A A A A A

Good Character: [Honest]


دوېم کورنتيان 8:21
ځکه چه مُونږ دَ داسے څيزُونو تدبير کوُو چه هغه نۀ صرف دَ خُدائے په مخکښے غوره وى بلکه دَ خلقو په مخکښے هم.

دوېم تيموتيوس 2:15
خپل ځان دَ خُدائے په وړاندے مقبُول اَؤ دَ يو داسے کار کُن په شان دَ پيش کولو کوشِش وکړه چه دَ خپل کار نه نۀ شرميږى، اَؤ څوک چه دَ حق کلام تعليم په صحيح طور ورکوى.

کولوسيان 3:9
يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چه تاسو زوړ اِنسانيت دَ هغه عملُونو سره لرے کړے دے،

اِفِسيان 4:25
نو بس دروغ وئيل پريږدئ اَؤ هر څوک دِ دَ خپل ګاونډى سره رښتيا ووائى ځکه چه مُونږ ټول دَ يو بدن اَندامُونه يُو.

يعقوب 1:26
څوک چه ځان دينداره ګڼى اَؤ بيا هم خپله ژبه په قابُو کښے نۀ ساتى، هغه خپل ځان ته دوکه ورکوى، نو دَ هغۀ ديندارى باطله ده.

يعقوب 3:17
خو چه کُوم حِکمت له آسمان نه راځى، اول خو هغه پاک وى، بيا صُلح خوښوُونکے، نرم مزاجه، تربيت خوښوُونکے، رحم کوُونکے اَؤ دَ ښو ميوو نه ډک، ناطرفداره اَؤ بے ريا.

لوقا 6:31
د نورو سره داسې چلند کوئ لکه څنګه یې چې تاسو د ځان دپاره د هغوی څخه غواړئ.

متى 5:8
بختور دى هغوئ چه زړونه ئے پاک دى، هغوئ به دَ خدائے ديدن وکړى.

يوحنا 1:3
اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے.

يوحنا 3:18
څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے.

فيليپيان 4:8-9
[8] نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى، څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى، اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى، غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى، په هغو غور کوئ.[9] کُومے خبرے چه تاسو له ما نه زده کړے اَؤ حاصلے کړے اَؤ واؤريدلے اَؤ په ما کښے مو وليدلے، په هغو عمل کوئ، نو هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے، به تاسو سره وى.

اول پطروس 3:10-12
[10] ځکه چه ”هر څوک چه دَ ژوندانه خوشحاله کيدل اَؤ ښے ورځے ليدل غواړى، هغه دِ ژبه دَ بدئ نه اَؤ شُونډے دَ فريب دَ خبرو کولو نه وساتى،[11] دَ بدئ نه دِ ځان وساتى اَؤ په نيکئ دِ عمل کوى، دَ صُلح طلبګار دِ وى اَؤ دَ هغے په کوشِش کښے دِ وى.[12] ځکه چه دَ مالِک سترګے دَ صادِقانو طرف ته دى اَؤ دَ هغۀ غوږُونه دَ هغوئ دَ دُعا دَ پاره څک دى، خو دَ بدکارانو نه مخ اړوى.“

Pashto Bible
No Data