A A A A A

Good Character: [Hospitality]


عبرانيان 3:2
خُدائے هغه مُقرر کړو اَؤ هغه دَ خُدائے وفادار پاتے شو لکه څنګه چه مُوسىٰ دَ خُدائے په ټول کور کښے وفادار وو.

اول تيموتيوس 5:10
اَؤ په نيکو کارُونو کښے مشهُوره وى، دَ بچو تربيت ئے کړے وى، دَ مُسافرو ميلمستيا ئے کړے وى، دَ پاکانو پښے ئے وينځلے وى، دَ مُصيبت زپلو مدد ئے کړے وى اَؤ دَ هر ښۀ کار کولو ليواله وى.

تيطوس 1:8
بلکه هغه دِ ميلمه پالُونکے، نيک خواه، تقوىٰ دار، مُنصف مزاجه، پاک اَؤ صبرناک وى.

اول پطروس 4:8-9
[8] دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه په خپلو کښے مينه ساتئ ځکه چه مينه په ډيرو ګُناهُونو پړده اچوى.[9] بے له ګُوريدلو په خپلو کښے دَ يو بل ميلمستيا کوئ.

اعمال ۱۶:۳۳-۳۴
[۳۳] نو دَ شپے په هم هغه ساعت هغۀ هغوئ بوتلل اَؤ دَ هغوئ پرهرونه ئے ووينځل، اَؤ په هغے پسے سمدستى هغۀ ته اَؤ دَ هغۀ دَ کور ټولو خلقو ته بپتسمه ورکړے شوه.[۳۴] هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل اَؤ خوراک ئے ورته کيښودو اَؤ سره دَ ټولے کورنئ ئے ډيره ښادى وکړله ځکه چه هغوئ په خُدائے ايمان راوړے وو.

لوقا 14:7-14
[7] کله چې عیسی ولیدل چې ځینو میلمنو کوښښ کاوه د ځانونو دپاره تر ټولو ښه ځایونه ونیسي، نو هغوی ته یې دا مثال راوړ:[8] «کله چې څوک تاسو ته د واده د میلمستیا دپاره بلنه درکړي نو د مجلس په سر کې مه کښینئ. ځکه کېدای شي چې ستاسو څخه کوم بل ډېر مهم سړی رابلل شوی وي،[9] او ستاسو کوربه چې تاسو دواړه یې رابللي یئ راشي او درته ووایي: «خپل ځای دې سړي ته پرېږده.» نو بیا به وشرمېږې او مجبوره به شې چې تر ټولو وروستني ځای کې کښینې.[10] خو کله چې د چا میلمه شې نو لاړ شه او تر ټولو وروستني ځای کې کښینه. ترڅو کله چې کوربه راشي او درته ووایي: «ای زما ملګریه! پاس کښینئ.» په دې به د نورو ټولو میلمنو په مخکې ستا عزت وشي،[11] ځکه څوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او څوک چې خپل ځان عاجز کړي هغه به سرلوړی شي.»[12] بیا عیسی خپل کوربه ته وویل: «کله چې د غرمې یا د ماښام ډوډۍ دپاره څوک راغواړې نو خپلو ملګرو یا خپلو ورونو یا خپلوانو یا خپلو شتمنو ګاونډیانو ته بلنه مه ورکوه، ځکه چې هغوی به هم بېرته تاته بلنه درکړي نو په دې ډول به ستا بدل پوره کړي.[13] خو کله چې میلمستیا ورکوې نو غریبانو، شلانو، ګوډانو او ړاندو ته بلنه ورکړه.[14] نو ته به بختور یې، ځکه چې هغوی ستا بدل نه شي پوره کولای. خو د قیامت په ورځ به خدای تاته د صادقانو سره اجر درکړي.»

