A A A A A

Carattere Buon: [Grato]


کولوسيان 4:2
Perseverate nella preghiera, vegliando in essa con rendimento di grazie.

دوېم کورنتيان 2:14-15
[14] خو دَ خُدائے شکر دے څوک چه په مسيح کښے مُونږ لکه دَ قيديانو دَ فتحمندئ په جُلوس بيائى اَؤ دَ هغۀ دَ عِلم خوشبُوئ زمُونږ په وسيله په هر ځائے خوروى.[15] ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په نزد خلاصُون موندُونکو اَؤ هلاکيدُونکو، دواړو دَ پاره، دَ مسيح خُوشبُوئ يُو.

اول تِسالونيکيان 5:18
اَؤ په هر حال کښے شکر کوئ ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو په حقله دَ خُدائے دغه رضا ده.

کولوسيان 3:15-17
[15] اَؤ دَ مسيح سلامتى دَ کُومے دَ پاره چه تاسو يو وجُود شوئ اَؤ راوبللے شوئ دِ ستاسو په زړُونو کښے حُکُومت وکړى، اَؤ تاسو شکر ګذار اوسئ.[16] دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ.[17] هر څۀ چه تاسو کوئ، که تاسو خبرے کوئ يا څۀ کار، هغه ټول دَ مالِک عيسىٰ په نُوم کوئ اَؤ دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے پلار شکر کوئ.

اول کورنتيان 15:57
خو دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ مُونږ ته دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.

روميان 1:21
هغوئ خُدائے پيژندلو خو بيا هم دَ خُدائے دَ تمجيد نه ئے اِنکار کاوو اَؤ شکر ګذار کيدل نه، بلکه دَ هغوئ ټول خيالات باطل شول اَؤ دَ هغوئ بے لارے کړى شوى زړُونه په تورتم کښے غورزولى شول.

فيليپيان 4:6
دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.

دوېم کورنتيان 9:15
شکر دے دَ خُدائے دَ هغه بخښنے چه دَ بيان نه بهر ده.

اول تِسالونيکيان 5:16-18
[16] هر وخت خوشحاله اوسئ.[17] په دعا کښے ناغه مه کوئ.[18] اَؤ په هر حال کښے شکر کوئ ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو په حقله دَ خُدائے دغه رضا ده.

فيليپيان 4:6-7
[6] دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ.[7] نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده، ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى.

کولوسيان 1:12
اَؤ دَ هغه پلار شکر کوئ چا چه تاسو دَ دے جوګه کړئ چه دَ هغۀ په ميراث کښے حصه دار شئ. دا هغه ميراث دے چه دَ پاکانو سره به دَ هغه نُور په بادشاهت کښے برخه ولرئ.

يعقوب 1:17
هر ښۀ بخشش اَؤ هر کامِل اِنعام دَ آسمان نه راځى اَؤ دَ خُدائے نه مُوندلے کيږى چه دَ نمر سپوږمئ اَؤ دَ ستورو پيدا کوُونکے دے. په هغۀ کښے نۀ خو څۀ تبديلى راځى اَؤ نۀ دَ ګردش له عمل روښانه کيږى اَؤ نۀ تيارۀ کيږى.

اِفِسيان 5:4
اَؤ نۀ بے شرمى، نۀ کم عقلے خبرے اَؤ نۀ وشتے ملنډے، ځکه چه دا بے ځايه خبرے دى دَ دِے په ځائے دَ خدائے شکر کوئ.

اِفِسيان 5:20
اَؤ په ټولو خبرو کښے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم زمُونږ دَ خُدائے پلار هر وخت شکر کوئ.

يوحنا 3:16
خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى.

کولوسيان 3:2
دَ آسمانى څيزُونو خيال ساتئ، نۀ چه دَ مزکے.

کولوسيان 3:16
دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ.

رويا 11:17
”اَئے ربه خُدايه! القادره! مُونږ ستا شکر کوُو، تۀ چه ئے اَؤ چه وے، ځکه چه تا خپل لوئے طاقت اَؤ بادشاهى په لاس کښے واخيسته.

کولوسيان 3:15-17
[15] اَؤ دَ مسيح سلامتى دَ کُومے دَ پاره چه تاسو يو وجُود شوئ اَؤ راوبللے شوئ دِ ستاسو په زړُونو کښے حُکُومت وکړى، اَؤ تاسو شکر ګذار اوسئ.[16] دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ډير ځائے ومُومى، اَؤ په خپلو کښے يو بل ته تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ، اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شکر ګذارئ سره دَ خُدائے ثنا، زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ.[17] هر څۀ چه تاسو کوئ، که تاسو خبرے کوئ يا څۀ کار، هغه ټول دَ مالِک عيسىٰ په نُوم کوئ اَؤ دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے پلار شکر کوئ.

عبرانيان 12:28
نو بيا چه مُونږ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے شريک شوى يُو چه لړزولے نۀ شى نو ځکه دِ مُونږ دَ هغۀ فضل ونيسُو، نو مُونږ دِ دَ خُدائے په ويرے اَؤ زړۀ سواندے سره دَ خُدائے عبادت وکړُو ځکه چه دا هغه خوښوى.

اول تِسالونيکيان 1:2
ستاسو ټولو په حقله مُونږ هميشه دَ خُدائے شکر کوُو اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوُو،

اول تيموتيوس 2:1-2
[1] نو بيا زَۀ دَ ټولو نه اول دا نصيحت کوم چه غوښتنه، دُعاګانے، شفاعت اَؤ شکرُونه دِ دَ ټولو خلقو دَ پاره کولے شى[2] دَ بادشاهانو اَؤ دَ ټولو لويو مرتبو دَ خاوندانو دَ پاره چه مُونږ پُوره په ديندارئ اَؤ سنجيدګئ سره په قلاره ژوند تيرول غواړُو.

يوحنا 11:41
نو هغوئ ګټه لرے کړه. بيا عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”پلاره! زَۀ ستا شکر کوم چه تا زما واؤريدل.

دوېم کورنتيان 9:11
اَؤ تاسو به هر يو څيز زيات بيا مُومئ چه هر قِسم سخاوت به کولے شئ، اَؤ دَ دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده زمُونږ په وسيله مُوندلو سره دَ خُدائے شکر ګذاری وکړى.

دوېم کورنتيان 2:14
خو دَ خُدائے شکر دے څوک چه په مسيح کښے مُونږ لکه دَ قيديانو دَ فتحمندئ په جُلوس بيائى اَؤ دَ هغۀ دَ عِلم خوشبُوئ زمُونږ په وسيله په هر ځائے خوروى.

فيليپيان 4:19
زما خُدائے به ستاسو هر حاجت دَ خپل بے پايانه دولت په مُطابق دَ مسيح عيسىٰ په وسيله پُوره کړى.

روميان 11:36
دا ټول څيزُونه خُدائے پيدا کړى دى اَؤ دا ټول څيزُونه دَ هغۀ په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره په وجُود کښے دى. دَ هغۀ ثنا دِ تل تر تله وى! آمين.

اعمال 16:40
اَؤ چه دَ قيد خانے نه راووتل نو هغوئ دَ لديه کور ته لاړل اَؤ هلته ئے دَ عيسىٰ منُونکو ملګرو سره وليدل اَؤ دَ تسلئ خبرے ئے ورته وکړلے اَؤ بيا ترے روان شول.

Pashto Bible
No Data