A A A A A

Good Character: [Patience]


اول کورنتيان 13:4
مينه صابره ده، مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى، مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى،

فيليپيان 4:6
دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.

روميان 12:12
په اُميد کښے خوشحاله، په مُصيبت کښے صابر اَؤ په دُعا کښے مشغُول اوسئ.

اِفِسيان 4:2
يعنے پُوره په عاجزئ، نرمئ، صبر اَؤ په مينه يو بل زغمئ.

ګلتيان 6:9
نو بيا دِ مُونږ په ښۀ کار کولو کښے کله هم حوصله ونه بائيلو، ځکه چه که بے زړۀ نۀ شُو نو په عين وخت به ئے وريبُو.

لوقا 15:11-24
[11] بیا عیسی وویل: «یو سړي دوه زامن لرل،[12] کشر زوی یې خپل پلار ته وویل: «پلاره! ما ته مې خپله برخه جایداد راکړه.» نو هغه سړي خپل جایداد د خپلو دواړو زامنو ترمنځ ووېشلو.[13] څو ورځې وروسته کشر زوی خپله برخه جایداد خرڅ کړ او پیسې یې واخیستلې او یو لیرې وطن ته لاړ او خپلې پیسې یې هلته په عیاشۍ کې بیځایه برباد کړلې.[14] کله چې هغه خپل هرڅه مصرف کړل، په هغه وطن کې سخته قحطي راغله او هغه محتاج شو.[15] نو هغه لاړ او د هغه وطن د یو سړي سره نوکر شو او هغه سړي هغه خپلو پټیو ته ولېږه چې خوګان وساتي.[16] هغه په دې ارمان ؤ چې خپله ګېډه په هغو خواړو باندې مړه کړي چې خوګانو به خوړل، خو هیچا هغه ته څه نه ورکول.[17] په پای کې د هغه عقل سر ته راغی او ویې ویل: «زما د پلار مزدوران دومره زیات خواړه لري چې ورڅخه پاتې کیږي او زه دلته د لوږې له لاسه مړ کېږم.[18] زه به لاړ شم او خپل پلار ته به ورشم او ورته به ووایم چې پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده.[19] زه نور د دې وړ نه یم چې ته راته خپل زوی ووایې. ما هم یو له خپلو مزدورانو څخه وشمیره.»[20] نو هغه پاڅېد او د خپل پلار کور ته روان شو. هغه لا کور ته نه ؤ رسېدلی چې پلار یې هغه له لیرې ولیده، زړه یې ورباندې وسوځېده او په منډه منډه د خپل زوی خواته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه او ښکل یې کړ.[21] زوی یې وویل: «پلاره! ما د خدای او ستا په وړاندې ګناه کړې ده. زه نور د دې وړ نه یم چې ستا زوی وګڼل شم.»[22] خو پلار یې خپلو نوکرانو ته وویل: «ژر شئ. تر ټولو ښه چپنه راوړئ او هغه ته یې واغوندئ. ګوته ورته په لاس کړئ او څپلۍ ورته په پښو کړئ.[23] یو چاغ خوسکی راولئ او حلال یې کړئ او راځئ چې میله جوړه کړو او خوشحالي وکړو.[24] ځکه چې زما دا زوی مړ شوی ؤ او بېرته راژوندی شوی دی. هغه ورک شوی ؤ، خو اوس پیدا شوی دی.» نو هغوی جشن پیل کړ.