متى 25:34-46
[34] بيا به بادشاه دَ ښى لاس خلقو ته ووائى چه راځئ زما دَ پلار مُبارکو خلقو! دَ باد شاهئ وارثان شئ چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے تاسو ته جوړه شوے وه په هغے کښے داخل شئ.[35] کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ کړم، اَؤ چه تږے وم اوبۀ مو دَ څښلو دَ پاره راکړے، اَؤ چه زَۀ مُسافر وم نو تاسو زَۀ خپل کور ته ننه ايستم،[36] اَؤ چه بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم، کله چه زَۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو اَؤ چه په قيد کښے وم نو تاسو زما مُلاقات له راغلئ.[37] نو صادِقان به جواب ورکړى، مالکه! دا کله وُو چه مُونږ تۀ وږے وليدے اَؤ موړ مو کړے، يا تږے وے نو دَ څښلو دَ پاره مو اوبۀ درکړے،[38] اَؤ مُسافر وے نو مُونږ کور ته ننه ايستلے، يا بربنډ وے نو په جامو مو پټ کړے؟[39] مُونږ تۀ کله ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے نو مُلاقات مو درسره کړے وُو؟[40] اَؤ بادشاه به جواب ورکړى، زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو زما په وروڼو کښے دَ عاجز نه عاجز يو تن سره هم چه څۀ کړى دى نو زما دَ پاره مو کړى دى.[41] بيا به هغه هغو ته ووائى، څوک چه به دَ هغۀ ګس لاس ته وى، اَئے لعنتيانو! زما دَ سترګو نه پنا شئ اَؤ هغه تل عُمرى اور ته لاړ شئ چه دَ شيطان اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ پاره تيار شوے دے![42] کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ نۀ کړم، اَؤ چه تږے وم دَ څښلو دَ پاره مو هيڅ رانۀ کړل،[43] اَؤ چه مُسافر وم نو کور ته مو ننه نۀ ايستلم، چه بربنډ وم تاسو په جامو پټ نۀ کړلم، اَؤ کله چه زَۀ ناروغه اَؤ قيدى وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ.[44] اَؤ هغوئ به هم په جواب کښے ووائى، مالکه! دا کله مُونږ وږے تږے، مُسافر، بربنډ، ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے اَؤ ستا مو هيڅ خدمت نۀ دے کړے؟[45] اَؤ هغه به جواب ورکړى، زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر کله چه تاسو دَ عاجز نه عاجز يو تن سره، که هغه هر څومره چه هم عاجز وو، نۀ دى کړى نو تاسو ماسره نۀ دى کړى.[46] اَؤ هغوئ به تل عُمرى عذاب ته لاړ شى، خو صادِقان به دَ تل ژوندُون بيا مُومى.“

روميان 12:13-20
[13] دَ پاکانو په حاجتُونو کښے مدد کوئ اَؤ دَ مُسافرانو خيال ساتئ.[14] چه تاسو تنګوى دَ هغوئ خير غواړئ، برکت ئے غواړئ، بد ورته مه وايئ.[15] دَ خوشحالو سره خوشحالى کوئ، دَ ژړيدُونکو سره ژړا کوئ.[16] پخپلو کښے په يو زړۀ اوسئ، لوئے لوئے خيالُونه مه زغلوئ اَؤ دَ خوارانو خيال ساتئ اَؤ خپل ځان هوښيار مه بولئ.[17] دَ بدئ په بدله کښے دَ چا سره بدى مه کوئ. کُومے خبرے چه دَ هر چا په نظر کښے ښے دى، هم هغه کوئ.[18] تر څو چه درنه کيدے شى نو دَ خپلے خوا نه دَ هر چا سره صُلح ساتئ.[19] اَئے زما غزيزانو! خپل بدل مه آخلئ بلکه خُدائے ته موقع ورکړئ، ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه :  ”خدائے فرمائى چه بدل آخستل زما کار دے، بدل به زۀ آخلم.“[20] تر دِے چه :  ”که دُښمن دِ وږے وى نو هغۀ له هم ډوډئ ورکړه اَؤ که تږے وى نو اوبۀ ورله ورکړه، ځکه چه ستا په داسے کولو به اور پرے بل شى.“

Pashto Bible
No Data