A A A A A

ښه لوښه: [ماډل]


اول کورنتيان 12:23
اَؤ دَ بدن هغه اَندامُونه چه مُونږ ئے دَ نورو په نسبت سپک ګڼُو، هم هغو ته زيات اهميت ورکوُو، اَؤ خپل بدرنګى اَندامُونه زيات په حيا ساتُو.

اول تيموتيوس 2:8-10
[8] نو بيا زَۀ غواړم چه خلق په هر ځائے کښے بغير دَ غُصے اَؤ تکرار نه پاک لاسُونه پورته کوى اَؤ دُعا غواړى.[9] هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى، نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره،[10] بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى.

اول پطروس 3:3-4
[3] اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل،[4] بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے.

روميان 12:2
خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ، بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بالکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے.

متى 5:28
خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه که يو سړے يوے ښځے ته په بده سترګه وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښے دَ هغے سره زِنا وکړه.

اول پطروس 3:3
اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل،

اول کورنتيان 6:19-20
[19] آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ،[20] ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

اول کورنتيان 10:31
نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ، هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ.

اول تيموتيوس 3:2
نو ځکه دِ زمُونږ دَ جماعت مشر دَ اِلزام نه پاک، دَ يوے ښځے خاوند، بيدار، شريف، سم ميلمه دوست اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق وى،

لوقا 17:1
عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «هر څوک وسوسه کیږي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د وسوسو د رامنځته کیدو سبب کیږي.

اِفِسيان 2:10
ځکه چه مُونږ هم خُدائے جوړ کړى يُو اَؤ مُونږ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ښۀ کارُونو دَ پاره پيدا شوى يُو کُوم چه خُدائے دَ اول نه مُونږ دَ پاره تيار کړى وُو.

روميان 14:13
نو په کار دى چه آينده دَ پاره مُونږ دِ په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. اَؤ تاسو دا اِراده وکړئ چه هيڅوک به دَ ورور په وړاندے هغه څيز نۀ ږدى کُوم چه دَ هغۀ دَ تيندک خوړلو يا راغورزيدو سبب کيږى.

اول پطروس 3:3-5
[3] اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل،[4] بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے.[5] اَؤ په وړُومبئ زمانه کښے هم په خُدائے اُميد لرُونکو پاکو ښځو خپل ځانُونه دغه شان سنګارول اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسيدلے،

اول پطروس 1:14
اَؤ تابعدار بچى جوړ شئ، دَ خپل جهالت دَ زمانے دَ هغه زړو خواهشاتو غُلامان مه جوړيږئ.

اول پطروس 3:1-4
[1] اَئے ښځو! هم دغه شان تاسو هم دَ خپلو خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ، ځکه چه که په هغو کښے ځنے دَ خُدائے کلام نۀ منى چه بيا هم ستاسو پاک چال چلن ته وګورى اَؤ خُدائے ته راواؤړى،[2] يعنے چه ستاسو پاکيزه ګئ اَؤ اِحترام ته وګورى نو دَ څۀ وئيلو نه بغير دَ خپلو خپلو ښځو دَ چال چلن په وجه.[3] اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى، يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل،[4] بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے.

اول يوحنا 2:16
څۀ چه په دُنيا کښے دَ نفسانى خواهشاتو، يا دَ سترګو دَ شوق، اَؤ يا ژوند دَ کبر تاسو ته ښکارى، دا دَ پلار له لورى نۀ دى بلکه دَ دُنيا څيزُونه دى.

روميان 12:1
دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى، اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى

اول تيموتيوس 4:8
ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى دَ ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده، ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته.

فيليپيان 2:5
هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وو.

اول پطروس 3:4
بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے، په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى، چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے.

اول تيموتيوس 2:10
بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى.

Pashto Bible
No Data