A A A A A

ښه لوښه: [حساب ورکول]


روميان 14:12
ځکه چه له مُونږ نه هر يو به خُدائے ته حساب ورکوى.

روميان 1:20
ولے چه دَ هغۀ پټ صفتُونه لکه دَ هغۀ دائمى قُوت اَؤ اُلوهيت، دَ وخته راسے دَ کله نه چه خُدائے دا دُنيا پيدا کړے ده، په هغه څيزُونو کښے څرګندوى چه هغۀ پيدا کړى دى. هغوئ ئے وينى نو ځکه دَ هغوئ دَ دے عمل دَ پاره هيڅ عُذر نِشته.

يعقوب 5:16
نو بيا تاسو په خپلو کښے يو بل ته دَ خپلو خپلو ګُناهُونو اِقرار وکړئ اَؤ دَ يو بل دَ پاره دُعا وغواړئ چه شفا ومُومئ. دَ صادِق دَ دُعا په اثر ډير څۀ کيدے شى.

روميان 2:12
هغه چا چه بے دَ مُوسىٰ دَ شريعت نه ئے ګُناه کړے وى، نو هغه به بے له شريعت نه هلاک شى، اَؤ هغه چا چه دَ دے شريعت دَ لاندے ئے ګُناه کړے وى، هغه به په دے شريعت سزا مُومى.

لوقا 12:47-48
[47] هغه نوکر چې په دې پوهیږي چې خپل بادار یې ترې څه غواړي، خو بیاهم تیار نه دی چې هغه کار وکړي، نو هغه به سخت ووهل شي.[48] مګر هغه نوکر چې په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه غواړي او کوم غلط کار وکړي چې د سزا وړ وي، نو لږ به ووهل شي. چا ته چې ډېر ورکړل شي نو ډېر به ورڅخه غوښتل کیږي. څومره ډېر چې چا ته سپارل کیږي هماغومره ډېر ورڅخه غوښتل کیږي.»

اول تِسالونيکيان 5:11
نو تاسو يو بل ته تسلى ورکړئ اَؤ دَ يو بل دَ ترقئ سبب جوړ شئ، اَؤ بے شکه چه تاسو داسے کوئ هم.

يعقوب 4:17
نو بيا که څوک په ښو کولو پوهيږى اَؤ نۀ ئے کوى، دَ هغۀ دَ پاره دا ګُناه ده.

روميان 4:15
چرته چه شريعت وى هلته سزا هم وى، خو چرته چه شريعت نِشته نو هلته دَ شريعت ماتول هم نِشته.

اول تيموتيوس 1:10
حرام کارانو اَؤ بچه بازو، اغوا کوُونکو، دروغژنو اَؤ دَ دروغو قسم خوړُونکو اَؤ دَ دے نه علاوه دَ صحيح تعليم خلاف دَ کار کوُونکو دَ پاره دے.

متى 12:36
زَۀ تاسو ته دا وايم چه داسے يو بے فائدے ټکے هم نشته چه سړے ئے دَ خُلے نه راوباسى اَؤ دَ قيامت په ورځ به دَ هغے حساب نۀ ورکوى.

لوقا 12:48
مګر هغه نوکر چې په دې نه پوهیږي چې بادار یې څه غواړي او کوم غلط کار وکړي چې د سزا وړ وي، نو لږ به ووهل شي. چا ته چې ډېر ورکړل شي نو ډېر به ورڅخه غوښتل کیږي. څومره ډېر چې چا ته سپارل کیږي هماغومره ډېر ورڅخه غوښتل کیږي.»

اِفِسيان 5:21
اَؤ دَ مسيح دَ اِحترام له خاطره دَ يو بل تابعدارى کوئ.

عبرانيان 10:25
اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے، بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو، اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ.

متى 12:36-37
[36] زَۀ تاسو ته دا وايم چه داسے يو بے فائدے ټکے هم نشته چه سړے ئے دَ خُلے نه راوباسى اَؤ دَ قيامت په ورځ به دَ هغے حساب نۀ ورکوى.[37] ځکه چه تۀ به په خپلو خبرو صادِق شے اَؤ په خپلو خبرو به ګُناه ګار شے“

ګلتيان 6:1-2
[1] اَئے ورُوڼو! که څوک په څۀ قصُور کښے ونيولے شى نو تاسو چه دَ رُوحُ القُدس په هدايت چليږئ هغه په عاجزئ سره په ځائے کړئ، اَؤ خپل خيال هم ساتئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزے[2] تاسو دَ يو بل خيال ساتئ اَؤ دغه شان دَ مسيح شريعت پُوره کوئ.

عبرانيان 10:24
اَؤ مُونږ دَ يو بل خيال وساتُو اَؤ يو بل ته دَ مينے اَؤ نيکو کارُونو دَ کولو ترغيب ورکوُو.

اول يوحنا 2:2
هغه په خپله زمُونږ دَ ګُناهُونو کِفاره دے، نۀ يواځے زمُونږ دَ ګُناهُونو بلکه دَ ټولے دُنيا دَ ګُناهُونو هم.

دوېم کورنتيان 5:10
ځکه چه دا ضرورى ده چه دَ مسيح دَ عدالت دَ تخت په وړاندے چه مُونږ حاضر شُو نو چه زمُونږ دَ ټولو حال څرګند کړے شى نو هر څوک به دَ خپلو هغو کارُونو بدل ومُومى کُوم چه هغوئ دَ وجُود په وسيله کړى دى که بد وى اَؤ که ښۀ.

دوېم کورنتيان 4:17-18
[17] نو دغه شان زمُونږ دَ يو ساعت لږ مُصيبت زمُونږ دَ پاره بے کچه درُوند اَؤ آبدى جلال پيدا کوى.[18] اَؤ په کُوم حال کښے چه مُونږ په ليدلو څيزُونو نه، بلکه په ناليدلو څيزُونو نظر لرُو ځکه چه ليدلى څيزُونه فانى دى اَؤ ناليدلى څيزُونه آبدى دى.

اِفِسيان 4:25
نو بس دروغ وئيل پريږدئ اَؤ هر څوک دِ دَ خپل ګاونډى سره رښتيا ووائى ځکه چه مُونږ ټول دَ يو بدن اَندامُونه يُو.

ګلتيان 6:2
تاسو دَ يو بل خيال ساتئ اَؤ دغه شان دَ مسيح شريعت پُوره کوئ.

اعمال 14:17
خو بيا هم هغۀ تاسو دَ خپل ځان په حقله ناخبره نۀ يئ ساتلى، هغه چه درباندے دا مهربانى کوى چه دَ آسمان نه درباندے باران ورَوى اَؤ دَ موسم دَ فصلُونو نه خوراک درکوى اَؤ ستاسو زړُونه خوشحالوى.“

دوېم کورنتيان 2:6
دغه سزا چه هغۀ دَ ډيرو خلقو له طرف نه ومُونده دَ داسے سړى دَ پاره پُوره ده.

اول کورنتيان 1:10
نو اوس اَئے ورُوڼو، عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے، دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ، خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ.

Pashto Bible
No Data