روميان 8:24-30
[24] ځکه چه دَ دے اُميد په وسيله مُونږ خلاصُون ومُوندو، خو که مُونږ دَ هغه څيز اُميد کوُو چه مُونږ ئے وينو نو هغه رښتينے اُميد نۀ دے. څوک دَ هغه څيز اُميد کوى چه وينى ئے؟[25] خو که چرے مُونږ دَ هغه څيز په اُميد يُو چه لا ئے نۀ وينو نو بيا به په صبر سره دَ هغۀ اِنتظار کوُو.[26] رُوحُ القُدس هم په دے شان زمُونږ په کمزورتياؤ کښے مدد کوى. مُونږ ته دا هم نۀ ده معلُومه چه دُعا څنګه کول په کار دى خو رُوحُ القُدس په اسويلو زمُونږ شفاعت کوى چه په لفظُونو کښے نۀ شى بيان کيدلے.[27] اَؤ خُدائے څوک چه زمُونږ دَ زړُونو ليدُونکے دے، هغۀ ته دا معلُومه ده چه دَ دے رُوحُ القُدس خيال څۀ دے ځکه چه هغه دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق شفاعت کوى.[28] اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى.[29] ځکه چه خُدائے خپل خلق دَ هغه وخت راسے پيژندل چه دوئ لا نۀ وُو اَؤ بيا ئے حُکم وکړو چه دوئ دِ دَ هغۀ دَ زوى دَ صُورت په شان شى، دَ دے دَ پاره چه هغه په دے ټولو ورُوڼو کښے مشر ورور وګرزى.[30] اَؤ هم دا دَ مخکښے نه مُقرر کړى شوى هم وُو اَؤ هغه څوک چه هغۀ رابللى دى، هغه ئے صادِقان کړى هم دى، اَؤ هغه څوک چه دَۀ صادِقان کړى دى، هغوئ ته ئے خپل جلال هم وربخښلے دے.

دوېم تِسالونيکيان 1:4-5
[4] بے شکه چه مُونږ په خپله دَ خُدائے په جماعتُونو کښے په تاسو فخر کوُو، چه څومره ظُلم اَؤ تکليفُونه چه تاسو زغمئ په هغو ټولو کښے ستاسو صبر اَؤ ايمان ظاهريږى.[5] دا دَ خُدائے دَ رښتُونى عدالت ثبُوت دے دَ پاره دَ دے چه تاسو دَ خُدائے دَ بادشاهئ لائق شئ دَ کُومے دَ پاره چه تاسو تکليفُونه هم زغمئ.

عبرانيان 11:13-16
[13] دا ټول دَ ايمان په حالت کښے مړۀ شول اَؤ هغه دَ لوظ په مُطابق څيزُونه ئے لا نۀ وُو مُوندلى، خو دَ لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اَؤ اِقرار ئے وکړو چه مُونږ په مزکه بے وطنه اَؤ مُسافر يُو.[14] څوک چه داسے خبرے کوى، هغوئ ښکاره کوى چه دَ خپل وطن په لټون کښے دى.[15] اَؤ چه له کُوم مُلک نه هغوئ راوتلى وُو، که دَ هغۀ خيال ئے کولے نو هغوئ ته دَ واپس تللو موقعه وه.[16] خو په حقيقت کښے هغوئ دَ يو غوره، يعنے دَ آسمانى مُلک طمعه دار وُو، اَؤ خُدائے دَ هغوئ نه نۀ شرميږى چه دَ هغوئ خُدائے وبللے شى، ځکه چه هغوئ ته ئے يو ښار تيار کړو.

روميان 5:2-4
[2] دَ چا په وسيله چه مُونږ دَ خُدائے په فضل کښے ځائے مُوندلے دے اَؤ چرته چه مُونږ اوس هم ولاړ يُو، اَؤ خُدائے دَ لوئى په اُميد فخر کوُو چه دا به زمُونږ هم وى![3] سربارى پرے دا مُونږ په خپلو موجُوده تکليفُونو هم فخر کوُو ځکه چه مُونږ ته دا معلُومه ده چه تکليفُونه په سړى کښے دَ زغم طاقت پيدا کوى.[4] اَؤ زغم دَ دے خبرے ثبوت راؤړى چه مُونږ په آزميښت کښے کامياب شوُو اَؤ هم دغه وجه ده چه مۇنږ ٱمید لرۇ

رويا 6:9-11
[9] هر کله چه ګډُورى پينځم مُهر مات کړو نو ما دَ قُربان ګاه دَ لاندے دَ هغو خلقو رُوحُونه وکتل چه دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ خپلے ګواهئ په وجه قتل کړى شوى وُو.[10] هغوئ په زوره چغه کړه چه ”مالِکه! پاکه اَؤ رښتُونى خُدايه! تر څو به فيصله ونۀ کړے اَؤ دَ مزکے دَ اوسيدُونکو نه به زمُونږ دَ وينے بدل وانۀ خلے؟“[11] هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه اَؤ ورته ووئيلے شول چه ”لږ شان تر هغے صبر وکړئ چه ستاسو ټول ورُوڼه اَؤ په خدمت کښے ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“

Pashto Bible
No Data