زما دا خيال نۀ دے چه نيولے مے دے، بلکه صرف دا کوم چه کُوم څيزُونه وروستو پاتے شول هغه هيروم، اَؤ دَ وړاندے څيزُونو دَ پاره په مخه

Pashto Bible
No Data