A A A A A

Good Character: [Trust]


يوحنا 10:10
غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى.

يوحنا 14:1
ستاسو غمژن زړُونه دِ ګبراؤ نۀ شى، په خُدائے يقين لرئ، هم په ما يقين لرئ.

فيليپيان 4:19
زما خُدائے به ستاسو هر حاجت دَ خپل بے پايانه دولت په مُطابق دَ مسيح عيسىٰ په وسيله پُوره کړى.

روميان 8:28
اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.

روميان 15:13
خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے، هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

اول يوحنا 5:14-15
[14] مُونږ په دے زړه ورتيا سره خُدائے ته ودريدے شُو چه که مُونږ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق سوال ترے نه کوُو نو هغه زمُونږ آؤرى.[15] اَؤ مُونږ په دے پوهه يُو چه خُدائے زمُونږ خبرے آؤرى اَؤ مُونږ په دے هم پوهيږُو چه مُونږ چه څۀ غواړُو هغه ئے راکوى.

متى 6:25-26
[25] ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خپل ژوند دَ پاره دَ خوراک څښاک سودا پريږدئ اَؤ دَ ځان پټولو دَ پاره دَ جامو غم مه کوئ. آيا ژوند دَ خوراک څښاک نه اَؤ وجود دَ جامو نه افضل نۀ دے؟[26] دَ هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کرى اَؤ نۀ ريبى اَؤ نۀ ئے خمبُو کښے جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. تاسو دَ مارغانو نه ډير غوره يئ!

Pashto Bible
No Data